د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

ملګري ملتونه: د هرات زلزلو ۷۵۰۰ اومینداورې مېرمنې اغېزمنې کړي


د هرات زلزله ځپلي چې اوس خیمو کې شپې او ورځې تېروي.
د هرات زلزله ځپلي چې اوس خیمو کې شپې او ورځې تېروي.

د هرات ولایت د لسګونو زره زلزله ځپلیو په منځ کې اووه نیم زره اومیندوارې ښځې هم شاملې دي چې خپل نږدې عزیزان یې په زلزله کې مړه شوي او له سخت روحي فشار سره مخامخ دي.

د هوا پېژندنې د ادارو وړاندوینې ښيي چې د افغانستان د زلزله ځپلو سیمو په ګډون په ډېرو برخو کې هوا سړه شوې او ورښتونه پیل شوي دي.

د ملګرو ملتونو پر اساس د هرات ولایت وروستیو زلزلو تر ۲۱ زره ۵۰۰ ډېر کورونه نړولي او تر ۱۷ زره ډېر نور یې شدید زیانمن کړي دي.

د دغو کورونو اوسېدونکي سړې شپې په خیمو کې تېروي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د هرات ښار د خیمو په ښار بدل شوی دی.

د خیمو اوسېدونکي وايي، اوس یې په خیمو کې د هوا د سړوالي له کبله ګوزاره نه کېږي، که ژمی راشي، څه به کوي.

جمعه خان یو له هغو زلزله ځپلو څخه دی چې کور او څاروي یې په زلزله کې له لاسه ورکړي دي.

په هرات کې د زلزله کبله ویجړ شوي کورونه. دې زلزلو زرګونه خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده. October 11, 2023
په هرات کې د زلزله کبله ویجړ شوي کورونه. دې زلزلو زرګونه خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده. October 11, 2023

دی وايي: "زما غوښتنه دا ده چې د سرپناه غم مو دې وخوري، د دنیا مال پیدا کېږي، خو ژوند بیا نه پیدا کېږي، ماشومان په ژمي په دې خیمو کې ګوزاره نه شي کولی."

یوه بل زلزله خپلي چې په خیمه کې یې اړولي ازادي راډیو ته وویل: "په دې خیمې ګوزاره نه کېږي، دلته باد زیات دی، یخ ډیر دی، زموږ غوښتنه دا ده چې ژر دې راته کورونه جوړ کړي، یوه میاشت وروسته دلته په خیمه کې ګوزاره نه شي کېدای."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم ادارې یا اوچا پر اساس زلزلو په هرات کې یوسلو ۵۴ زره تنه اغېزمن کړي دي.

د هغوی په منځ کې ۷۵۰۰ اومیندوارې ښځې دي چې د کورنیو غړي یې له ژونده بې برخې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو اداره وايي چې د عزیزانو له لاسه ورکول پر اومیندوارو ښځو خورا ناوړه اغېز کړی دی.

دې ادارې سیمې ته د ارواپوهنې مشاوران لېږلي چې د خپلو عزیزانو د مړینې له کبله د غم په کمولو کې ورسره له روحي نظره مرسته وکړي.

په لندن کې د ولادي نسايي ناروغیو ډاکتره محبوبه افغان وايي، په داسې حالت کې دردېدلې اومیندوارې ښځې یو چا ته اړتیا لري چې د دوی خبرو ته غوږ ونیسي.

اومیندوارې زلزله ځپلې ښځې د کافي خوړو د نه ورسېدو یا بې وخته ولادت په شان ستونزو سره هم مخامخ دي.

له بلې خوا روغتیايي اسانتیاوې سختې اغېزمن شوي دي.

د راپورونو له مخې، په زلزلو کې لږترلږه ۴۰ روغیتیايي مرکزونه یا کیلینکونه ویجاړ شوي یا زیانمن شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، له دې کبله د نږدې ۵ لکه ۸۰۰ زره تنو لپاره په روغتیايي خدماتو کې خنډ رامنځته شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG