د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

لویدیځو ورځپاڼو د زلزلې پر زیانونو مقالې خپرې کړي


زیاتو غربي ورځپاڼو نن هم په افغانستان کې د زلزلې له امله پر رسیدلو زیانونو لیکنې کړې دي.

د ګارډین په وروستۍ ګڼه کې لیکل شوي: د ژغورنې عملیات روان دي او لرې پرتو سیمو ته د بیړنیو مرستو د استولو هڅې کیږي.

ورځپاڼه د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې په حواله لیکي چې مصیبت ځپلو کورنیو ته یې د سرپناه او دوا په برابرولو تمرکز زیات کړی ځکه په ځیني غرنیو سیمو کې د واورې اورښتونه پيل شوي دي.

هغه خلک چې په سړه هوا کې بې کوره پاتې دي، په بېلابېلو ناروغیو اخته یا د اخته کیدو له خطر سره مخامخ دي.

د ګارډین په لیکنه، سړه هوا له یوې او د لارو خرابوالی له بلې خوا د مرستې رسولو هڅې له خنډ سره مخامخ کوي او په هغو سیمو کې چې کورونه تخریب شوي، خلک په سړه هوا کې بې اسرې پاتي دي.

ټایمز ورځپاڼه لیکي:

د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې وسله وال طالبان فعالیت لري او زلزلې ځپلي د مرستو رسول ګران کار دی.

خو د ورځپاڼې په لیکنه، د طالبانو دې اعلان چې پر مرسته رسونکو ډلو به حملې نه کوي او په دې بهیر کې به د زلزلې له قربانیانو سره کمک کوي، نړېوالو مرسته رسونکو ډلو ته یو څه ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان حکومتي چارواکي وايي، په وروستیو څو ورځو کې په زلزله ځپلو سیمو کې هیڅ وسله واله حمله نه ده شوې.

له کوچنیانو سره د ملګروملتونو د مرستې اداره [یونسیف] وايي، د طالبانو دا وینا یوڅه ډاډ ورکوي خو بیا هم مرستندویه ډلې یو شمېر لرې پرتو سیمو ته په تګ کې ستونزې لري.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي چې د طالبانو دا اعلان چې زلزله ځپلو سیمو ته د مرستې پر بهیر به حملې نه کوي، په یو ډول، غیر رسمي اوربند ګڼل کیدلای شي.

ورځپاڼه لیکي:

د طالبانو له دې اعلان سره هم د نورستان او بدخشان لرې پرتو سیمو ته کمکونه نه دي رسیدلې او خلک په ډيره بې صبرۍ ، د کمکونو په انتظار دي.

وال سټریټ ژورنال لیکي، د کونړ ځینې سیمې د طالبانو په لاس کې دي او قومي مشران هڅې کوي چې په خبرو او مذاکرو لارې پرانیستل شي او په دې سیمو کې زلزلې ځپلو کورنیوته کمکونه ورسیږي.

XS
SM
MD
LG