د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

واشنګټن پوسټ: هیڅوک هغې زلزلې ته چې د افغانستان لوېدیځ کې وشوه چمتو نه وو


په هرات کې د شوې زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو انځور
په هرات کې د شوې زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو انځور

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په هرات کې د وروستۍ زلزلې په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی: "هیڅوک هغې زلزلې ته چې د افغانستان لوېدیځ کې وشوه چمتو نه وو."

ورځپاڼه لیکي چې د هرات ولایت په کلیو کې یوه عادي ورځ پیل شوې وه، ځینې کلیوال خپلو کروندو ته روان وو، ښځې په خپلو ورځنیو کارونو بوختې وې او ماشومانو په خپلو خټینو کورونو کې لوبې کولې.

وړاندې راغلي، دې زلزلې چې یوازې څو ثانیې یې دوام وکړ، کورنۍ یې سره وشیندلې او کلي یې په کنډولو بدل کړل.

ورځپاڼې دا په وروستیو لسیزو کې په افغانستان کې تر ټولو ناوړه طبیعي افت بللی دی.

ورځپاڼې د عبدالحی به نوم د یو داوطلب مرستندویه کارکوونکي له خولې لیکلي، له لومړنیو څو کسانو څخه وو چې د زلزلې مرکز ته ورسېد.

عبدالحي ویلي، هغه قربانیان چې ده له نړېدلو ودانیو راایستلي دي هغه کسان وو چې د کورنو له دروازو څو سانتي متره لرې یې ساه ورکړې وه.

مرستندویه موسسو له لوموړنیو ارزونو وروسته د دوشنبې په ورځ وویل چې کورونه د زلزلې په لومړنیو څو ثانیو کې نړېدلي چې د هغو ښځو او ماشومانو د مړینې سبب شوي چې په کورونو کې وو.

د هرات ډاکترانو تایید کړې چې د زلزلې په قربانیانو کې لویه برخه یې د ماشومانو او ښځو ده.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وینا، ساعتونه وخت یې ونیوه چې مرستندویان او سیمه‌ییزه چارواکي په لرې پرتو سیمو کې د رامنځته شوې ناورین په ژورتیا خبر شي ځکه چې د زلزلې له کبله تیلفوني شبکې هم پرچاو شوې وې.

وړاندې د سیمې د اوسېدونکو له قوله ویل شوي دي، د زلزلې په مرکز کې د ژغورنې او لټون عملیات په لومړنیو څو بحراني ساعتونو کې ناهمغږي وو.

د هرات یو اوسېدونکي عزیز مهربان واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، داسې څوک نه وو چې ان دواطلبانو ته د زیانګالو خلکو د لټون او ژغورنې لارښوونه وکړي.

د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا ، ډېره مرګژوبله د هرات ښار په څلويښت مترۍ کې پرتو ولسوالیو زنده جان او غوریان کې اوښتې ده.

اینډیپینډیڼټ:

د اینډیپینډیڼټ ورځپاڼې بیا په یوه لیکنه کې لیکلي بریتانیا هڅه کوي چې په دې هېواد کې د پناه اخیستلو پر شرایطو پوره افغانانو ته کورونه برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د نومبر میاشت د هغو افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لپاره ضرب الاجل ټاکلی چې د پاکستاني چارواکو په وینا په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري.

دې برتانوۍ ورځپاڼې وړاندې زیاته کړې چې نژدې درې زره افغانان چې ډېرو یې د بریتانیا له پوځ سره په افغانستان کې دندې ترسره کړي له میاشتو راهېسې په اسلام اباد کې اوسېږي.

د پاکستان پولیسو یوه اوونۍ مخکې پر هغه هوټل چاپه ووهله چې بریتانیا ته د تګ لپاره منتظر افغانان په کې اوسیږي او د دوی یو شمېر یې د ویزو د نه لرلو له کبله ونیول.

د اینډیپینډیڼټ په وینا، دې اوونۍ کې د ګوتو په شمېر افغان کورنۍ په سوداګریزو الوتنو کې بریتانیا ته انتقال شوي او د بریتانیا حکومت هغو شوراګانو ته چې دې کورنیو ته د استوګنې ځایونه برابروي لیکلي چې ایا کولی شي افغان کورنیو ته ځای ورکړي که‌نه.

وړاندې لیکل شوي د سپټمبر د میاشتې د لومړیو شمېرې ښيي چې په پاکستان کې ۲۳۰۰ هغه افغانان چې د بریتانیا د دفاع وزارت له خوا بریتانیا کې د مېشتېدو په شرایطو برابر بلل شوي پاتې دي.

همدارنګه اوه سوه نور هغه افغانان هم دا مهال پاکستان کې پاتې چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په بریتانیا کې د مېشتېدو په شرایطو پوره بللي دي. تر اوسه روښانه نه ده چې دا سلګونه کورنۍ به په دې موده کې چې پاکستان کډوالو ته ټاکلې څنګه بریتانیا ته انتقال شي.

XS
SM
MD
LG