د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون: افغانستان د نړۍ په کچه بد بشري ناورین سره مخ هېواد دی


یو شمېر فقر ځپلې افغانې مېرمنې - ارشیف
یو شمېر فقر ځپلې افغانې مېرمنې - ارشیف

د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون وايي، د لسيزو جګړو اغېزې، طبيعي پېښې لکه زلزلې او وچکالي او د بشري خونديتوب د شرايطو په اړه اندېښنې، له هغو عواملو څخه دي چې افغانستان یې د نړۍ په کچه بد بشري ناورین سره مخ هېواد باندې بدل کړی دی.

دغه فدراسیون د شنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د یوه راپور په خپرولو سره وویل چې د افغانستان دوه پر درېیمه برخه نفوس یعنې ۲۸.۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري چې له دې ډلې ۱۵.۵ میلیونه وګړي د خوړو له شدیدې نا امنۍ سره مخ دي.

له دې ۱۵.۵ میلیونه وګړو څخه چې د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخ دي، ۲.۷ میلیون یې له قحطۍ څخه یو ګام واټن لري.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې ښځې او ماشومان په غیر متناسب ډول د بشري ناورین تر اغیز لاندې دي، چې له امله یې شاوخوا ۳،۲ میلیونه ماشومان او ۸۴۰ زره امیندواره او شیدې ورکوونکې میندې له متوسطې او شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې د نړيوال فدراسيون په راپور کې، اقتصادي ستونزې چې د بنديزونو له امله زياتې شوې دي، هم د دغه بشري ناورين له اصلي عواملو څخه بلل شوي دي.

راپور زیاتوي چې هره ورځ زیات شمیر خلک، بشري مرستو ته اړ کیږي او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د ۲۰۲۳ کال د اقتصادي/ټولنیزې ارزونې له مخې په سلو کې ۸۵ افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د طبیعي پېښو له زیاتیدو سره په افغانستان کې د فقر زیاتیدو اندېښنه هم ښودل شوې
د طبیعي پېښو له زیاتیدو سره په افغانستان کې د فقر زیاتیدو اندېښنه هم ښودل شوې

د دغه راپور پر بنسټ، افغانستان په مکرر او شدید ډول د طبیعي پېښو لکه زلزلې، سېلابونو، د ځمکې او واورې ښویېدو او وچکالۍ له خطرونو سره مخ دی، چې ځینې یې وژونکي دي.

د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون وايي، افغانستان په نړۍ کې د هغو ۱۵ ډېرو زيانمنو هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري چې د اقليمي بدلون او اغېزو پر وړاندې یې، د تطابق لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.

په ورته وخت کې ویل کیږي چې په هرات کې د اکتوبر د اوومې نېټې د مرګونې زلزلې، چې زرګونه کسان یې مړه او ژوبل کړي او کورونه یې ویجاړ کړي، زیانمن شوي خلک د ژمي په رارسیدو سره، عاجلو مرستو او تدابیرو ته اړتیا لري.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د لسیزو جګړو یو له مهمو اغیزو څخه د کونډو او د کورنیو د سرپرستو ښځو لوړ شمېر دی .

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په افغانستان کې لږ تر لږه دوه میلیونه کونډې دي چې ملاتړ ته اړتیا لري او په غیر متناسب ډول له بشري ناورین څخه اغېزمنې شوې دي.

په کابل کې مېشتې یوې ښځې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه وویل:

" موږ خویندو او ورونو ټولو دندې درلودې، د طالبانو له راتلو وروسته ټول بې کاره شوو، کار نه پیدا کیږي. زموږ ستونزې بې حده زیاتې شوې دي. کله چې کار او عاید نه وي، بې له شکه چې ژوند ستونزمن کیږي. بشري مرستې مو هم نه دي ترلاسه کړي. "

افغان ښځې او ماشومان د فقر او بشري ناورین تر ټولو زیات قرباني وګړي ګڼل شوي
افغان ښځې او ماشومان د فقر او بشري ناورین تر ټولو زیات قرباني وګړي ګڼل شوي

د جوزجان یوه اوسیدونکې بیا وایي:

" زما خاوند عسکر و او د طالبانو لخوا د افغانستان د اشغال پر مهال په جګړه کې شهید شو. زه له خپلو څلورو ماشومانو، پرته له سرپرسته پاتې یو . ما سره دې مرسته وکړي څو وکولای شم، یتیمو ماشومانو ته مې یوه مړۍ ډوډۍ تیاره کړم. "

تر دې مخکې یو شمېر نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بشري ناورین د لا خرابېدو او د بشري مرستو د رسولو لپاره د بودجې د کموالي په اړه، خبرداری ورکړی و.

له دې ډلې څخه د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی و چې سږ کال یې د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې له ۱۲ میلیونو اړمنو کسانو سره د مرستو رسولو بهیر درولی دی.

خو د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت هغسې کړکېچن نه دی څومره چې د نړیوالو سازمانونو په راپورونو کې ښودل کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې ۲۹.۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG