د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

انډیپنډنټ: هرات ته له خونړۍ زلزلې ۳۶ ساعته وروسته هم کومه الوتکه او نړیوال مرستندویان ونه رسیدل


د هرات زلزله ځپلي د یوه ماشوم د جسد لېږدولو پر مهال
د هرات زلزله ځپلي د یوه ماشوم د جسد لېږدولو پر مهال

انډیپنډنټ ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان په لویدیځ کې د شوې زلزلې د تلفاتو د زیاتېدو او د ژغورنې د عملیاتو په اړه یو مطلب خپور کړی.

ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې نړیوالو په روان کال کې په سوریه، ترکیه او مراکش کې د زرګونه کسانو له مړینې وروسته له دې هېوادونو سره مرستې ته وردانګل، خو د نړۍ په ډېر بیوزله هېواد- افغانستان کې د طالبانو چارواکي له زلزلې څو ورځې وروسته وايي چې ګڼ خلک لاهم تر کنډوالو لاندې دي.

انډیپنډنټ زیاتوي، د طالبانو د حکومت د اقداماتو او ترڅنګ یې د فلسطین او اسراییلو ترمنځ روان کړکېچ ته د نړیوالو د پاملرنې د اوښتو له وجې تراوسه هم افغانستان ته مرستې نه دي رسېدلي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې پر دې زلزلې د ۳۶ ساعته له اوښتو وروسته تراوسه زلزلې ځپلي هرات ته کومه الوتکه یا نړیوال مرستندویان نه دي رسېدلي.

انډیپنډنټ د زلزلې ځپلې زنده جان ولسوالۍ یوه ویډیو هم خپره کړې، چې هره خوا پکې د زلزلې په نتیجه کې ړنګ شوي کلیوال خټین کورونه ښکاري.

واشنګټن پوست ورځپاڼې هم په یو تصویري مطلب کې د افغانستان د لویدیځ د زلزلې یو انځور وړاندې کړی.

د مطلب عنوان دی، د افغانستان په زلزله کې زرګونه کسان مړه او کورونه ړنګ شوي دي.

په یو عکس کې د زنده جان ولسوالۍ کلیوالې ښځې په تیاره رنګه جامو او پوړنو کې ښکاري، چې د زلزلې له ویرې بهر راوتلي او ډله ولاړې دي.

په یوه بل تصویر کې ژغورونکي د یوه ټپي د لېږد په حال کې لیدل کېږي. یو بل تصویر ویجاړ کورونه او د کلي کنډوالې ښکاروي.

یو تصویر یو شمېر کسان، د قبرونو د کیندلو او یو بل، یوه ډله نارینه له خپلو کورونو بهر، د جَمعې د لمانځه په حال کې ښيي.

نور تصویرونه هم هغه بوږنوونکی وضعیت بیانوي، چې د سیمې خلک ورسره مخامخ دي.

واشنګټن پوست له دې مطلب سره لیکلي، چې د طالبانو چارواکي داسې ښيي چې ګنې دوی پر وضعیت پوره کنټرول لري.

جاپانۍ ورځپاڼې مودرن توکیو ټایمز لیکلي، چې معلومه نه ده د افغانستان په زلزله کې به دقیقا څومره کسان مړه شوي وي ځکه چې د تلفاتو په اړه بېلابیل راپورونه ورکول کېږي.

ورځپاڼه د افغانستان لپاره د جاپان د سفیر تاکاشي اوکادا له قوله لیکي، چې نوموړی وايي د دې زلزلې د خبر په اورېدو سخت خواشینی شوی دی.

مودرن توکیو ټایمز د ملګروملتونو د سرچینو په حواله لیکي، چې سیمه ایز چارواکي او مرستندویان فکر کوي د تلفاتو شمېر ښايي زیات شي ځکه چې تراوسه هم د ژغورنې او پلټنې عملیات روان دي او دا امکان شته چې د ویجاړو ودانیو تر کنډوالو لاندې یوشمېر خلک پاتې وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG