د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۳۶

بې‌وزله نسیمه: اختر به مو هغه ورځ وي چې په دسترخوان مو یوه مړۍ ډوډۍ وي


اختر که د شتمنو خلکو لپاره د خوشحالۍ او لیدو کتو ورځې دي، خو بې‌وزلو کورنیو ته بیا له نورو عادي ورځو کوم توپير نه‌لري.

اختر د خوشحالیو زېری دی چې په رارسېدو سره‌یې ټول خوشحالېږي، په افغانستان کې د اختر ورځې په خوشحالیو لمانځل کېږي، بازارونه له ګڼې ګوڼې او کورونه له مېلمنو ډک وي، خو له بلې‌خوا د هېواد په کلیو او ښارونو کې ډېرې داسې کورنۍ هم شته چې په اختر کې خپلو ماشومانو ته د جامو او د خوراک لپاره د خوږو اخیستلو توان نه‌لري.

د دغو کورنیو له ډلې یوه هم هغه بې‌وزله مورکۍ ده چې د خلکو د کور کار کوي او خپلو څلورو بچیانو ته نفقه برابروي.

نسیمه د څلورو ماشومانو مور ده، د هغې په باور، اختر هغه ورځ دی چې په دسترخوان‌یې یوه مړۍ ډوډۍ وي.

اغلې نسیمه وایي:

"زما ژوند ډېر بدمرغه ژوند دی، زما مېړه مړ شو، ماشومان مې واړه پاتې شول، مجبوره شوم چې د خلکو په کورونو کې کار وکړم او خپلو بچو ته نفقه برابره کړم، د کور کرایه یوه بله ستونزه ده چې باید هره میاشت‌یې ورکړم."

دغه زیارکښه مېرمن وايي، د اختر په ورځو کې د ګاونډیانو مرستې ته سترګې په لار وي، تر څو د دسترخوان خواړه د دې له ماشومانو سره ووېشي.

بې‌وزلي او لوږه هغه حقیقتونه دي چې ډېر افغانان ترې ځورېږي او له امله‌یې نه‌شي کولای چې ان په اخترونو کې نوې جامې او د اختر مېوه او خواړه واخلي.

په اختر کې د دغې مورکۍ کور ته راغلې یم، په داسې حال کې چې ډېرې کورنۍ په اخترونو کې ښه او خوندور خواړه برابروي، خو دغه مورکۍ په دسترخوان پرته له وچې ډوډۍ، بل څه نه‌لري.

هغه وايي، دا ورته دردونکې ده چې په اختر کې نور ماشومان ښه خواړه او جامې اغوندي، خو د دې ماشومان لاس تر زنې ناست دي.

نسیمه وايي، د ژوند لوړې ژورې هغه له ګڼو ستونزو سره مخ کړې ده.

هغې تر دولسم ټولګي پورې زده‌کړې هم کړي، خو وايي د مجاهدینو د حکومت پر مهال د جګړو او نا امنیو له امله نوره ونه‌توانېده چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

هغې وویل:

"که په هر کور کې راته کار پیدا شي، کار کوم، ځکه څلور بچیان مې پاتې دي او زحمت کوم، خدای مهربانه دی چې دغه اولادونه مې ثمر ته ورسېږي او زده‌کړې وکړي."

دغه مور چې خپله یوه ځوانه لور یې د بې‌وزلۍ له امله له لاسه ورکړې، وايي چې ان د لور د درملنې پیسې یې هم نه‌درلودې او د جنازې مراسم‌یې ګاونډیانو ترسره کړل.

دا وایي:

"ځوانه لور مې مړه شوه، د درملنې پیسې یې راسره نه‌وې، حتی د جنازې مراسم‌یې هم ګاونډيانو ترسره کړل."

نسیمې په ۳۵ کلنۍ کې مېړه له لاسه ورکړ او ۱۳ کلنه وه چې کورنۍ یې یو زوړ سړي ته په نکاح کړه.

نوموړې زیاته کړه:

"که چېرې د خپل ژوند ترخې او د بدبختۍ ورځې تاسې ته کېسه کړم، ډېره دردونکې ده، ډېره سخته ده چې یتیمان دې په غاړه وي او د ژوند سختو ورځو ته اوږه ورکړې."

هغه وايي، سږ کال‌یې ځان سره ژمنه کړې وه چې ډېر کار به وکړي، ترڅو په اختر کې د خپلو ماشومانو هیلې پوره کړي، خو په وینا یې چې بیا هم ونه‌توانېده چې خپلو بچو ته په اختر کې د هغو د خوښې شیان واخلي.

دې وویل:

"د وچو مېوو توان نه‌لرم، که ډېر څه اختر ته واخلم، هغه به د یو پاکټ چاکلېټو اخیستل وي، په اختر کې ماشومانو ته د کالیو کولو توان نه‌لرم، د خلکو په کورونو کې چې کوم کار کوم، ایله د کور کرایه برابرېږي."

دغې مورکۍ د خلکو په کورونو کې د کارونو ترسره کولو سره ځينو درنو کارونو ته هم اوږه ورکړې ده.

یاده مور د زړه ناروغي هم لري، خو وايي چې تر ټولو ستر ارمان‌یې دا دی چې ماشومان‌یې د نورو په څېر ښوونځي ته لاړ شي او زده‌کړې وکړي.

نسیمې وویل:

"یوه لور مې نفس تنګي لري، ټوله هڅه مې دا ده چې د خپلو ماشومانو له نفقې پاتې پیسې د لور په درملو ولګوم، زه خپلو همدغو څلورو ماشومانو ته زیار باسم، ترڅو ثمر ته ورسېږي."

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د فقر کچه په‌کې لوړه ده.

دلته په ښارونو او کلیو کې بې‌وزلۍ خلک له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

خو له دې ټولو سره سره یو شمېر دیني عالمان بیا په هېواد کې له خیریه مؤسسو او شتمنو خلکو غواړي چې د اسلامي لارښوونو او انساني همدردۍ له مخې، د اختر د خوښیو په ورځو کې د بې‌وزلو خلکو لاسنیوی وکړي او د خوښیو په لمانځنه کې دې ورسره مرسته وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG