د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

ژمی او د هوا سړیدل؛ اوچا: د هرات زلزله ځپلي د سرپناه جوړولو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري


د هرات یو شمېر زلزله ځپلي ماشومان
د هرات یو شمېر زلزله ځپلي ماشومان

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، د ژمي له رارسیدو او د تودوخې درجې له راټيټېدو سره، د هرات ولایت زلزله ځپلي د کورونو او سرپناوو د بیارغونې لپاره، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

یادې ادارې د اکتوبر په ۲۰ د هرات زلزله ځپلو ته د ځوابي بشري مرستو په اړه په خپل تازه راپور کې ويلي چې د اکتوبر له ٧مې نېټې څخه را په دې خوا، په هرات ولایت کې د ریښتر په کچه تر ٦ درجې د زیاتې زلزلې او ټکانونو وروسته، په یاد ولایت کې د بشري ملاتړ لپاره یو شمېر فعالیتونه ترسره کیږي.

اوچا زیاتوي، د بشردوستانه هېواد ټیم (HCT) په ژمي کې یعنې د ٢٠٢٣ کال له اکتوبر میاشتې څخه د 2024 کال تر مارچ میاشتې پورې، ترټولو اغېزمن شويو 114,000 زلزله ځپلو ته لومړیتوب ورکوي او د 93.6 میلیون امریکایی ډالرو په پلان سره هغو خلکو باندې تمرکز کوي چې کورونه یې ویجاړ شوي یا سخت زیانمن شوي دي.

د اوچا د راپورونو له مخې، په دې زلزلو کې ټول ١٥٤ زره خلک اغېزمن شوي او تر ٢١٥٠٠ څخه زیات کورونه چې ډېری یې د هرات په انجيل او زنده جان ولسوالیو کې دي په بشپړ ډول ویجاړ شوي یا سخت زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) په دې راپور کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو سازمانونه او انجیو ګانې په بېړني ډول، خواړه، د بېړنۍ سرپناه توکي، روغتیايي او د حفظ الصحې مرستې، تر ټولو اغېزمنو سیمو او خلکو ته ورلیږي.

خو د هرات ولایت له زلزلو څخه یو شمېر اغېزمنو شويو خلکو، ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې هیڅ ډول بشري مرستې یې نه دي ترلاسه کړي.

یو شمېر زلزله ځپلې کورنۍ وایي چې تراوسه هیچا کومه مرسته ورسره نه ده کړې
یو شمېر زلزله ځپلې کورنۍ وایي چې تراوسه هیچا کومه مرسته ورسره نه ده کړې

یو له دغو زلزله ځپلو، ارزو غلامي چې د انجیل ولسوالۍ اوسیدونکې ده وايي هغه پیسې یې چې له ځانه سره لرلې، خلاصې شوي او خوراکي توکي یې هم مخ په خلاصیدو دي.

نوموړې زیاتوي:

"موږ هیڅ خېمه نه درلوده، یواځې همدا جالۍ پشه خانې وې، چې پر سر به مو ورته ترپال اچوه او هغه کورنۍ چې موږ سره نږدې وې هغوی هم ورته ستونزې درلودې. د بنسټونو او دولت لخوا هم هیڅ ډول مرسته نه ده شوې، مثلا مالي او یا د خوړو مرسته او یا دا چې خیمه راکړي. هیڅ ډول مرسته نه ده شوې. "

یو بل زلزله ځپلی، محمد وايي چې کور یې ویجاړ شوی، او غواړي ژر تر ژره یې کور جوړ شي څو ماشومان یې د سړې هوا له امله ناروغ نه شي.

محمد زیاتوي:

"زما کور چپه شوی، له وړوکي ماشوم سره مې په خېمه کې اوسیږو. په دې شپو کې هوا ډېره سړه شوې او طوفان دی. زما هڅه دا ده چې کور مې جوړ شي، څو ماشومان مې له سړۍ هوا ناروغان نه شي او خپل کورته ولاړ شو. "

په تېرو دوو اوونیو کې هرات ولایت، څلورو ځله، زلزلو لړزولی دی.

د زلزلزو له وېرې ډیری هغوی چې کورونه یې جوړ هم دي، په کورونو کې نه پاتې کېږي او د یو شمېر راپورونو پر بنسټ، یو شمېر خو یې ان ګاونډ ولایتونو ته تللي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG