د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

د هرات زلزله ځپلي او سوړ شوی موسم؛ ډبلیو. ایچ . او: وضعیت یې د انسان زړه ماتوي


د هرات یو شمېر زلزله ځپلي ماشومان په ازاده فضا کې شپې سبا کوي
د هرات یو شمېر زلزله ځپلي ماشومان په ازاده فضا کې شپې سبا کوي

په هرات کې تېره شپه د تودوخې ټیټه درجه د سانتيګراډ لس درجې وه او اټکل کېږي چې نن بېګا به اتو درجو ته راولوېږي.

پرون په داسې حال کې چې د هرات پر زلزلې دوه اونۍ واوښتې، د روغتیا د نړیوال سازمان یا WHOد افغانستان څانګې پر اېکس شبکې ولیکل چې د زلزله ځپلو سیمو خلک تراوسه هم په دوامداره وېره او نارامۍ کې ژوند کوي.

WHO په یوه ویډیویي راپور کې ویلي چې د دې سیمې د خلکو د زیانونو لیدل زړه ماتوي.

په راپور کې د انجیل ولسوالۍ د چاهک کلي یادونه شوې چې د چم ګاونډ له څو نورو کلیو سره په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

په ویډیو کې دا کوچنی کلی چې د WHO د راپور له مخې، یوازې ۱۲۵۰ کورنۍ پکې اوسېږي، لیدل کېږي چې لیرې او نژدې یوازې کنډوالې پکې ښکاري.

د یوه زلزله ځپلي کلي اوسیدونکي
د یوه زلزله ځپلي کلي اوسیدونکي

دا کلی د اکتوبر په یوولسمه په دوهمه زلزله کې ویجاړ شو، خو له نېکه مرغه هېڅ تلفات یې نه درلودل، ځکه د اکتوبر د اوومې زلزلې خلک وېرولي وو او ټول له خپلو کورونو بهر اوسېدل.

دوی تراوسه بهر اوسي ځکه نور نو کورونه نه لري.

په هرات کې که څه هم ورځې تودې دي، خو د هغو کورنیو لپاره چې ماشومان لري او شپه له کوره بهر په ازاده فضا کې تېروي، دا کار روغتيايي ستونزې رامنځ ته کولای شي.

د هرات ولایت اوسېدونکې فرېبا چې د زلزلې له کبله یې خپل کور ویجاړ شوی او په ازاده فضا کې شپې سبا کوي، ازادي راډیو ته وویل چې د هوا له سړېدو سره دا او د کورنۍ غړي یې ناروغان شوي دي.

فرېبا زیاتوي:

"دا اوس مې پرسر درد دی، بدن مې خوږېږي، پوزه مې بنده ده او ستونی مې درد کوي. سمه نه شم ګرځېدلای او د وینې فشار مې ټیټ دی. دا ولې؟ ځکه د شپې له خوا هوا سړېږي او د یخنۍ له کبله نه شو کېناستی."

زلزله ځپلي بېړنۍ مرستې غواړي
زلزله ځپلي بېړنۍ مرستې غواړي

راپورونه وايي چې په دې وروستیو کې د هرات ښار په ترقي پارک کې د زلزله ځپلو په یوه خېمه کې یوې زړې ښځې د سړې هوا له کبله سا ورکړه.

د ملګروملتونو د شمېرنو له مخې، په هرات کې د وروستيو زلزلو له کبله ۲۱۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي او ۱۷۰۰۰ نورو ته سخت زیان اوښتی دی.

د دې شمېرنو په اساس، ۱۵۴۰۰۰ کسان زیانمن شوي چې ۷۵۰۰ امیدواره مېرمنې هم پکې دي.

همداراز د زلزله ځپلو سیمو شاوخوا ۵۸۰ زره اوسېدونکو لپاره د صحي خدماتو شبکه سخته زیانمنه شوې او زلزلې څلوېښت صحي مرکزونه ویجاړ کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG