د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

طالب چارواکي: د هرات پرونیو زلزلو لږ تر لږه ۲ زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي


په هرات کې یو شمېر ویجاړ شوي کورونه
په هرات کې یو شمېر ویجاړ شوي کورونه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وايي، په هرات کې پرونیو زلزلو لږ تر لږه ۲ زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي او زیات نور یې یوه اندازه ویجاړ کړي دي.

د دې وزارت ویاند جانان سایق نن ازادي راډیو ته وویل، په سیمه کې خلک په بېړني ډول سرپناه، خوراکي او روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

سایق زیاتوي:

"کوښښ اوس په دې روان دی چې یو خو خوراکي توکو ته ډېره اړتیا ده او ورسره په ضمن کې کومې نقدي مرستې چې راځي چې مظلوم ملت ته سرپناه پرې جوړه شي. سرپناه ته ډېر ضرورت دی، ځکه چې ژمی راځي او بیا په خېمه کې ژوند هم ډېر ګران وي. "

د امریکا متحده‌ایالاتو جیولوجیکي سروې ادارې پرون په خپله وېب‌پاڼه په هرات کې د پرونیو زلزلو په اړه وویل چې د لومړۍ زلزلې د شدت کچه د ریښتر په اندازه ۶،۳ درې درجې او د دویمې بیا د ریښتر په کچه ۵،۴ درجې وه.

د هرات لپاره د طالبانو حکومت د والي ویاند نثاراحمد الیاس پرون ازادي راډیو ته وویل، په پرونیو زلزلو کې دوه تنه مړه او ۱۶۰ تنه ټپیان شوي او د هرات ښار په ګډون یې په زنده‌جان، کوهسان، ګلران، رباط سنګي، ګذره او اوبه ولسوالۍ کې یې د ډېرو خلکو کورونه ویجاړ کړي دي.

په همدې حال کې د ماشومانو د ساتنې اداره یا" " SAVE THE CHILDREN وايي، له سختو زلزلو وروسته، په هرات کې زرګونه کسان په خېمو کې پراته دي چې دې خېمو ته هم د تېرې اوونۍ طوفان او دوړو زیان رسولی دی.

د هرات زلزلې ښځو او ماشومانو ته تر هر چا ډېر تاوان رسولی
د هرات زلزلې ښځو او ماشومانو ته تر هر چا ډېر تاوان رسولی

دې ادارې په خپله ننۍ اعلامیه کې زیاته کړې، په دې زلزلو کې په شپږو ولسوالیو کې ۲۰ زره کسان زیانمن شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې ادارې د مشر ارشد ملک له قوله د هرات زلزله په افغانستان کې د روان بحران د پاسه بل بحران بلل شوی دی.

خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا بیا نن سهار په خپله ایکس‌‌پاڼه د وروستیو زلزلو له امله د افغانستان په لویدیځ کې د زیانمن شویو شمېر ۴۳زره ۳۵۰ تنه وښود او ویې وویل، دوی د خوړو په ګډون بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې یو شمېر زلزله ځپلو ازادي راډیو ته وویل، په سړه هوا کې بې‌سرپناه ژوند کوي او له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د هرات اوسېدونکې ضیاګل وایي:

" کور مو نړېدلی، هیڅ هم نه‌دي پاتې. خپله هم ډېر ناروغه یم، روماتیزم لرم. ساړه دي، خېمه زما لپاره مناسبه نه‌ده. "

روغتیا نړیوال سازمان نن ویلي چې هرات د خېمو په ښار بدل شوی
روغتیا نړیوال سازمان نن ویلي چې هرات د خېمو په ښار بدل شوی

د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکې سیده هم د خلکو د بد وضعیت په اړه غږېږي او وایي:

"خلک له وېرې کورونو ته نه‌شي تللی. همدلته په خاورو کې پراته یوو. د ځینو کورونه چې لنډ دي، لږه شېبه ولاړ شي، له وېرې بېرته راشي. تشناب نه‌شته، د شپې په خیمو کې برښنا هم نه‌وي. "

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق نن په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله ۳۱۸ زره خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دې ادارې له قوله، په دوی کې ۷۶ زره نجونې او ښځې شته چې ۷زره او ۴۰۰ یې همدا اوس امیدواره دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام پرون وویل، په هرات کې د تېرې اوونۍ له شنبې راهیسې اووه زلزلې شوي او دوی اوس‌مهال زیانمنو سره د بېړنۍ مرستې لپاره ۱۹ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG