د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

د هرات اوسېدونکي: له زلزلې وروسته د خوراکي او ځينو نورو توکو بيې لوړې شوي


ارشیف: د هرات ښار یوه څنډه
ارشیف: د هرات ښار یوه څنډه

د هرات اوسېدونکي وايي چې له زلزلو وروسته د خوراکي او ځينو نورو اړينو توکو بيې لوړې شوي او د پيسو د لېږد رالېږد هم په ټپه درېدلي دي.

د هرات يو شمېر اوسېدونکي وايي چې زلزلو وروسته د ډېرو خوراکي توکو او د اړتيا وړ توکو بيې لوړې شوي دي او د خپلو لومړنیو اړتياوو د پوره کولو وس هم نه لري.

د هرات د دويمې ناحيې اوسېدونکی وحيد احمد وايي: "له هغې ورځې چې د اکټوبر پر اوومه دا پېښه شوې، د خوراکي توکو بيې څو سلنه لوړې شوې دي، د اوس لپاره شخصاً زه تاسو ته ووايم زمونږ کورنۍ کې له شلو څخه زيات غړي يو،ورونه يو، له مالي پلوه ډیر کمزوري يو، لنډه به یې درته ووايم چې موږ د زرو افغانیو وس نه لرو چې لاړ شو او خپل اړتیاوې پوره کړو."

د هرات ښار یو دوکاندار زلمی بیا د زلزلې په ورځو کې د دوکاندارانو د ستونزو خبره کوي.

هغه وايي: "هو دوکانونه تړل شوي دا یو حقیقت دی، موږ هم لوړ پوړو ودانیو سره نږدې دوکانونه لرو، موږ هم کله ناکله دوکانونه تړو، کله څو دقیقې لاړ شو خو چې زلزله وشي، بیا يې وتړو او راشو، موږ دوه یا درې ساعته دوکانونه تړلي وي."

په هرات ولايت کې د يو رستورانت څښتن فريد احمد هم تاييدوي چې په دې ورځو کې د ځينو خامو موادو لکه غوړيو او وریجو بيه پنځه سلنه لوړه شوې ده.

هغه وویل: "بدلون نه دی راغلی، یوازې د غوړيو او وریجو بيې پنځه سلنه لوړې شوې دي. ځینې خلک او د دوی نفسونه ظالمان دي. موږ پېرودونکي لرو، موږ په خپلو پېرودونکو په همغه پخوانی بیه خواړه پلورو."

په هرات کې د وروستۍ زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په هرات کې د وروستۍ زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

هرات کې له زلزلې وروسته ډېری خلک له خپلو کورونو بهر او په سر خلاصې فضا کې شپې تېروي.

د شپې له پلوه د سړې هوا له امله ګرځنده خیمو ته د خلکو اړتیا ډېره شوې ده.

د هرات ولایت اوسېدونکي مجیب د خیمو او څپرو د بیو د لوړېدو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "اوس چې خلک خیمو ته اړتيا لري دوى يې بيې لوړې کړي دي، د یوې خیمه یا څپرې بیه له ٤٠٠ یا ٥٠٠ افغانیو وه خو اوس يې بیه ١٢٠٠ او ١٣٠٠ افغانیو ته رسېدلې ، زه له يو ځايه خبر شوم چې ان تر ٣٠٠٠ افغانیو پورې هم خرڅېږي. چې بیا یې امارت مخه ونیوله، هو، له بده مرغه هر څه قيمته شوي، پرته له وچې ډوډۍ."

د هرات ولایت لپاره د طالبانو حکومت د والي ویاند نثار احمد الیاس د دغه راپور تر خپرېدو پورې په اوسني وضعیت کې د بازارونو او د توکو د بیو د کنترول په اړه اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د خانه مهر په نوم د خیریه بنسټ مشر عبدالقادر صالحي هم وايي چې په هرات کې له زلزلې وروسته د پیسو د لېود، رالېږد او بدلولو رابدلولو خدمتونه هم په ټپه ولاړ دي.

نوموړی وايي، خلک په صرافیو کې هم له بهر څه د رالېږل شویو پیسو په تر لاسه کولو کې له ستنوزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي: "په هرات کې دا مهال تر ټولو لويه ستونزه دا ده چې د پيسو د بدلولو، رابدلولو او لېږد رالېږد خدمتونه د صرافیو له لارې په ټپه ولاړ دي او د مني ګرام او ويسټرن يونين له لارې هم چې څوک پيسې رالېږي، موږ يې نه شو ترلاسه کولى. په دې برخه کې هچا کوم اقدام نه دى کړى."

خو څو ورځې وروسته ياد ولایت کې نورې زوروې او وړې زلزلې هم شوي چې وروستۍ هغه یې نن چهارشنبه سهار وشوه چې ویل کېږي خلکو ته یې ډېر مالي زیانونه اړولي او ډېری خلک له خپلو کورونو بهر پاتې دي.
خو څو ورځې وروسته ياد ولایت کې نورې زوروې او وړې زلزلې هم شوي چې وروستۍ هغه یې نن چهارشنبه سهار وشوه چې ویل کېږي خلکو ته یې ډېر مالي زیانونه اړولي او ډېری خلک له خپلو کورونو بهر پاتې دي.

د شنبې په ورځ سهار شاوخوا ۱۱ بجې د افغانستان لوېدیځ یوې زورورې زلزلې وښوروه، چې مرکز یې د هرات د زنده جان ولسوالي وه.

تر دې زلزلزې ورسته هم په دغه ولایت کې د زلزلې زورور او کمزوري ټکانونه احساس شوي، تر ټولو وروستۍ هغه یې نن چهارشنبه سهار وشوه، چې ویل کېږي خلکو ته یې ډېر مالي زیانونه اړولي او ډېری خلک له خپلو کورونو بهر پاتې دي.

په هرات ولایت کې په وروستیو څو لسیزو کې دا ډول زلزلې کم‌سارې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG