د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

لاس انجلس ټایمز:له زلزله ځپلو سره د مرستو تګلاره چټکه نه ده


لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې زیانمنوخلکو سره د مرستو تګلاره چټکه نه ده.

ورځپاڼه د اغا محمد په نامه د کابل د شوربازار د یوه اوسیدونکي کیسه کوي چې زلزلې یې کور نړولې او د سوړ ژمي په درشل کې یې د بیا جوړولو لپاره دومره امکانات نه لري.

لاس انجلس ټایمز د فاطمې په نامه د یوې کوچنۍ نجلۍ خبره هم راخیستې چې وايي، د زلزلې د ټکانونو په مهال له دې سخته ویریده چې کیدای د کوټې چت ورباندې راپریوځي.

ورځپاڼه لیکي چې زیانمن خلک د حکومت او مرستندویو موسسو د مرستو په تمه دي خو د افغانستان په ښارونو او هم لېرې پرتو غرنیو سیمو کې خلکو ته د مرستو رسولو زیارونه ورو روان دي.

لاس انجلس ټایمز د طبیعې حوادثو د وزیر ویس برمک دا خبره هم رااخیستې چې وايي، د ژغورنې ټیمونو پیاده او د څاروو په وسیله حرکت کړی ترڅو د زیانونو دقیق معلومات راغونډ کړي.

بل خوا د بشري مرستو لپاره د ملګروملتونو د هماهنګۍ اداره وايي چې د اتو زرو کسانو لپاره خیمې او نور وسایل لري خو دغه امکانات کیدای شي کافي ځکه نه وي چې زلزلې د افغانستان په نهو ولایتونو کې څه دپاسه ۷۶۳۰ کورونه نړولي دي.

په داسې حال کې چې لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې زیانمنو خلکو سره د مرستو په هکله یو مطلب خپور کړی د لانګ وار ژورنال خپرونې د افغانستان په شمال کې وروستیو تحولاتو ته پاملرنه کړې او لیکي چې طالبانو د افغانستان په شمال کې یوه ولسوالۍ ونیوله خو دوه نورې یې له لاسه ورکړې.

خپرونه د افغاني رسنیو او د طالبانو د تبلیغاتي څانګې په حواله لیکي چې طالبانو د چهارشنبې په ورځ د تاجکستان پولو ته څیرمه د تخار ولایت درقد ولسوالۍ ونیوله.

خپرونه لیکي چې تخار د افغانستان په شمال کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې وروستۍ زلزلی څخه چې په افغانستان او پاکستان کې یې سلګونه کسان ووژل متاثر شوي دي. خو دا څرګنده نه ده چې ایا درقد ولسوالۍ په دغې زلزلې کې زیانمنه شوې کنه .

خپرونه د تخار ولایت د ویاند له قوله لیکي چې افغاني ځواکونه له دغې ولسوالۍ ووتل او څلور پولیس وژل شوي دي.

لانګ وار ژورنال خپرونه د افغانستان ټایمز په حواله لیکي چې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او امنیتي ځواکونو د درقد د بیرته نیولو لپاره په متقابل برید لاس پورې کړی دی .

خپرونه د افغان چارواکو له قوله لیکي چې طالبانو د کندز د دشت ارچي او د فاریاب د غورچ ماچ ولسوالیو کنټرول له لاسه ورکړی دی.

خپرونه لیکي چې دشت ارچي له دوو کلونو راهیسې د طالبانو په لاس کې وه.

XS
SM
MD
LG