د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

په هرات کې له مرګونې زلزلې وروسته ولې اوس هم ځینې سخت ټکانونه احساسېږي؟


په هرات کې د زلزلې له کبله د یوې ویجاړې شوې ودانۍ پاتې شونې
په هرات کې د زلزلې له کبله د یوې ویجاړې شوې ودانۍ پاتې شونې

په هرات کې وروستۍ زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶،۳ ثبت شوی، خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

له دغې زلزلې وروسته په تېرو څلورو ورځو کې بیا هم د زلزلې سخت ټکانونه محسوس شوي چې د ځینو یې شدت د ریښتر په کچه له پنځو درجو اوړي.

ایا د جیولوژۍ د مطالعاتو له مخې دا سیمه هم د زلزلو له پلوه د افغانستان په سختو خطرناکو سیمو کې حسابېږي او ولې تراوسه لړزې نه دي کرارې شوي؟

دې او د زلزلې اړوند نورو اړخونو په اړه نوریاس نوري د کابل د پولیتخنیک پوهنتون د جیولوژۍ د پوهنځي له استاد حمیدالله واعظمي سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې ولې تراوسه په سیمه کې له زلزلې وروسته سخت ټکانونه احساسېږي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:48 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG