د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

هرات کې لا هم زرګونه کسان له کورونو بهر شپې تېروي؛ طالبانو یې وضعیت خراب او جدي وباله


په هرات کې د لومړۍ زلزلې له کبله خلک اوس په خیمو کې ژوند کوي او طالبان د دغو خلکو وضعیت خورا خراب او جدي بولي.
په هرات کې د لومړۍ زلزلې له کبله خلک اوس په خیمو کې ژوند کوي او طالبان د دغو خلکو وضعیت خورا خراب او جدي بولي.

په هرات کې د مرګونې زلزلې شپږ ورځې تېریږي، خو په زرګونو کسان په سیمه کې د بلې احتمالي پیاوړې زلزلې له وېرې شپې له خپلو کورونو بهر تېروي.

د افغانستان په لوېدیځ کې د زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکي وایي چې تراوسه لازمې مرستې ورسره نه‌دي شوي او دوی مجبوره دې چې په دې سړه هوا کې شپې او ورځې له سرپناه پرته دباندې تېرې کړي.

جمعه ګل د هرات د چهاک کلي اوسېدونکی دی، د هغه کلي چې پرون چهارشنبې یوې بلې زورورې زلزلې ولړزاوه.

د هرات لوېدیځې سیمې نن یوځل بیا زورورې زلزلې ولړزولې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:13 0:00

دی وایي تراوسه یې هېڅ لاسنیوی نه‌دی شوی.

هغه زیاتوي: "نه سرپناه لرو او نه ډوډۍ او هغوی چې پاتې دي، ساړه یې مړه نه نه‌کړي. موږ ته هېڅ څه نه‌دي راپاتې. زه او نور چې ژوندي پاتې شوې یو، یوازې یو."

د هرات ښار په څو کیلومترۍ کې د پرونۍ زلزلې شدت هم په زنده جان ولسوالۍ کې د اولې په څېر د ریښتر په کچه ۶،۳ ثبت شوی.

په هرات کې خلک د زلزلې له وېرې له کورونو بهر پر سړک شپه تېروي.
په هرات کې خلک د زلزلې له وېرې له کورونو بهر پر سړک شپه تېروي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد په هرات کې د زلزله ځپلو وضعیت ډېر خراب او جدي وباله او ویې ویل چې هغوی ډېرو مرستو ته اړ دي.

هغه پرون چهارشنبې په یوه خبري غونډه کې وویل چې سرپناه د هرات د زلزله ځپلو یوه اساسي اړتیا ده.

عباد وویل: "موږ ته دا ثابته ده چې که چېرې دا خلک تر یوې میاشتې پورې په خیمو کې ګوزاره وکړي، خو ښایي له هغې وروسته په خیمه کې ژوند کول ډېر ستونزمن وي."

عباد په دې اړه چې د زیانمن شویو لپاره به په څه ډول سرپناوې برابرېږي نور جزییات ورنه‌کړل، خو د تېر کال د پکتیکا او خوست له ورته زورورې زلزلې وروسته ویل کېږي چې د سرپناه په ګډون په دې ولایتونو کې د زیانمن شویو خلکو چندان لاسنیوی نه‌دی شوی.

په هرات کې له شوې زلزلې وروسته د ناروغیو زیاتېدا هم اندېښنې زیاتې کړي دي.

د هرات د چهاک سیمه چې زلزلې ډېره ځپلې او خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي.
د هرات د چهاک سیمه چې زلزلې ډېره ځپلې او خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې یو کارکوونکی عبدالرزاق وايي، اکثره ناروغان د معدې، سینه وبغل او د ستونی درد څخه کړېږي.

په سیمه کې د دې ټولنې ډاکتر حکمت الله مهمند وایي، تېرو څو ورځو کې یې د په لسګونو ناروغانو درملنه کړې ده.

مهمند وویل: "معمولاً موږ ته چې ناروغان په دا تېرو درې ورځو کې راغلي، شاوخوا دوه سوه تنه دي چې موږ یې درملنه کړې ده. په اول قدم کې ناروغان له صحت عامې سره و او اوس دوی دلته راځي او موږ شپه ورځ د ناروغانو درملنه کوو."

په عین حال کې د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' د بېړنیو چارو رییس علا ابوزید چې د هرات زلزلې ځپلې سیمې ته ورغلی، د دې سازمان په ټولنیزه شبکه ایکسپاڼه کې په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي چې له زیانمن شویو سره د خواخوږۍ او پیوستون ترڅنګ وضعیت له نږدې ارزوي.

هغه وویل: "د روغتیا نړیوال سازمان دلته دی چې اړتیاوې په ګوته او وضعیت وارزوي او په دې توګه له خلکو سره، له هغو سره چې دې پیښې زیانمن کړي، خپل پیوستون وښیي."

یو شمېر هېوادونو او مرستندویه ټولنو د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو خبره کړې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ایکسپاڼه کې د هرات له زلزله ځپلو سره د سعودي عربستان، قطر، ایران، چین، ډنمارک، ناروې، ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان د خوراکي او غیرخوراکي موادو او نغدو پیسو د مرستو خبر ورکړی دی.

طالبانو هم له زیانمن شویو سره له خپله اړخه د سل میلیون افغانیو چې یو میلیون دوه لکه ډالره کېږي د مرستو خبره کړې ده چې اړتیاوو ته په پام هغه ناڅیزه مرسته بلل کېږي.

په افغانستان کې دغه طبیعي پېښه داسې مهال پېښېږي چې د دې هېواد میلیونونه وګړي د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله خپل ورځنی ژوند په ډېره سختۍ تېروي او د ملګرو ملتونو په وینا اکثریت یې نه پوهېږي چې بل وخت ډوډۍ به له کومه کوي.

ارشیف: په افغانستان کې بې وزله مېرمنې
ارشیف: په افغانستان کې بې وزله مېرمنې

د هرات زلزلې هم په افغانستان کې د روان بشري وضعیت پر ستونزو ور زیات کړي او په زرګونو کسان چې د اوبو، ډوډۍ او سرپناه له نشتوالي سره مخ دي، شپې د باندې په پارکونو او سړکونو کې تېروي.

هغه هم داسې مهال چې ژمی راروان دی او هوا مخ په سړېدو ده.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې افغانستان به سخت ژمی په مخکې ولري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG