د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

افغانستان کې بې وزلي؛ یو شمېر کورنۍ: اختر نمانځلو ته چمتووالی نه لرو


هغه اختر چې بې وزلي او سړو بازارونو سره مل دی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

هغه اختر چې بې وزلي او سړو بازارونو سره مل دی

په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ وايي، چې د لوی اختر د نمانځلو لپاره چمتووالی نه لري.

په افغانستان کې خلک معمولاً اخترونه په خوښیو او تیاریو سره نمانځي.

خو یو شمېر بې‌وزله افغان کورنۍ وايي، چې د اختر ورځې د دوی د ژوند له نورو عادي ورځو سره څه توپیر نه لري.

د کابل ښار اوسېدونکې شکيلا، چې په کرايي کور کې ژوند کوي وايي، مېړه يې ناروغ دی او د خياطۍ او جامو مينځلو په پيسو د خپلو شپږو ماشومانو نفقه برابروي.

نوموړې وويل، په دې اختر کې نه د اغوستلو لپاره نوې جامې لري او نه هم سم خواړه.

هغې زیاته کړه: "ولا چې نه خوړلو ته څه لرو او نه مې هم ۶ واړه ماشومانو ته کالي کړي. زمونږ په کور کې هېڅ هم نه پيدا کېږي. اختر ته هېڅ تیاری نه لرو. که ټول کور مو ولټوې څه به پيدا نه کړئ. ماشومان مې هره ورځ راځي او وايي، چې فلاني اختر ته نوې جامې اخيستي، بوټان اخيستي، خو مونږ يې نه شو اخیستلای. اختر دی، خو هېڅ ترې خبر نه یو. "

د کندهار ولایت یوه اوسېدونکې هم چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته یې وويل، مېړه يې وزګاره دی او د اختر نمانځلو لپاره هېڅ چمتووالی نه لري.

هغې وویل: "مونږ په دې اختر کې هېڅ هم نه لرو. زه ۴ ماشومان لرم، مېړه مې کار نه لري، خپلو ماشومانو ته مو هېڅ هم نه دي اخيستي، نه جامې او نه خواړه. د کور او ژوند وضعيت مو ډېر خراب دی. د اختر نمانځلې لپاره نه غوښه لرو او نه بل څه."

دغه کورنۍ غواړي، چې مرستندویه بنسټونه، له دوی سره مرسته وکړي، چې ژوند يې ښه شي.

ارشیف: په کابل کې بوې وزله مېرمنې
ارشیف: په کابل کې بوې وزله مېرمنې

ننداره حیدري هغه مېرمن ده، چې په کابل کې د یو شمېر بنسټونو او اشخاصو له خوا اړو کورنیو ته د مرستو رسولو همغږي کوي، وايي چې د لوی اختر په مناسبت یې چې له کومو کورنیو سره چې مرسته کړې، ډېرو ستونزو سره مخ وې او د اختر لپاره یې هېڅ ډول چمتووالی نه درلود.

حیدري وویل: "دې کورنیو د ژوند ستونزې ډېرې ليدلي، داسې مرستو ته اړتیا لري، چې ويې خوري او ژوندي پاتې شي. اصلاً د هېڅ تیارۍ او جامو په فکر کې نه دي او مرستې ډېرې کمې دي."

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ښه اقتصاد درلودونکي کورنۍ د لوی اختر په ورځ څاروي قرباني کوي او د اختر دسترخوان په وچو مېوو، کېکونو او کلچو ښکلی کوي او دغه شان د اختر لپاره نوې جامې هم جوړوي.

ارشیف
ارشیف

خو مدني فعاله فاطمه مدثر وايي، اوسمهال په افغانستان کې د اختر نمانځنه پيکه شوې او پخوانی خوند یې نه شته او په خبره یې بې‌کاري او اقتصادي ستونزې یې لاملونه دي.

هغه وايي: "د اختر نمانځنې لپاره د خلکو شور او شوق پيکه شوی دی، ځکه چې ډېری خلک له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دوی د قرباني لپاره د څارویو، مېوو او نويو جامو د اخيستلو توان نه لري. د کسب او کار د نشتوالي له امله خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. ډېری خلک کار نه لري. "

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د بشري ناورين په اړه خبر داری ورکړی او له مرستندويه هېوادونو يې غوښتي، چې د مرستې د بودیجې په زياتولو سره له ۲۸.۸ میليونه اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG