د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

اوچا: د افغانستان لوېدیځ کې د روانې اوونۍ زلزلو ۱۷۰۰۰ کسان زیانمن کړي


د هرات په انجیل کې د پرونۍ زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
د هرات په انجیل کې د پرونۍ زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د افغانستان لوېدیځ کې د روانۍ اوونۍ زلزلو ۱۷۰۰۰ کسان زیانمن کړي دي.

اوچا په خپل هغه راپور کې چې پرون ناوخته یې خپور کړی، ویلي چې یوازې پرونۍ زلزلې په هرات کې ۱۱۲ کلي اغېزمن کړي دي.

په راپور کې زیاته شوې، پرونۍ زلزله چې د ریښتر په اندازه ۶.۳ درجې وه، یو تن په کې وژل شوی او شاوخوا ۱۴۰ تنه یې ټپيان کړي دي.

د اوچا په راپور کې همدا شان ویل شوي چې په هرات کې د روانې اوونۍ د زلزلو له امله ښايي د تلفاتو شمېر ډېر شي.

په هرات کې پرون د اکټوبر په ۱۱مه زلزله کې هم خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي. په دا دا د انجیل د چهاک کلی دی چې زلزلې په کې زیانونه اړولي دي.
په هرات کې پرون د اکټوبر په ۱۱مه زلزله کې هم خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي. په دا دا د انجیل د چهاک کلی دی چې زلزلې په کې زیانونه اړولي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسیف ویلي چې د وروستۍ زلزلې په مړو شویو کې ۹۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت چې طالبان یې اداره کوي، د اکټوبر په نهمه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې د افغانستان په لوېديځ کې د زلزلې له ۴۰۰۰ ډېرو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په هرات کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او زلزله څپلو ته د رسېدو کمېسیون مشر احمدالله متقي بیا پرون له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي وو چې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان په زلزله کې مړه شوي او شاوخوا ۲۰۰۰ ټپیان شوي دي.

خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق نن ازادي راډيو ته وویل چې لا هم د زلزلې د تلفاتو ارقام وروستي شوي نه دي.

سایق زیاته کړه: "کومه کمېټه چې تللې ده، نن یې له ټولو موسساتو او دولتي ادارو سره ناسته کړې ده او د دوی د پرېکړې له مخې هر کلي ته د سروې ټیمونه لېږل شوي چې دا معلومات راټول کړي چې څومره کورونه نړېدلي، څومره خلک وژل شوي، ټپیان شوي او نورو زیانونه اوښتي دي. تر هغوی پورې چې د دې ټیمونو معلومات رانه شي، نه شي مشخص کېدلای، ځکه د اوچا، سرې میاشتې او حوادثو ادارو او د عامو روغتیا وزارت متفاوت ارقام خپاره کړي دي."

د هرات ښار یوه څنډه کې خلک د زلزلې له وېرې له کوره بهر پر یوه سړک ویده دي. October 11, 2023
د هرات ښار یوه څنډه کې خلک د زلزلې له وېرې له کوره بهر پر یوه سړک ویده دي. October 11, 2023

له څو پرلپسې زلزلو وروسته د هرات ځینې اوسېدونکي وايي، تر دې دمه یې هم د زلزلې وېره له زړونو وتلې نه ده او له هغه ورځې چې له کورونو بهر شوي، تر اوسه بېرته نه دي ستانه شوي.

د هرات ولایت یوه اوسېدونکي نجیب انګار ازادي راډيو ته وویل: "غټ پارک دی، لا هم دلته یوو. په ورځ کې یوه یا دوه ځله خپلو کورونو ته ورځو، څه ته مو چې اړتیا وي، هغه رااخلو او بېرته په منډه ترې راوځو. کورونه مو هم له ښه وضعیت سره مخ نه دي او مخ په خرابېدو دي، مجبور شو چې په بهر کې خیمه ولګوو او دلته خپل تقدیر ته ناست یوو."

په هرات کې وروستیو زلزلو چې لومړۍ یې د د تلې یا میزان په ۱۵مه وشوه، تر ټولو خونړۍ زلزله وه چې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان په کې ووژل شول او تر ۲۰۰۰ په کې ټپیان شول، خو دوهمه زلزله چې پرون وشوه، تر لومړۍ زلزلې یې ځاني تلفات کم ښودل شوي.

په هرات کې ځايي طالب چارواکي او خلک وايي، د دوهمې زلزلې ځاني تلفات ځکه کم وو چې خلکو د بلې زلزلې د کېدو له وېرې مخکې له مخکې خپل کورونو پرېښي وو او په پارکونو او له ودانیو لرې یې په نورو ځایونو کې خیمې لګولې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG