د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

هرات کې بیا نسبتاً شدیده زلزله شوې؛ چارواکي: ځاني تلفات نه لري


د هرات اوسېدونکي وايي، لا هم د دې ولایت اوسېدونکي د نورو زلزلو له وېرې خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي او تر شنه اسمان لاندې په پارکونو او سړکونو زلزلې شپې سبا کوي.
د هرات اوسېدونکي وايي، لا هم د دې ولایت اوسېدونکي د نورو زلزلو له وېرې خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي او تر شنه اسمان لاندې په پارکونو او سړکونو زلزلې شپې سبا کوي.

هرات نن له غرمې مخکې یوې بلې نسبتاً شدېدې زلزلې ولړزاوه، خو چارواکي وايي ځاني تلفات نه لري.

په تېرو دوو اوونیو کې هرات ولایت نن د څلورم ځل لپاره زلزلې ولړزاوه، چې د امریکا د جیولوجي ادارې په وینا شدت یې د ریښتر په کچه ۴.۱ درجې و.

د یادې ادارې په وینا، د دې زلزلې مرکز د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ د قره‌باغ کلی و.

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند نثار احمد الیاس وايي، د نننۍ زلزلې د ځاني تلفاتو په اړه تر اوسه دوی ته کوم راپور نه دی رسېدلی.

نوموړی وايي: "تر هغه ځایه چې موږ معلومات لرو، تر اوسه د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی. په ټوله کې په تېرو ۱۶ ورځو کې چې له زلزلې وروسته کوم ټکانونه رامنځته شوي، موږ ځاني تلفات نه درلودل، زموږ د معلوماتو پر بنسټ اوس حالت نورمال دی."

په هرات کې د نن سهار زلزلې شدت د تېرو په نسبت کم و، خو دوه اوونۍ وړاندې د میزان میاشتې په ۱۵مه په شوې مرګونې زلزله کې د دې ولایت شاوخوا ۱۵۰۰ اوسېدونکي مړه او له ۲ زره ډېر ټپیان شول.

د میزان میاشتې په ۱۵په شوې مرګونې زلزله کې د هرات ولایت شاوخوا ۱۵۰۰ اوسېدونکي مړه او له ۲ زره ډېر ټپیان شول. October 11, 2023
د میزان میاشتې په ۱۵په شوې مرګونې زلزله کې د هرات ولایت شاوخوا ۱۵۰۰ اوسېدونکي مړه او له ۲ زره ډېر ټپیان شول. October 11, 2023

د هرات اوسېدونکي وايي، لا هم د دې ولایت اوسېدونکي د نورو زلزلو له وېرې خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي او تر شنه اسمان لاندې په پارکونو او سړکونو زلزلې شپې سبا کوي.

دوی وايي، په داسې حال کې چې یخني زیاته شوې او دوی د اوسېدو لپاره سرپناه هم نه لري له سختو ستونزو سره مخ دي.

د هرات د زلزله ځپلې زنده‌جان ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالبصیر ازادي راډيو ته وویل: "له لومړۍ زلزلې وروسته خلک له کورونو راوتلي او په خلاصه فضا او یخنۍ کې ژوند کوي، چې دوی نه خپلو زیانمنو کورونو ته د تګ جرئت کولای شي او نه یې د جوړولو توان لري، دا هغه څه دي چې خلک یې ډېر اندېښمن کړي."

د هرات ولایت یو بل اوسېدونکی عبدالقدیر وايي، په هرات کې د زلزله ځپلو وضعیت لا هم ترینګلی دی او مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "وضعیت د پخوا په څېر له اندېښنو ډک دی. خلک ډوډۍ، پناه ځای او خیمو ته اړتیا لري، که څه هم هغه کلي چې زلزلو ځپلي د مرستو ډېر تمرکز پرې کېږي، خو د ښار اوسېدونکي چې له خپلو کورونو وتلي، خیمې یې وهلي او له کارونو پاتې دي، له بده مرغه په ډېر بد حالت کې ژوند کوي."

تر دې مخکې طالب چارواکو هم تایید کړې وه چې د هرات ولایت زلزله ځپلي د خیمو له کمبود سره مخ دي.

په همدې حال کې د مرسي‌کارپس په نوم یوې نړیوالې موسسې هم تېره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې له زلزلې وروسته د هرات ولایت زرګونه اوسېدونکي دا مهال په خیمو کې ژوند کوي او دوی سرپناه او د اوبو له کمښت سره مخ دي.

د هرات یو شمېر زلزله ځپلې کورنۍ اوس په خیمو کې ژوند کوي. Herat, Afghanistan October 10, 2023
د هرات یو شمېر زلزله ځپلې کورنۍ اوس په خیمو کې ژوند کوي. Herat, Afghanistan October 10, 2023

یاد دې موسسې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې د وروستیو زلزلو قربانیانو ته پاملرنه وکړي او بودیجه دې ورته ځانګړې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې د زلزلو له امله د هرات، په شپږو ولسوالیو کې نږدې ۶۶۰۰۰ تنه اغېزمن شوي دي.

د اوچا د معلوماتو پر بنسټ د سپوږمکۍ تصویرونه ښيي چې ۲۸۹ کلي د وروستیو زلزلو له امله اغېزمن شوي او ډېر یې نړېدلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG