د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو اعلان؛ کومو بنسټونو او هېوادونو چمتووالی ښودلی؟


یو شمېر زلزله ځپلي
یو شمېر زلزله ځپلي

د افغانستان په لویدیځ، په ځانګړې توګه هرات ولایت کې له وژونکې زلزلې وروسته، یو شمیر هیوادونو، بنسټونو او سوداګرو له زیانمنو کورنیو سره د خوراکي او نغدي مرستو د پیل اعلان کړی.

د عزیزي بنسټ مسوول، میرویس عزیزي پر خپله اېکس پاڼه چې پخوا ټویټر نومیده، لیکلي چې سمدستي یې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۲۰۰ میلیونه افغانی بیلې کړي او د د دې مرستو د ویش لپاره به هرات ته یو پلاوی استوي.

په ورته وخت کې قمر خیریه بنسټ هم له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۲ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړې.

د قمر بنسټ مسوول، رحمت الله نوروز پر خپله فیسبوک پاڼه ويلي، چې دا مرستی به د نغدو پیسو او مرستو په بڼه وویشل شي.

د دې بنسټ د مرستو ویش مسوول، محمد الماس مومند د دوشنبې په ورځ ازادي راډيـ ته وویل، دا نغدي مرسته به د ورانو شویو کورنو د رغولو ترڅنګ په بیلابیلو برخو کې ولګول شي.

نوموړی وایي:

" قمر بنست په هرات کې زلزله ځپلو ته ۱۲ میلیونه افغانۍ مرسته بیله کړې او دا مرسته به په اړینو برخو کې ولګول شي. اوس مهال موږ هرات کې یو او په اړینو برخو کې مرسته کوو."

زلزله ځپلي د ژمي په درشل کې بېړنۍ مرستې غواړي، څو ړنګ شوي کورونه بیرته ورغوي
زلزله ځپلي د ژمي په درشل کې بېړنۍ مرستې غواړي، څو ړنګ شوي کورونه بیرته ورغوي

بل لور ته د پاکستان د طبیعي افتونو د مدیریت ملي ادارې ویلي، په یوه بیړنۍ ناسته کې یې په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستو طرحه جوړه کړې.

دې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویل چې د پلټنې او ژغورنې ډلې د استولو ترڅنګ به هرات ولایت ته خوراکي مواد، درمل، خیمې او کمبلې واستوي.

بل لور ته د قزاقستان کازینفورم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هیواد د جمهور رییس په لارښونه به ډیر ژر یو مسلکي مرسته رسونکی پلاوی له خوراکي توکو، درملو، جامو او خیمو سره افغانستان ته واستول شي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ارګ هم پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې یو ګډ کمیسیون په هرات کې اړمنو خلکو ته د مرستو رسونې لپاره جوړ شوی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معینیت هم په خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر هم د طالبانو د یوه پلاوي په مشرۍ د دوشنې په ورځ د هرات زلزله ځپلې سیمې ته ورغلی.

خو یو شمیر زلزله ځپلو کسانو د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه دوی ته مرستې نه دي رسیدلي.

زلزله ځپلی وایي، چې مرستې نه دي ور رسیدلي
زلزله ځپلی وایي، چې مرستې نه دي ور رسیدلي

د ضمیرې په نوم یوې مېرمنې ازادي راډیو ته وویل:

"ډوډۍ له نانوایي په پور اخلو، نه تر اوسه موږ ته مرستې نه دي رسیدلي، کور مې وران شو، میړه مې په ایران کې دی، ټول ژوند مې همدا کور وو او کور مې هم ډیر زیانمن شوی. "

یوه بله مېرمنه رحیمه رضايي وایي:

"مرستو ته ډیره اړتیا لرو، په دې سړه هوا کې خیمې، خوړو، درملو او جامو ته اړتیا لرو، اوس موږ په میدان پاتې یو او تر شنه اسمان لاندې ژوند کوو. "

د شنبې ورځې زورورې زلزلې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې ۱۳ کلی په بشپړ ډول وران کړل.

ګڼو هیوادونو د یادې زلزلې او رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه له افغانانو سره خواخوږي ښودلې او د مرستو ژمنه یې کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG