د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات؛ د قربانیانو کورنۍ د لټون پر بهیر نیوکه کوي


په هرات کې د زلزلې له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور. ژغورونکي د عملیاتو پر مهال لیدل کېږي.
په هرات کې د زلزلې له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور. ژغورونکي د عملیاتو پر مهال لیدل کېږي.

په هرات کې د شنبې د ورځې د زلزلې یو شمېر قربانیان وايي، لا هم نه‌دي توانېدلي چې خپل خپلوان يې چې تر خاورو لاندې دي راوباسي.

د افغانستان په لوېدیځ کې د شنبې د ورځې له زلزلې څلور ورځې تېرې شوي، خو د هرات په زيانمنو سیمو کې اوس هم د ژغورنې عملیات روان دي.

د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې د دغې زلزلې مرکز د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ وه چې تر سه‌شنبې ورځې پورې په‌کې ټکانونه احساس شوي دي.

دغې زورورې زلزلې په ځانګړې توګه د زنده‌جان ولسوالۍ په ۱۳ کلیو کې کورونه نړولي او د سیمې اوسېدونکي یې تر خاورو لاندې شوي دي.

د زلزلې قربانیان وايي چې لا هم یو شمېر کسان نه‌دي توانېدلي چې خپل خپلوان ومومي.

د هرات ولايت د زنده‌جان اوسېدونکى رنګين‌شاه وايي چې د کورنۍ پنځه غړي يې مړه شوي او پنځه نور ټپيان دي.

هغه وویل: "له زلزلې یو ساعت دوه ساعته وروسته یو امبولانس، بلدوزر او یوه دولتي هیليکوپټره راغله، څلور ورځې کېږي، هغه ټپیان چې ښه شوي، کمپونو ته لېږدول کېږي او رسېدنه ورته کېږي."

هغه وايي چې د ولسوالۍ له مرکز څخه نور لرې کلي هم له‌منځه تللي دي.

د زنده‌جان ولسوالۍ د وردګو کلي يو تن اوسېدونکی بصيراحمد، چې د کورنۍ درې غړي يې د زلزلې له امله مړه شوي او درې نور ټپيان دي وايي، کله چې زلزله وشوه، په لومړيو کې خلک خپله لاس په کار شول.

هغه وايي: "خلک مخکي راورسېدل، حکومت خبر نه و او خلکو نه‌شول کولای حکومت خبر کړي، ولس مخکي راورسېد او نږدې کليو ته يې ځان ورساوه."

د هرات په زنده جان کې ژغورونکي ډلې د عملیاتو پر مهال
د هرات په زنده جان کې ژغورونکي ډلې د عملیاتو پر مهال

په همدې حال کې د سه‌شنبې له ورځې راهیسې له بېلابېلو سیمو څخه رضاکار ټیمونه زلزله‌ځپليو سیمو ته تللي او هڅه کوي چې له زلزله‌ځپليو سره مرسته وکړي.

د څلورمې ناحیې یو رضاکار محمد تمیم سلطاني چې سیمې ته تللی، ازادي راډيو ته وویل، خلک د څښاک د اوبو، خوراکي توکو په رسولو او د خلکو په موندلو کې همکاري کوي.

هغه وايي چې تر اوسه يو شمېر کليو ته مرستې نه‌دي رسېدلي او د ژغورنې لپاره کافي اسانتياوې هم نه‌لري.

سلطاني زیاتوي: "هغه کورونه چې نړول شوي، ځينې کلي وروسته خبر شول، هغه لومړنۍ اسانتياوې چې حکومت يې لري، د لوډر پر مټ خاورې اړوي، ترڅو مړي پيدا کړي، حتی که که څوک روغ وو، نو له منځه تللي."

په همدې حال کې بل رضاکار ضیاالرحمن سېلاب وايي چې له څلورو ورځو راهیسې د یو شمېر قربانیانو کورنۍ نه‌دي موندل شوي.

هغه چې د سیاه اب، وردګ او کشک کليو ته د مرستې لپاره ورغلی و، ازادي راډيو ته يې وويل: "د ځينو کورنيو غړي لا هم نادرکه دي، دا اوس هم د سياه اب په دره کې دا نن د زلزلې څلورمه ورځ ده، اوس هم سنګينه ماشينري کار کوي، ترڅو ځينې کسان چې ورک دي، د هغوی د لټون او موندلو چارې جريان لري."

په هرات کې د زلزلې له کبله د یوې ویجاړې شوې ودانۍ پاتې شونې.
په هرات کې د زلزلې له کبله د یوې ویجاړې شوې ودانۍ پاتې شونې.

دا په داسې حال کې ده چې د ګارډین ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د سیمه‌ییزو چارواکو په حواله راپور ورکړی و چې د زلزلې له دوو ورځو وروسته د ژغورنې ډلې ځینو زیانمنو کلیو ته د ژغورنې لپاره ورغلي دي.

د شنبې د ورځې زلزله په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې یوه له خونړیو زلزلو څخه ګڼل شوې ده.

تېر کال د پاکستان پولې ته څېرمه پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ریښتر په کچه ۵،۹ درجې زلزلې له زرو زیات کسان مړه کړي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG