د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

ځیني افغان ځوانان: په هېواد کې موجوده بې‌وزلۍ د اختر خوښۍ پیکه کړي


انځور تزئیني بڼه لري/ ارشیف
انځور تزئیني بڼه لري/ ارشیف

یو شمېر افغان ځوانان وايي، په هېواد کې موجوده بې‌وزلۍ د اختر خوښۍ پیکه کړي دي.

د اختر په رارسېدو سره یو شمېر افغان ځوانان وايي، په هېواد کې مخ پر زیاتېدونکي فقر او بې‌وزلۍ د دوی پر خوښۍ هم بد سیوری غوړولی دی.

دوی وايي، په هغه شکل چې لازمه وه، د اختر لپاره‌یې ځکه چمتووالی نه‌دی نیولی چې اقتصادي وضعیت اجازه نه‌ورکوله.

د کابل ښار اوسېدونکی محمد واصل وايي، اختر ته ډېر خوښ دی، خو د ښه لمانځلو لپاره‌یې توان نه‌لري.

دی وایي:

"بې‌وزلي د دې سبب کېږي چې ډېری ځوانان د خپل ځان او کورنۍ له مسؤلیتونو په سمه توګه نه‌شي وتلی او د اختر په څېر د خوښۍ شېبې په تش لاس تېرې کړي."

د رسمي شمېرو له مخې، د افغانستان له نیمايي زیات نفوس د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي چې دغه کچه په وروستیو څو کلونو کې زیاته شوې ده.

څه موده وړاندې نړیوال بانک د یوه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د فقر کچه د اندېښنې وړ وبلله او پر افغان حکومت‌یې غږ وکړ چې د دغې پدیدې د له‌منځه وړلو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

که څه هم د ملي یووالي حکومت او په ځانګړې توګه ولسمشر محمد اشرف غني تل د بې‌وزلۍ د له‌منځه وړلو په برخه کې ژمنې کړي، خو د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي بیا په دې اړه انتقاد کوي.

د کابل ښار اوسېدونکی محب‌الله چې ترکاري پلوري، وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو اقتصادي وضعیت خرابېږي او له خدای پرته بل له هېڅ‌چا د خپل حالت د ښه کېدو تمه نه‌لري.

دی زیاتوي:

"د ورځې شااوخوا تر ۱۰۰ ګېډیو پورې خرڅوم چې ۱۰۰ یا ۱۵۰ افغانۍ راته پاتې کېږي، په دې پیسو مې ګوزاره نه‌کېږي، اوس اختر راغی، خو ما هېڅ ورته نه‌دي اخیستي، نه مې ورته مېوه اخیستې او نه هم کالي."

افغانستان په نړۍ کې یو له هغو محدودو هېوادونو څخه ګڼل کېږي چې لاهم د پراخو طبیعي زېرمو په لرلو سره د نړۍ یو بې‌وزله او فقیر هېواد دی.

د افغانستان د ځوانانو چارو معین ډاکتر کمال سادات وايي، په افغانستان کې روانه جګړه د دې لامل شوې چې د فقر د له‌منځه وړلو په برخه کې جدي ګامونه پورته نه‌شي.

د ښاغلي سادات په خبره، که څه هم حکومت د دغې پدیدې د له‌منځه وړلو په برخه کې اقدامات کړي، خو پر افغانانو تپل شوې جګړې په ټولو مسایلو منفي اغېز کړی.

سید کمال سادات

نوموړي وویل:

"په افغانستان کې بدمرغي له هماغې ورځې پیل شوه چې جګړې پیل شوې، دا څلور لسیزې کېږي چې موږ له داسې وضعیت سره مخامخ یوو، خو موږ د ځوانانو د وضعیت د ښه کېدو لپاره پنځه کلنه ستراتېژي جوړه کړې چې په عملي کېدو به‌یې تر ډېره په وضعیت کې ښه‌والی راشي."

جګړه، بې‌سوادي، بې‌کاري، وچکالي او د حکومت له لوري د بنسټیزو پروژو نه‌پلي کول، د فقر او بې‌وزلۍ لوی لاملونه ګڼل کېږي.

یو شمېر دیني عالمان بیا وايي، هغوی چې مالي امکانات‌یې ښه دي، باید د بې‌وزلو په لاسنیوي سره خپل اسلامي او اخلاقي مسؤلیت ترسره کړي.

دیني عالم احسان‌الحق حنفي زیاتوي:

"که موږ چېرته مالي امکانات لرو، باید د بې‌وزلو لاسنیوی وکړو، یتيمانو سره مرسته وکړو، د خپل ګاونډي له حاله خبر شو، هلته به وي چې موږ به په رښتیا د اختر خوښۍ په سمه توګه لماځلې وي."

د ښاغلي حنفي په خبره، دا چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او مطلق اوسېدونکي یې مسلمانان دي، نو باید له مالي پلوه غني مسلمانان د نورو لاسنیوی وکړي او په ټولنه کې د فقر او بې‌وزلۍ د له‌منځه وړلو لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي.

راپور: حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG