د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د هرات د زلزله ځپلو د ګرځنده تشنابونو ستونزه؛ یوه مېرمنه: ماشوم مې له همدې امله ضایع شو


د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه
د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه

په هرات ولايت کې زلزله‌ځپلي د نورو ستونزو تر څنګ د ګرځنده تشنابونو له نشتوالي شکايت کوي.

د هرات يو شمېر اوسېدونکي چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې د هرات په مرکز او شاوخوا ولسواليو کې له زلزلې څخه د خپل ژوند د ژغورلو په موخه په خېمو او موټرونو کې شپې او ورځې تېروي، وايي چې دا مهال يې اساسي ستونزه د ګرځنده تشنابونو نشتوالی دی.

د هرات اوسېدونکې فردينې ازادي راډيو ته وويل، د تشنابونو نشتوالي په خلکو کې د بېلابېلو ناروغيو خپرېدو لامل شوي دي.

هغه زیاتوي:

"له هغه وخت راهیسې چې په هرات کې زلزله پیل شوې، تر اوسه زه او زما شاوخوا ګاونډیان خلاصو سیمو ته راغلي یو، دلته له جومات څخه د څښاک اوبه راوړل شوي، خو ګرځنده تشناب نه‌شته، په دې برخه کې هیڅ پاملرنه نه‌ده شوې. خلک په ازاده فضا کې د تشناب اړتيا پوره کوي، چې دا په سیمه کې د بدبویۍ او خلکو ته د ناروغيو پېښېدو لامل کېږي."

د هرات بل اوسېدونکي لعل محمد چې کور يې د زلزلې له امله ويجاړ شوى او اوس تر يوې خېمې لاندې ژوند کوي، ازادي راډيو ته یې وويل چې د ګرځنده تشنابونو نشتوالى يې د کورنۍ په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره جدي ستونزه ګرځېدلې ده.

لعل محمد وایي:

"پنځه کوچني ماشومان لرم، ټول نهه تنه يو، ګرځنده تشنابونه نه‌شته، خېمه نه‌لرو او د څښاک پاکې اوبه نه‌ پيدا کېږي، هغه کسان چې مرسته کوي موږ ترې هيله لرو ترڅو دا مشکل حل کړي، ماشومانو هم په ستونزو کې دي، مزاحمت هم کېږي."

څو زلزله ځپلي ماشومان
څو زلزله ځپلي ماشومان

د هرات د ملاسیان د سیمې اوسېدونکې نسیمه کریمي وايي، نږدې سل کورنۍ په یوه دښته کې تر خېمو لاندې ژوند کوي او د دوی اساسي ستونزه د تشنابونو نه درلودل دي.

نوموړې وايي:

"دلته يوه لويه دښته ده چې ټول ماشومان، نارینه او ښځې دلته راټولې شوي دي، اصلي ستونزه چې ښځې يې لري او لیدل کېږي د ګرځنده تشنابونو نه‌شتون دی، ښځې مجبوره دي، څادرې تر ځان تاو کړي، ماشومان هم همداسې. پاکې اوبه نه‌شته، ګرځنده تشناب نه‌شته د دوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هیڅ لاره نه‌شته."

یوه بله ښځه چې په هرات کې اوسیږي وايي چې امیندواره وه او دوی ته نږدې د تشناب د نشتوالي له امله به یې ډېر تګ راتګ کاوه چې له همدې امله یې سقط وشو.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل:

"موږ د همدې زلزلې له زيانمنو شويو څخه يو، موږ د زلزلې د وېرې له امله نه غوښتل چې ډېر تګ راتګ وکړو، خو ډېر لاړو او راغلو. زما ماشوم سقط شو. که ممکنه وي، مهرباني وکړئ زموږ لپاره یو ګرځنده تشناب جوړ کړئ."

په هرات کې د پرله‌پسې زلزلې له امله زیانمن شوي خلک له مرستندویه موسسو څخه غواړي چې د دوی ستونزو ته په ځانګړې توګه د ګرځنده تشنابونو او د څښاک د پاکو اوبو امکاناتو چمتو کولو ته پاملرنه وکړي.

ښځې او ماشومان د هرات د زلزلو تر ټولو زیات زیانمن شوي قشرونه دي
ښځې او ماشومان د هرات د زلزلو تر ټولو زیات زیانمن شوي قشرونه دي

په هرات کې د طالبانو د حکومت ویاند نثار احمد الیاس په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

تر دې مخکې د طالبانو حکومتي چارواکو زلزله‌ځپلو سیمو ته د مرستې او ژغورنې ډلې د لېږلو خبر ورکړی و.

د هرات اوسېدونکي په داسې حال کې د کافي اسانتیاو په ځانګړي ډول د ګرځنده تشنابونو له نشتوالي شکایت کوي چې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبليو‌اف‌پي) ویلي، د هرات زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د افغانستان لوېدیځ کې هرات ولایت د تېرې اوونۍ له شنبې له ورځې راهیسې د څو زلزلو شاهد د و، د تیرې یکشنبې په ورځ هم هرات کې دوه زوروې زلزلزې وشوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG