د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

د افغانستان په ګډون ۱۴ فقر ځپلو هېوادونو لپاره ۱۲۵میلیون ډالره مرسته اعلان شوې


ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته منتظرې اړمنې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته منتظرې اړمنې مېرمنې او ماشومان

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د ۱۴ فقر ځپلو هېوادونو لپاره ۱۲۵ میلیونه ډالر بېړنۍ مرسته اعلان کړې چې په دې کې ۲۰ میلیونه ډالر د افغانستان لپاره دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د افغانستان په ګډون ۱۴ فقر ځپلو هېوادونو کې د بشري مرستو رسولو لپاره له خپلې بېړنۍ بودیجې ۱۲۵ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.

اوچا په خپله ویبپاڼه پرون ناوخته یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په دې مرستو کې تر ټولو ډېرې پیسې یعنې شل شل میلیونه ډالر افغانستان او یمن ته ځانګړي شوي دي.

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مشر مارټین ګریفیټس له قوله لیکل شوي: "موږ د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو صندوق څخه تمه لرو چې د مرستو شته تشه ډکه کړي، څو د اړمنو خلکو ژوند وژغورل شي، خو په ورته وخت کې اړتیا ده چې له دې صندوقه بهر نور مرسته کوونکي هم رامخته شي."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مشر مارټین ګریفیټس
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مشر مارټین ګریفیټس

ګریفیټس دا هم ویلي چې د بشري عملیاتو لپاره د مرستندویه ادارو بودیجه لږه ده، خو د اړمنو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د دې کار ضروروت و.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره په فقر ځپلي افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو په خاطر داسې مهال ۲۰ میلیونه ډالر مرسته اعلانوي چې پرون د خوړو نړیوال پروګرام وویل، د بودیجې د سخت کمښت له امله به روانه میاشت په افغانستان کې ۲ میلیونو نورو اړمنو کسانو سره خوراکي مرستې بندې کړي.

په دې سره په روان کال کې د هغو کسانو شمېر چې د خوړو نړیوال پروګرام له مرستو محرومېږي، لس میلیونه کسانو ته رسېږي.

په افغانستان کې د دې ادارې ویاند وحید‌الله اماني نن ازادي راډیو ته وویل، افغانستان خورا بد بشري وضعیت سره مخ دی او د بودیجې د کمۍ بیه به تر ډېره هغه افغان مېرمنې او ماشومان پرې کړي چې د خوړو لپاره څه نه‌لري.

وحید‌الله اماني
وحید‌الله اماني

اماني وویل: "که مرستې و نه رسېږي، تاثیرات به یې په هغو بې‌وزله افغانانو ډېر زیات وي چې هغوی بل لار نه‌لري او ټوله اتکا یې په بشري مرستو ده، په ځانګړي ډول مېرمنې او ماشومان. هغه مېرمنې چې د کورنۍ مسوولیت لري او د خپلو ځانونو او ماشومانو لپاره بله‌ لار نه‌لري."

اماني دا هم وايي چې اوسمهال په افغانستان کې ۱۵ میلیونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخ دي او اړتیا ده چې راتلونکی کال ۲۱ میلیونه افغانانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره له دوی سره ۱ میلیارډ ډالر مرسته وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د ازادي راډیو د خبریالانو چمتو شوي راپورونه ښيي چې خلک خورا سخت فقر ځپلي او یو شمېرو یې د ډېرې بې‌وزلۍ له امله خیرات غوښتو ته مخه کړې ده.

ارشیف: په کابل کې د یوې بې وزلې کورنۍ دسترخوان
ارشیف: په کابل کې د یوې بې وزلې کورنۍ دسترخوان

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د زیاتېدو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې په دې اړه د خپلو هڅو خبر ورکړی.

خو د طالبانو حکومت ښکاره داسې هېڅ لویه پروژه نه‌ده اعلان کړې چې پر بنسټ یې افغانستان کې د بې‌وزلۍ د کچې له کمېدو سره مرسته وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG