د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

ځینې رضاکاره مېرمنې: طالبان د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره د تګ اجازه نه راکوي


د هرات د زلزله ځپلې یوې سیمې انځور
د هرات د زلزله ځپلې یوې سیمې انځور

هرات کې يو شمېر رضاکاره مېرمنې ادعا کوي چې له زيانمنو شويو مېرمنو سره د مرستې لپاره د طالبانو ځايي مسوولان دوی ته اجازه نه ورکوي چې سيمې ته ولاړې شي.

د افغانستان په لوېدیځ هرات ولايت کې يو شمېر افغان رضاکارې ښځې ادعا کوي چې طالبان وروستیو زلزله‌ځپليو سره مرستې لپاره د د دوی د تګ مخه نیسي، خو طالبانو تر اوسه د دې ادعاوو يه اړه څه نه دي ویلي.

دوی ازادي راډیو ته وویل، په هرات او ګاونډیو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې اصلي قربانیان ښځې او ماشومان دي، غوښتل یې چې په خپله خوښه مرسته ورسره وکړي، خو ځايي طالبانو ورته اجازه نه ده ورکړې.

سويتا چې هرات ولايت کې يو رضاکاره ده وايي، دوی په روغتيايي، خوراکي او د نورو لومړنيو بېړنيو مرستو د رسونې برخه کې فعالیت کوو، خو ادعا کوي چې تېره ورځ يې طالبانو سيمې ته د تګ مخه ونيوله.

هغې ازادي راډيو ته وويل: "ما غوښتل د ژغورنې ډلې په توګه زنده‌جان ولسوالۍ غوریان سمې ته ولاړه شم، خو چې مخکې زموږ د ښځينه‌و يو طبي ټيم تللی و چې هغوی ته د طالبانو له‌خوا سيمې ته د ننوتلو اجازه نه وه ورکړل شوې. زه هم چې د همدې مرسته رسوونکو له ډلې وم، چې هغوی مې وليدل، زه هم بېرته سيمې ته له تګ پښېمانه شوم."

د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه
د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه

سينا بارکزۍ بله رضاکاره او فعاله مېمنه ده.

دا هم ادعا کوي چې سيمې ته مېرمنو او ماشومانو سره د مرستې لپاره تلله، خو راوګرځول شوه.

هغې زیاته کړه: "موږ ولاړو زنده‌جان ته چې زلزله په‌کې شوې وه، موږ د طالبانو حکومت داخل ته پرې نه‌ښودلو، زموږ څخه مخکې يو روغتيايي ټيم تللی و، اما موږ ښځينه ټيم ته يې اجازه رانه‌کړه چې هلته ورشو او هغه مرستې چې موږ سره وې، خلکو ته يې ووېشو."

نوموړې وايي، دوی يو رضاکاره ټيم لري چې په‌کې دوه مېرمنې او درې نارينه دي چې د موادو په لېږد، د روغتيايي او خوراکي توکو مرستې رسوي او پر زيانمنو يې وېشي.

په هرات ولايت کې يوه بله رضاکاره نجلۍ او خبرياله چې نه‌غواړي د موضوع د حساسيت له امله يې راپور کې نوم ياد شي وايي، په زيانمنو شويو سيمو کې ښځينه مرسته کوونکو ته سخته اړتيا ليدل کېږي، څو د مېرمنو په تکفين کې مرسته وکړي، خودا هم ادعا کوي وايي، چې د طالبانو له‌خوا نه‌پرېښودل کېږي.

هغې ازادي راډيو ته د خپلو سترګو ليدلی حال داسې بيان کړ: "موږ ته د کډوالو د رئيس له‌خوا اجازه را نه‌کړل شوه، نو زه ونه توانېدم چې سيمې ته ولاړه شم او زيانمنو شويو ژوندي پاتې شويو کسانو سره ووينم.حتی ويل کېدل چې په همدې سیمه کې اړتيا وه چې ښځو ته غسل ورکړل شي، هلته هېڅ داسې مېرمنې نه وې چې د تر خاورو لاندې ټپیانې مېرمنې راوباسي، هغوی ته د کاليو ور اغوستلو کې مرسته وکړي، د مړو شويو مېرمنو جسدونه پيدا کړي، هغوی په کفن کې وپوښي، نو وضعيت تر دې حده خراب و."

دا چې ولې ښځينه مرسته کوونکو ډلو او غړو ته اجازه نه ورکول کېږي چې سيمه کې له زيانمنو شويو مېرمنو د ژغورنې او د مړو شويو مېرمنو د تکفين برخو کې مرستې وکړي، په‌دې اړه مو هرات ولایت لپاره د طالبانو د حکومت د والي وياند ناصر الياس وپوښت، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې یې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو په هرات ولايت کې د (برېتانيا وار چاليډ) په نوم د يوې موسسې کارکوونکي ازادي راډيو ته وويل، د دوی ټيمونه چې ښځينه هم په‌کې دي له تېرو پنځو ورځو راهيسې سيمه کې فعاليت کوي او تر دې دمه يې مخنيوی نه‌دی شوی.

هغه وویل: "زموږ د پروګرام همکاران چې هغوی کې نارينه او ښځينه دواړه شته، همدا نن ټيمونه جوړ شول او ساحې ته ولېږل شول، زموږ دفتر له روغتيايي برخې پرته په بېلابېلو برخو کې همکاري لري او همکاران مو سيمو ته ځي."

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړيوال سازمان پر خپله ايکسپاڼه، د طالبانو له حکومت غوښتي چې په زلزله‌ځپليو سيمو کې زيانمنو شويو خلکو ته په سملاسي توګه رسېدنه وکړي.

ياد سازمان دغه شان ويلي چې د خلکو د ژغورنې په برخه کې طالب چارواکي بايد پرته له تبعيض داسې هڅې وکړي چې د بشري حقونو له معيارونو سره په ټکر کې نه‌وي.

دې سازمان دا هم ويلي، افغانستان چې لا له وړاندې له سخت اقتصادي بحران سره مخ و، د مېرمنو او ماشومانو په ګډون بايد سپين ږيرو او معلوليت لرونکو وګړو ته هم د مرستې رسونې برخه کې پرته له کوم محدوديت پوره پاملرنه وشي.

هرات کې د ښځينه رضاکاره نجونو له‌خوا سيمې ته د نه ورپرېښودو ادعا داسې مهال راپورته کېږي چې يونېسف تازه پر خپله ايکس‌پاڼه ليکلي چې د هرات د زلزلې له ۹۰سلنه ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG