د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

افغانستان کې کورنۍ د اختر ورځې په ځانګړو مراسمو لمانځي


د لوی اختر د خوښیو شېبې، سعودي عربستان ته د حاجیانو له تګ سره سمې پیلېږي او افغانان ورته تیاریانې نیسي.

د کورونو پاکول او سمبالول، د نويو کالیو اخېستل، د دوستانو او خپلوانو کورونو ته تلل او قرباني کول، په افغانستان کې د لوی اختر د ورځو ځانګړي دودونه دي.

د دغو ورځو د لمانځلو لپاره ځینې کابل ښاریان بازار ته وځي او ځانونو، ماشومانو او د کورنیو غړیو ته نوي کالي او له وسې سره سم، ډول ډول وچې او لمدې میوې پیري.

لینا چې په کابل ښار کې نوي کالي پیري، ازادي راډیو ته وویل:

"راغلي یو چې د اختر لپاره کالي واخلو او د میلمنو لپاره لمده او وچه میوه واخلو . د اختر په ورځو کې د دوستانو او مشرانو کورونو ته ځو، قرباني کوو او دغه ورځې په خوښۍ سره لمانځو. "

د اختر د لومړې ورځې په لومړیو شېبو خلک نوي کالي اغوندي او د اختر د لمانځه د اداء کولو لپاره عیدګاه او داسې نورو لویو جوماتونو ته ځي.

له هغې وروسته پر هغو چې قرباني واجب وي، څاروي حلالوي او غوښه ېې پر بې وزلو ویشي.

ځینې داسې خلک هم وي چې د دغو ورځو د لمانځلو لپاره له یوه ولایته بل ته ځي.

فرزانه نومې یوه مېرمن چې د کالیو د اخېستلو لپاره یوه پلورنځي ته راغلی وايي چې ځان او ماشومانو ته د نویو کالیو له اخېستو وروسته، غواړي مزارشریف ته لاړه شي.

نوموړې وايي:

"د اختر د شیانو د اخېستو لپاره راغلې یم، بچو ته کالي اخلم. د اختر په ورځو کې مزار ته ځم، د میلمنو لپاره مې څه نه‎دي اخېستي ځکه چې زه په‎خپله میلمنه یم.کور مو په مزار کې دی او قرباني هلته کوم."

دغو شپو ورځو ته د لویانو په پرتله، ماشومان ډېر خوښېږي ځکه چې د کورنۍ غړي ورته نکریزې راوړي او لاسونه یې سره کوي.

سره له دې چې د اختر د ورځو رسمي رخصتي درې وي، خو یو تربله د خلکو لیده کاته ان تر یوې اوونۍ پورې هم دوام کوي.

بل‎خوا داسې کورنۍ هم وي چې د اختر لپاره د نویو کالیو او د قربانۍ وس نه‎لري.

د عبدالمجید په نامه یو سړی وايي، د اختر لپاره د یوې جوړې کالیو د رانیولو توان هم نه‎لري:

"رښتیا درته وایم، تر اوسه مې هېڅ نه دي اخیستي، په تېر اختر کې مې اخېستي وو، که خدای کول کار مې ښه شي، بیا به يې واخلم. "

په ورته وخت کې د کابل ښار یو پلورونکی وايي، سږکال یې د تېرو اخترونو په پرتله، د مالونو پلور کم شوی دی.

د قاسم په نامه یوه هټۍ‎وال وايي:

"خلک ډېر بې وزلي دي په کمکي اختر کې مو پلور زیات وو، خو په دې اختر کې خلک ډېر څه نه اخلي، د تېر اختر کالي اغوندي. "

بل‎خوا ځیني دینې عالمان وايي، اخترونه د مسلمانانو د خوښیو ورځې دي او قرباني کول او لمونځ کول په‎کې له واجباتو څخه دي چې د هېواد اکثره خلک یې کوي.

د دغو دیني عالمانو له ډلې مولوي فضل الرحیم محمودي ازادي راډیو ته وویل، د خپلو خپلوانو کورونو ته تلل او د اختر د ورځې مبارکي کول، د افغانستان د خلکو غوره دود او نیک کار دی:

"په دې ورځو کې ځینې کارونه شریعت پر مسلمانانو لازم کړي دي چې هغه د اختر لمونځ دی، قرباني ده، د خپلو خپلوانو کورونو ته تګ دی او د خلکو ترمنځ د خپګان له‎منځه وړل او داسې نور، ټول نیک کارونه دي. "

مولوي محمودي وايي، هغه کسان چې یو تر بله خپه وي، باید په دغو ورځو کې سره پخلا او یو بل ته غاړه ورکړي.

ښاغلي محمودي دا هم وویل، د اختر په ورځو کې جواري کول او دې ورته ځینې لوبې چې یو شمېر خلک یې کوي، د افغانانو له دودونو سره په تکر کې دي او باید ډډه ځینې وشي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG