د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

ځینې بنسټونه: طالبانو زلزله ځپلو لپاره د مرستو د راټولولو او وېشلو مخه نیولې


په هرات کې د وروستیو زلزلو له کبله بېځایه شوې کورنۍ اوس په خیمو کې ژوند کوي.
په هرات کې د وروستیو زلزلو له کبله بېځایه شوې کورنۍ اوس په خیمو کې ژوند کوي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ځینې خیریه بنسټونه او رضاکاران ادعا کوي چې طالبانو په هرات ولایت کې له زلزله ځپلو سره د دوی د مرستو د راټولولو او وېشلو مخه نیولې ده.

سره له دې چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د شوې لومړۍ زلزې شپږ ورځې تېرېږي او له زیانمنو خلکو سره د مرستو رسولو لړۍ لا هم روانه ده، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ځینې خیریه بنسټونه او رضاکاران ادعا کوي چې طالبانو د دوی د مرستو د راټولولو او وېشلو مخه نیولې ده.

دوی وايي، په ولایتونو کې سیمه‌ییز طالب چارواکي ټینګار کوي چې دغه مرستې دې له دوی سره په همغږۍ راټولې او وویشل شي.

مدني فعال او د خانه مهر خیریه بنسټ مشر عبدالقادر صالحي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه چې له لومړۍ ورځې راهیسې چارواکو ټینګار کاوه چې د مرستو د وېش لړۍ باید زموږ تر لاس او څارنې لاندې وشي، له کابل څخه راغلی پلاوی هم همداسې چې مرستې باید زمو له لارې وویشل شي، خو ما وویل چې ستاسو څارنه چېرته ده، احصایې چېرته دي، سروې چېرته ده او ستاسو هغه کسان چېرته دي چې مرسته وکړي څو لږ تر لږه مرستې دوى ته ورسېږي، له بده مرغه، د مدیریت لپاره د باور وړ مرکز نه‌شته."

د افغانستان په لوېديځ کې له خونړۍ زلزلې وروسته د زلزلې له زيانمنو سره د مرستې لپاره د کورنيو او نړيوالو خيريه موسسو د هلو ځلو ترڅنګ لسګونو خیریه بنسټونو، مدني او ټولنیزو فعالانو او عامو خلکو په داوطلبانه ډول د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د دغې پېښې له زيانمنو سره د مرستې لپاره سلګونه زره افغانۍ نغدي مرستې راټولې کړې دي.

خو دوی ادعا کړې چې سیمه‌ییزو طالب چارواکو یې د مرستو د راټولولو مخه نیولې ده.

د غزني ولایت د رضاکارانو له ډلې یوه تن، چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "موږ شاوخوا درې څلور لکه روپۍ'پاکستانۍ کلدارې' او افغانۍ، له جامو او نورو توکو سره راټول کړل، ماښام و چې د اطلاعاتو او کلتور څخه یو څوک راغی او ویې ویل چې والي امنیه قوماندانۍ ته امر کړی چې خیمې ټولې کړي او هغوی موږ له دې کار منع کړو."

دا رضاکاران ادعا کوي چې د طالبانو حکومت غواړي چې د دوی له ادرسه راټولې شوې مرستې په خلکو وویشل شي.

د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه کې د طالبانو وسله وال
د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه کې د طالبانو وسله وال

خو په غزني کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حميدالله نثار دغه ادعاوې بې بنسټه بولي او وايي چې په دغه ولايت کې د دوى له خوا د مرستو د راټولولو لپاره يوه کمېټه جوړه شوې ده.

نثار وايي، د دې کمېټې د جوړولو مقصد د سرغړونو مخنيوى دى.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د هرات یو شمېر اوسېدونکي او د زلزلې قربانیان ټینګار کوي چې هوا په سړېدو ده او د دې ولسوالۍ د خلکو بنسټیزو ستونزو ته باید ژر تر ژره پاملرنه وشي.

د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکی او د هرات د زلزلې له قربانیانو څخه یو تن محمد عارف ازادي راډیو ته وویل: "هلته سیمه ډېره سړه ده، که همداسې دوام وکړي، موږ به په خیمو کې د اوسېدو توان ونه لرو. یوه سرپناه، غواړو داسې خو موږ د ژوند نه شو کولى."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ په خپله ايکسپاڼه لیکلي چې تر دې دمه د زلزله ځپلو کورنیو د موندلو لپاره له یو شمېر هېوادونو څخه بېلابېلې مرستې هرات ته رسېدلي دي.

هرات ولایت په تېره یوه اوونۍ کې د دوه خونړیو وروسته د د زلزلو د وړو ټکانونو شاهد وو چې د طالبانو د حکومت د تایید شویو شمېرو له مخې تر اوسه له څلورو زرو ډېر کسان په کې مړه او ټپیان شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG