د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

اوچا: وروستیو زلزلو افغان ماشومان رواني اغېزمن کړي


د هرات د زلزلې ځپلې سیمې یو اغېزمن ماشوم.
د هرات د زلزلې ځپلې سیمې یو اغېزمن ماشوم.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي چې وروستیو زلزلو ماشومان رواني اغېزمن کړي او هغوی روحي او رواني ملاتړ ته اړتیا لري.

د افغانستان په لوېدیځ کې تر سختې زلزلې وروسته د ځاني او مالي زیانونو تر څنګ د زلزله ځپلو سیمو ډېری اوسېدونکي له سخت ذهني او رواني ستونزو شکایت کوي.

اوچا او ورډ ویژن وايي، د زلزلې له امله تر ټولو زیات رواني زیان ماشومانو ته رسېدلی چې بېړني رواني او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري.

د اوچا په وینا، له زلزلې وروسته تر ۱۲ زرو زیات کسان له ستونزو سره مخ دي او یو شمېر زلزله ځپلې کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي او یا هم یې کورونه ویجاړ شوي دي.

اوچا زياتوي، د مخابراتي خدمتونو د بندېدو له امله له زيانمنو شويو کورنيو سره اړيکې نیول او د معلوماتو راټولول ډېر پڅ مخته ځي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف استازي فرانک ایکویزا په یوه بیان کې ویلي وو چې د افغانستان په لوېدیځ کې تر زلزلې وروسته ښځې او کورنۍ له ګواښ سره مخ دي.

یونېسف نن په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د راپورونو له مخې ۹۰ سلنه اغېزمن شوي کسان ښځې او ماشومان دي.

په هرات کې د زلزلې له کبله بېځایه شوې کورنۍ
په هرات کې د زلزلې له کبله بېځایه شوې کورنۍ

دا په داسې حال کې ده چې د هرات د زلزلې یو شمېر زیانمن شوي کسان وايي چې له زلزلو ورسته د ماشومان، ښځو او د ډېر عمر لرونکو کسانو روحي او رواني حالت ښه نه دی.

د يګانې په نوم د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ اوسېدونکى وايي چې دوی کور پرېښي او ټوله ورځ او شپه په باغ کې تېروي.

هغه زیاتوي، د کورنۍ ماشومان یې له روحي فشار سره مخ شوي او تل ژاړي.

هغه وايي: "کله چې زلزله وشوه، موږ له کوره ووتو، ماشومان وېرېدلي وو، ويل يې هر وخت زلزله کېږي، ډېر وخت به ونيسي چې موږ ټول ارام شو."

د هرات يوه بل اوسېدونکى رعنا وايي، دوی په پارک کې شپې تېروي او د ماشومان او لويانو روحیه ډېره کمزورې شوې ده.

هغه زیاتوي: "ماشومان ډېر ډارېږي، وايي اوس به زلزله وشي او موږ به مړه شو، لویان هم دغه شان اندېښمن دي، موږ په کور کې نه شو پاتې کېدای، د خلکو مورال ډېر کمزوری شوی او له کوره بهر اوسېږي."

په ورته وخت کې ارواپوه محمد ویس نبرد وايي چې د زلزلې پر مهال او وروسته خلک باید د امکان تر بریده خپل ارامه کړي او له ماشومانو سره ډېر عاطفي چلند وکړي.

هغه زیاتوي: "ماشومان دې غېږ کې ونيسئ، تسلي دې ورکړئ. په دويم ګام کې، پېښې عادي وګڼئ او هغوی ارامۍ ته راوبولي. په درېيم ګام کې په آرامۍ سره هغوی ته ووایو چې دا پېښې عادي دي."

په هرات کې د لومړۍ مرګونې زلزلې وروسته اوس خلک له وېرې له کورونو بهر شپې تېروي.
په هرات کې د لومړۍ مرګونې زلزلې وروسته اوس خلک له وېرې له کورونو بهر شپې تېروي.

نوموړی زیاتوي، اوس مهال زلزله ځپلي بېلابېلې اړتیاوې لري او رواني مشورې له مهمو اړتیاوو څخه دي چې بنسټونه او د طالبانو حکومت یې باید په پام کې ونیسي.

ارواپوه او د ارواپوهانو د ټولنې مشر عبدالرشيد جمشيدي وايي چې تېره شپه يې د ارواپوهانو له يوې ډلې سره يو پروګرام پيل کړى چې هرات ولایت ماشومانو ته د لوبو په جوړولو او د ډالیو په ورکولو سره د هغوی روحیه لوړه کړي.

هغه وويل: "د هرات په څلورو ځايونو کې مو د يونيم ساعت لپاره د مشورې، د دعا پروګرام او د خواخوږۍ پروګرام درلود. په دې پروګرام کې ماشومان او کورنۍ هم شاملې وې او نن مو په ځينو کليو کې دې پروګرام ته دوام ورکړ."

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې یوې مرګونې زلزلې د افغانستان لوېدیځ په ځانګړي ډول هرات ولړزاوه او تر نن چهارشنبه پورې یې قوي ټکانونو دوام درلود.

که څه هم تر اوسه په دغو زلزلو کې د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه، خو د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا په زرګونه کسان په کې مړه او ژوبل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG