د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

"هرات غمجن دی خو یوازې نه دی" ؛ فرهاد دریا او یو شمېر نورو افغان سندرغاړو یې زلزله ځپلو ته د مرستې کمپاین پیل کړی


د هرات یو شمېر زلزله ځپلي د یوه زلزله وژلي د جنازې لېږدولو پر مهال
د هرات یو شمېر زلزله ځپلي د یوه زلزله وژلي د جنازې لېږدولو پر مهال

له سندرو وراخوا عملي ګامونه؛

فرهاد دریا؛ هغه مشهور افغان سندرغاړی چې دا سندره یې هم ویلې ده:

" مونږ کرلي په عشق کې لاسونه، جوړوو د خپل کور دېوالونه"

فرهاد دریا وایي، چې د هرات زلزله ځپلو ته مرسته راټولوي.

دریا د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې له تېرو درېېو ورځو یې د یو شمېر افغان رسنیو او فرهنګي شخصیتونو په ملګرتیا یې دا کمپاین "هرات غمجن دی خو یوازې نه دی" پیل کړی، چې اوس یو شمېر نور سندغاړي هم ورسره ملګري شوي دي.

فرهاد دریا وايي، افغان سندرغاړې اریانا سعید، داوود سرخوش او تاجکي سندرغاړی صدرالدین هم په دې کمپاین کې ورسره یو ځای شوي دي او په خبره یې تر اوسه د دغه کمپاین د راټولو شویو مرستو اندازه له ۵۰ زره ډالرو اوښتې ده.

فرهاد دریا: په ۳ ورځني کمپاین کې مو د هرات زلزله ځپلو ته ۵۰ زره ډالره مرسته ټوله کړې، کمپاین به دوام ولري
فرهاد دریا: په ۳ ورځني کمپاین کې مو د هرات زلزله ځپلو ته ۵۰ زره ډالره مرسته ټوله کړې، کمپاین به دوام ولري

دریا زیاتوي، چې د دې کمپاین هدف زلزله ځپلو سره د مرستې تر څنګ افغانان یوالي ته رابلل هم دي.

نوموړی وایي:

"لومړنۍ موخه د هرات زلزله ځپلو ته د مرستو راټول دي، خو دوهمه موخه د افغانستان د خلکو تر منځ د یوالي او نېږدې کېدو رامنځته کول دي، چې زما په اند دا دوهم هدف لويي کوي، ځکه د افغانستان د خلکو مهمه اړتیا ده، له نیکه مرغه تر اوسه د مرستو کچه له ۵۰ زرو ډالرو هم زیاته شوې او هر شیبه لا ډیرېږي او مطرح څېرې او معتبر بنسټونه مونږ سره یو ځای کېږي."

خو نوموړي ونه ویل، چې دا کمپاین به څو ورځې نور دوام کوي.

په هرات کې د شنبې او چهارشنبې د ورځو زلزلو پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت په وینا له ۴۰۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او هرات ولایت لپاره د طالبان حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس احمد الله متقي په خبره ۱۳۵۰ کورونه یې به بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.

د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې راټولو په کمپاین کې له فرهاد دریا سره ملګری سندرغاړی داوود سرخوش نن د نیوزیلند په اوکلند ښار کې کنسرت لري.

داوود سرخوش هم د هرات لپاره د کمپاین غړی دی او د خپل ننني کنسرت یوه اندازه پیسې زلزله ځپلو ته استوي
داوود سرخوش هم د هرات لپاره د کمپاین غړی دی او د خپل ننني کنسرت یوه اندازه پیسې زلزله ځپلو ته استوي

د فرهاد دریا د کمپاین یوه سرچینه وايي، چې نوموړی به د خپل دې کنسرت څخه راټولې شوې یوه برخه پیسې له کمپاین سره مرسته وکړي.

داوود سرخوش د دغه کنسرت په اړه په یوه ویدیو کې چې په فیس بوک پاڼه یې خپره شوې،د هرات زلزله ځپلو ته ویلي، چې یوازې نه یئ، غرونه او سېندونه درنه لرې یو خو زړونه مو درسره دي.

د یادونې ده چې مخکې تر دې افغان پېژندل شوې سندرغاړې ښاپیرۍ نغمې د ازادي راډیو مشال څانګې سره په خبرو کې د هرات له زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ په شریکولو سره دوی سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې وه.

نغمې ویلي وو:

" زه له خپلو ټولو هیوادوالو څخه دا غوښتنه کوم، چې د هرات له زلزله خپلو خلکو سره مرسته جاري وساتي او د دوی لاس نیوی وکړي او همدارنګه له نړیوالو خیره موسسو څخه هم دا غوښتنه کومه."

د هرات زلزله ځپلو په تېرو څو ورځو کې په بیلابیلو راپورونو کې ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، چې دوی بېړنیو مرستو ته اړتیا لري؛ په ځانګړي ډول د سرپناه په برخه کې، ځکه زلزلو د دوی کورنه ویجاړ کړي او په داسې حال کې چې سخت ژمی په رارسېدو دی، په سپین ډاګ پاتې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG