د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د زلزله ځپلي هرات تازه حال؛ « یو شمېر خلک لا تر خاورو لاندې دي او د لټون عملیات دوام لري»


د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه
د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي، د هرات په زنده‌جان ولسوالۍ کې له زلزلې وروسته، تر ننه یو شمېر خلک تر خاورو لاندې دي او د لټون عملیات یې روان دي.

د دې وزارت ویاند جانان سایق نن رسنیو سره خبرو کې په سیمه کې وضعیت بېړنی او خراب وباله او زیاته یې کړه، د دوی ۳۵ ټیمونه تر خاورو لاندې د پاتې خلکو د راویستو په هڅه کې دي.

هغه د پرون بر عکس په زلزله کې د مړو او ټپیانو جلا جلا ارقام ور نه کړل، خو و یې ویل، لومړني معلومات ښيي چې نږدي ۴۵۰۰ کسانو مړه او ټپیان شوي دي.

ښاغلي سایق وویل:

"د اوس لپاره وضعیت اظطراري دی. نن د ورځې په اوږدو کې هم هلته زلزله وشوه. هلته په ماشینونو کار روان دی، د خلکو له وسه پورته دی. خلک د ماشینونو په وسیله له خاورو را ویستل کېږي. شمېرې تفاوت کوي، ما اوس شمېرې تقریبا او تخمینا ویلي، نږدې ۴۵۰۰ مړه او ټپیان دي."

د لټون او ژغورنې د عملیاتو یوه څنډه
د لټون او ژغورنې د عملیاتو یوه څنډه

د طالبانو حکومت پرون ازادي راډیو ته وویل، په هرات د شنبې ورځې د زلزلې له امله ۲۴۰۰ تنه مړه شوي او له ۲زرو ډېر ټپیان دي، خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت ویاند جانان سایق د خبریالانو له بیا ځلي پوښتنو سره سره، په دې اړه دقیق ارقام ور نه کړل.

هاخوا یو شمېر د خیریه موسسو کارکوونکي چې د هرات زنده‌جان ولسوالۍ ته د مرستو رسولو لپاره تللي ازادي راډیو ته يې ویلي، د پېښې قربانیان ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د نور صفا په نوم د یوې خیریه موسسې کارکوونکي فتاح فطرت ازادي راډیو ته وویل، دا چې ماشومان او ښځې په کلیو کې ډېر وخت په کور کې وي، له همدې امله ډېر قربانیان هم هغوی دي.

دا هم د زلزله ځپلې سیمې یوه بله څنډه
دا هم د زلزله ځپلې سیمې یوه بله څنډه

په ورته وخت کې په سیمه کې یو شمېر رضاکاران چې تر خاورو لاندې د خلکو په لټون بوخت دي، د طالبانو حکومت د ژغورنې په عملیاتو او د مرګ‌‌ژوبلې په خپرو کړو شمېرو نیوکه کوي.

له دوی یو یې عبدالرحمان مولوي زاده ازادي راډیو ته وویل:

"تر کومه ځایه چې د خلکو تر توانه ده، هغومره وس یې کړی. یو دوه سواکټر او بېلډوزر کار کوي او په ښکاره یې کار ډېر غیر تخنیکي دی. "

خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت بیا ادعا کوي، چې د دوی نږدې زر تنه پرسونل په سیمه کې د مرستو رسولو او د لټون په عملیاتو بوخت دی.

دا وزارت له نړیوالو هم غواړي چې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په ګډون د لټون په عملیاتو کې د دوی لاس‌نیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG