د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

اوچا: د هرات وروستیو زلزلو ۲۴۵ تنه ماشومان بې سرپرسته کړي دي


د هرات یو زلزله ځپلی ماشوم
د هرات یو زلزله ځپلی ماشوم

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا خبر ورکړی چې په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله ۲۴۵ تنه ماشومان بې‌سرپرسته شوي دي.

اوچا پرون یوه اعلامیه کې لیکلي، د ملګرو ملتونو شریکان او غیر دولتي سازمانونه د دې ماشومانو په ګډون په زلزلو کې د زیانمنو څخه ملاتړ کوي.

دې سازمان زیاته کړې، اوچا په هرات کې د زلزله ځپلو د ملاتړ لپاره د ۹۳،۶ میلیونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.

په هرات تېرو دوو اوونیو کې نږدې اووه زلزلې شوي چې د شدت کچه یې د ریښتر په کچه له درېیو تر ۶،۵ وه.

په دوی کې تر ټولو ډېره مرګ‌‌ژوبله په لومړۍ زلزله کې خلکو ته اوښتې ده.

موږ هڅه وکړه له هغو ماشومانو چې وروستیو زلزلو کې بې‌سرپرسته شوي، خبرې وکړي، خو بریال نه‌شوو.

په هرات کې د طالبانو حکومت د والي ویاند نثاراحمد الیاس هم په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

د هرات څو نور زلزله ځپلي ماشومان
د هرات څو نور زلزله ځپلي ماشومان

خو یوه له هغو کسانو چې په وروستیو کې د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره دې ولایت ته تللې د خپل نوم د نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت د دوی هغه غوښتنه رد کړې چې دوی له دې ماشومانو د یو شمېر د ساتنې لپاره کړې وه.

نوموړي وویل:

"مثلا ځوان هلکان و، ډېر واړه ماشومان و چې پاتې شوي وو، دوی یې پرې نه ښودل چې موږ سره ولاړ شي. موږ ورته وویل چې موږ ښځې یوو دوی روزو، تر هغه چې کورنۍ یې پیدا شي. و یې ویل، نه‌. بیا یې له ځان سره یوړل، نه پوهېږم چې خپله غواړي و یې ساتي که څنګه، خو موږ سره یې پرې نه ښودل. دا ټول هغه کسان وو چې د کورنۍ غړي یې له‌منځه تللي وو. "

په هرات کې وروستیو زلزلو د ماشومانو په رواني وضعیت هم ناوړه اغېز کړی دی.

د جمهوري نظام پر مهال د هرات ولایت د حج او اوقافو رییس سید محمد شېرزادي چې له څه مودې راهیسې د ماشومانو د درمنلې په برخه کې بشري مرستې کوي وايي، د دوی ټیم هڅه کوي چې ماشومانو د لوبو د وسایلو په اخستو سره پر هغوی د زلزلې د بدو اغېزو فشار را کم کړي.

شېرزادي وایي:

"موږ یو جمپر، یوه خولۍ او یو دانه توپ د هلکانو او نجونو لپاره واخستل. د نجونو لپاره مو د لوبو رسۍ واخسته، البته د دوی خپله غوښتنه وه. پرون ولاړو یو ساعت ورسره وو، لوبې مو ورسره وکړې، ډېر خوشحاله شول. "

د بېلابېلو نړیوالو ادارو راپورونه: د هرات زلزلې تر ټولو زیات زیان ښځو او ماشومانو ته رسیدلی
د بېلابېلو نړیوالو ادارو راپورونه: د هرات زلزلې تر ټولو زیات زیان ښځو او ماشومانو ته رسیدلی

شېرازدي زیاته کړه، راتلونکو شل ورځو کې به هڅه وکړي، هغه ماشومان چې بې‌سرپرسته شوي دي، روزنتونونو ته وپېژني.

د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې، د هرات په وروستیو زلزلو کې ۱۵۰۰ تنه مړه شوي او له ۲زرو زیات ټپیان شوي دي.

د دې زلزلې له امله خلکو ته اوښتو مالي زیانونو کچه هم کمه نه‌ده.

ډېری خلک اوس هم په ښار او ولسوالیو کې د زلزلې او د کورونو د ویجاړېدو له امله له کورو د باندې شپې او ورځې تېروي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG