د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

د ملګرو ملتونو یو چارواکی: د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو بهیر پیل شوی


د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي.
د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي.

که څه هم د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې لا هم ټولو اړو کورنیو ته عاجلې مرستې نه دي رسېدلي، خو بېلابېلو کورنیو او نړیوالو ادارو د خپلو اقداماتو خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ مرستیال ویاند فرامرز برزین ازادي راډیو ته وویل، دوی او همکارو ادارو یې د خپلو مرستو بهیر پیل کړی دی.

برزین وايي: "د افغانستان په لوېدیځ کې په زلزله ځپلي ولایت هرات ولایت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کېمشنرۍ د افغانستان څانګې یا 'یو این ایچ سي آر' له خپلو همکارو موسسو لکه واو، واسا او ارا دا مهال په ساحه کې دي او پر هغو کسانو چې هرڅه یې له لاسه ورکړي، ضروري شیانو مرستې وېشي، لکه خېمې، ضروري مرستندوی توکي او روغتیايي بستې."

په هرات کې د شنبې د ورځې د سختې زلزلې په نتیجه کې زیانمن شوي کسان وايي، چې خوړو، بړستنو، خېمو، د څښاک پاکو اوبو او دارو درملو ته سخته اړتیا لري.

په هرات کې د زلزلې د بحران په وړاندې د مبارزې د مدیریت افتخاري غړي ډاکتر محمد اصف کبیر ازادي راډیو ته وویل، بېلابېلې رضاکارې روغتیايي ډلې زلزله ځپلو سیمو ته رسېدلي.

کبیر وايي: "د ګرځنده ډلو خدمات په ښه ډول مدیریت کېږي. رواني روغتیا هم د روغتیايي سلامتۍ په بسته کې شامله ده. ځکه زیات هېوادوال مو له رواني فشارونو او سټرس سره مخامخ دي. د روغتیايي خدماتو تر څنګ په سیمه کې دارو درملو ته هم اړتیا شته. په ساحه کې خلک سرپناه ته اړتیا لري، خلک د بدیل ژوند لپاره مرستې ته اړتیا لري. د هغو ژوند له ۵۰ فیصدو نیولې تر ۸۰ فیصدو پورې زیانمن شوی دی."

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د دولت وزارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، په دې زلزله کې چې زنده جان او شاوخوا ولسوالۍ سې ځپلي، د مړو شمېر شاوخوا ۲۴۰۰ او د ټپیانو تر ۲۰۰۰ زیات ښودلی دی.

د مرګ ژوبلې دغه شمېر لا هم ضد و نقیض دی، ځکه طالبانو مخکې د ټپیانو شمېر تر ۹۰۰۰ زیات اعلان کړی و.

د هرات په زنده جان کې د زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو جسدونه.
د هرات په زنده جان کې د زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو جسدونه.

د سپورټ د ډګر د پېژندل شویو څېرو تر څنګ بېلابېلو هنرمندانو او نورو فعالانو په هرات کې د زلزله ځپلیو د لاسنیوي لپاره هڅې پیل کړي دي.

په همدې حال کې ځوان سندرغاړي شفیق مرید چې د ریان په نوم د یتیمانو د پالنې مرکز چلوي، ژمنه کړې چې بې سرپرسته ماشومان به خپل مرکز ته جلبوي.

هغه وویل: "داسې ماشومان پېژنئ چې بې سرپرسته دي او د کورنۍ غړي یې مړه شوي دي، زموږ سره په تماس کې شئ هڅه کوو چې دغو ماشومانو ته ځانونه ورسوو، د ښه او خوشحاله ژوند او د ریان د نورو ماشومانو تر څنګ د لوړو زده کړو زمینه ورته برابره کړو."

مرید له خپلې دغې ویډیو سره د ریان د ماشومانو د پالنې مرکز شمېره هم خپره کړې ده.

د ملګرو ملتونو ګڼو اړوندو او همکارو ادارو دغه راز ځینو هېوادونو له زلزله ځپلیو سره د مالي او نورو مرستو اعلان کړی دی.

ځینو زلزله ځپلو شکایت کړی چې له څو ورځو تېرېدو وروسته هم لازم لاسنیوی یې نه دی شوی او شپې په خلاصه فضا کې تېروي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG