د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د افغانانو مذهبي جشنونه او د دوی واحد احساس


افغانان اخترونه د مذهبي جشنونونو په توګه د هېواد په ښارونو، ولسوالیو او کلیو او بانډو کې په ځانګړو مراسمو لمانځي.

اوس چې په دې هېواد کې د کمکي اختر شپې ورځې دي، ټولو افغانانو ورته د دوی له وسې سره سمې، تیاریانې نیولي دي.

دوی د اختر په شپو ورځو کې د کور د ورځني خوراک څښاک ترڅنګ، وچې او لمدې میوې، شربتونه، کېک او کلچې او داسې نور توکي لا له پخوا څخه اخیستي او خوښیږي چې خپل خپلوان، یاران او دوستان یې کور ته راشي او په خلاصه ټنډه يې ور پیرزو کړي.

د کابل ښار یو اوسیدونکی جیلاني زرملوال وايي:

"خلک، خپلو خپلوانو او ملګرو کره ځي، نوې جامې اغوندي. هر سړي چې په ټول کال کې کار کوي، د اختر لپاره یوه اندازه پیسې ساتي، دسترخوانونه هم د نورو ورځو په شان نه، بلکې هر ډول خواړه پرې پریمانه وي."

د افغانانو د معلوماتو له مخې، په دې ورځو کې حتی د اختر د درې ورځو لوښي او دسترخوانونه هم پخواني نه بلکې، هره کورنۍ هڅه کوي چې دا لوازم يې هم نوي وي.

سره له دې چې افغانان د اختر په ورځو کې د خوښیو ګډ احساسات لري خو د دغو ورځو په لمانځلو کې د کورنيو مالي امکانات هم بې اغېزې نه وي.

رحم الدین حاجې اغا چې یو پانګوال دی وايي، د اختر د ورځو د لمانځلو لپاره یې بشپړ تیاری نیولی دی.

دی وايي:

"اختر ورځې زموږ دود دی یو د بل کورونو ته ځو، دوستان چې راځي هغوی ته بشپره اماده ګې لرو، دسترخوان هوار دی دوستان ځي او راځي، چای او ډول ډول تازه او لمدې میوې تیاری دي. هرکله دې راشي."

حاجې اغا دا هم وویل، د چم ګاونډ بیوزلي یې هم نه دی هېر کړي او د خپلې وسې سره سم یې ورسره، مرسته کړې ده.

د کابل ښار یو اوسیدونکی چې ژوند يې له مالي پلوه په منځنۍ کچه کې دی وايي، د اختر د ورځو لپاره يې د خپل مالي توان سره سم، تیاری نیولی دی.

دی فضل الرحمن نومیږي او وايي:

"ښه دا ده چې په خوښئ سره انسانیت ته خدمت وشي. د خلکو په شان تیاری نه نیسو. که میلمه راشی دومره څه مو ورته کړي چې ویې نازوو. د میلمه د درناوی لپاره یو څه کوو."

خو داسې کورنۍ هم شته چې دیرش ورځې روژه یې نیولې، خوارۍ مزدورۍ یې کړې، د اختر ورځ پیژني، ورته خوښیږي، خو لمانځل یې له وسې پوره نه وي.

په دې اړه د کابل ښار یو بیوزلی وايي:

"پیسې مې نه لرلې، کالي مې نه دي جوړ کړي، اختر په همدغو زړو جامو کې تیروم، څوک چې پیسې لری، نوي کالي اغوندي او چې نوي کالي نه جوړوي ،اقتصادي ستونزې لري."

دیني عالمان د خوښیو په دغه شان شپو ورځو کې له اړتیا پرته، د ډېرو لګښتونو په کمولو ټینګار کوي.

دوی غوره ګڼي چې د زیاتو لګښتونو پرځای په کار ده چې د خپل چم ګاونډ له بیوزلو سره مرسته وشي.

دیني عالم او د افغانستان د علومو د اکاډمۍ غړي فضل الرحیم محمودي ازادي راډیو ته وویل:

"د اسلام په سپیڅلي دین کې افراط او تفریط په غوڅ ډول په هېڅ شي کې جایز نه دي. په کالیو، خوراک او داسې نورو کې. اوس چې په هېواد کې له یوې خوا ډېر خلک بې وزلي دي، له بلې خوا په اخترونو کې ځینې خلک ډېر لګښتونه کوي. که د دغو اضافي لګښتونو لږه برخه، بیوزلو ته ورکړي ستونزې کمېږي."

ځینې خلک بیا وايي، جنګونو او ناامنیو د دوی د ډېرو مذهبي او ملي جشنونو لمانځل پیکه کړي دي.

دوی تر هر څه څخه زیات، په هېواد کې د سراسري سولې او ثبات غوښتونکي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG