د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

یوه اسراییلۍ خیریه ټولنه له افغان زلزله ځپلو سره مرسته کوي


په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله د نړېدلي یوه کور انځور
په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله د نړېدلي یوه کور انځور

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې اوونۍ د زلزلې په اړه یو مطلب خپور کړی.

ورځپاڼې د پکتیکا له ګیانې ولسوالۍ څخه د خپل راپور په عنوان کې د یوه مصیبت ځپلي دا وینا رااخیستې ده چې وايي، موږ هېڅ نه لرو.

په راپور کې د ګیانې د اوسېدونکو کیسې راغلي، چې یوه د ۲۷ کلن عبدالقدیر کیسه ده.

ورځپاڼه لیکي، نوموړي سهار لمانځه مهال د خپل ویجاړ کور کنډوالې ته سر ورښکاره کړ څو د لرګیو او خاورو له منځه د اوړو بوجۍ راوباسي.

ورځپاڼه لیکي، له نږدې یوکال راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دا هېواد په اقتصادي بحران کې راګیر دی او کلیوال نور نو حتی د سونګ لرګي چې عبدالقدیر به هره ورځ ټولول او په څو ډالرو به یې پلورل نه شي پېرلای.

ورځپاڼه لیکي، په داسې یوه حالت کې چې له یوې خوا نوموړی د کلي له دکانونو پنځه لکه افغانۍ پوروړی دی او هغوی نور نو ده پور نه ورکوي او له بلې خوا د خوراکي موادو بیې په بازار کې دوه چنده شوي، د چارشنبې په ورځ ناڅاپه د کلي شاوخوا غرونه وخوځېدل، د عبدالقدیر د کور دېوالونه راپرېوتل او د ده د کورنۍ ۶ غړي یې ووژل.

نوموړي د نیویارک ټایمز خبریال ته ویلي، چې دا کور د ده یوازینۍ سرمایه وه چې لاهم ورسره وه خو اوس نه څوک پور ورکوي، نه د پیسو د ګټلو لاره شته او نه د کور د بیارغولو وس لري.

ورځپاڼه لیکي، چې د ګیانې خلک د افغانستان له ډېرو بېوزلو وګړو څخه دي او د امریکا د پوځي حضور ګټه هم دوی ته ونه رسېده.

نیویارک ټایمز لیکي، چې د دې ځای اوسېدونکي یوازې د مني په موسم کې د ځنغوزو او لرګیو د ټولولو او خرڅلاو له لارې یوڅه پیسې ګټي او لاس او خوله ژوند تېروي.

د اسراییل 21c آنلاین خپرونه:

له کالیفرنیا خپرېدونکې د اسراییل 21c په نوم آنلاین خپرونې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د یوې اسراییلۍ خیریه ټولنې د مرستې خبر ورکړی.

خپرونه لیکي، اسراییلۍ خیریه ټولنې اسرااېډ د افغانستان په ختیځ کې د تېرې اونۍ د زلزلې له مصیبت ځپلیو سره د مرستې لپاره د بسپنې راټولولو کمپاین پیل کړی او غواړي له سیمه ایزو شریکانو سره ګډه د متضررو خلکو اړتیاوې وڅېړي او د پانسمان وسایل لکه بنداژ، د خونریزۍ د مخنیوي خاص ټوکر، د سیروم ستنې، د زخم د ګنډولو وسایل، انټي بیوتیکونه او د درد ضد ټابلېټونه واستوي.

خپرونه د اسرا اېډ د اجراییه رییس یوتمان پولیزیر له قوله لیکي چې وايي، دا موسسه ژمنه ده چې د ټولې نړۍ په کچه د بشري بحرانونو پرمهال مرسته وکړي او د پېښو له متضررو خلکو سره دوامدار اړیکې وساتي.

افغانستان له اسراییلو سره د تاریخ په اوږدو کې ډيپلوماتیک اړیکې نه درلودل خو که د دې اسراییلي ټولنې مرسته افغانستان ته ورسېږي، دا به لومړی ځل وي چې افغانان د یوې اسراییلۍ ټولنې له مستقیمو مرستو ګټه اخلي.

که څه هم د تېر ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته اسرااېډ ټولنې ۱۶۷ تنه افغانان چې ژوند یې په افغانستان کې په خطر کې و، البانیا او متحده عربي اماراتو ته واېستل.

همداراز اسراییلو د روان کال په جنوري میاشت کې په تاجکستان کې له دېره افغان کډوالو سره شاوخوا نیم میلیون ډالره مرسته وکړه.

XS
SM
MD
LG