د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

هرات کې دویمه زلزله؛ نیویارک ټایمز: د دې زلزلې زیانونه کم دي، خو خلک یې وېرولي


په هرات کې د لومړۍ زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په هرات کې د لومړۍ زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د سیمې او نړۍ ګڼو ورځپاڼو او انلاین خپرونو د هرات ولایت کې د وروستۍ زلزلې د ناورین په اړه خبرونه، راپورونه او لیکنې خپرې کړي دي.

په هرات کې د چارشنبې په سهار وختي دویمه زلزله د ګڼو نړیوالو رسنیو د خبرونو په سرټکیو کې وه.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز په هرات ولایت کې د چهارشنبې په سهار وختي د شوې زلزلې په اړه په یو راپور کې وايي، په تېرو پنځو ورځو کې دا دویم ځل دی چې د زلزلې ټکانونه خلک له خپلو کورنو څخه وباسي او زیاتوي زرګونه نور چې تر دې مخکې د شنبې د ورځې زلزلو ټکانونو وېرولې لا دمخه له کورنو بهر په خیمو او یا له نورو توکو په جوړو کړو جونګړو کې اوسېږي.

د چهارشنبې د زلزلې په اړه نیویارک ټایمز د هرات په ارګ هوټل کې د مېشتو خپلو خبریالانو له قوله لیکلي چې د هوټل دېوالونه سخت و لړزېدل، کله چې د هوټل مېلمنو بهر منډې وهلې د هوټل د تالار روښانه څراغونه مړه شول او د ځینو خونو د چتونو ټوټې په غولي راپرېوتې.

ورځپاڼه د محمد رضا په نوم په هرات کې د یو ډاکتر کیسه کوي چې فکر یې کاوه د شنبې د ورځې د زلزلې پس لړزی ختمې شوې او په همدې ډاډ په کور کې ویده و، خو رضا ورځپاڼې ته ویلي چې د تېرې شپې زلزلې دومره وېرولی چې سر یې ګرځي او زړه یې بدېږي.

ورځپاڼه وايي داسې ښکاري چې د چهارشنبې د ورځې د زلزلې تلفات او ویجاړۍ تر درې ورځې مخکې شوې زلزلې کمې وي، ځکه د لیکوال په باور یو خوا دا زلزله هرات ښار ته نږدې شوې چېرې چې ډېرې ودانۍ کانکریټي دي او د هغو ولسوالیو په څېر له خامو خښتو او خټو نه دي جوړ چېرې چې د درې ورځو مخکې زلزلې درنه مرګ ژوبله واړوله. بله دا چې د زلزلې له ویرې ډیر خلک له کورونو بهر ویده وو، خو نیویارک ټایمز د هرات ښار تاریخي لرغونتیا ته په پام ویلي چې دغلته لرغونې ودانۍ د زلزلې له زیانونو خوندي نه دي پاتي.

ورځپاڼې په هرات کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو فرهنګ د رییس فرید احمد ایوبي له خولې لیکي چې زلزلې د ګوهرشاد بیګم منار یوې برخې ته هم زیان اړولې. د پنځلسمې پیړۍ څخه پاتې دې تاریخي اثارو د ته پېښو خطرونو په اړه لا دمخه لرغونپوهانو اندېښنې ښودلې وې او له چارواکو یې د خوندیتوب د اقدماتو غوښتنه کړې وه.

زلزلې همدارنګه د هرات ښار د لوی جومات چې په سیمه کې له تاریخي جوماتونو څخه دی ځینې برخې هم زیانمنې کړي دي.

ګارډین:

د هرات ولایت له زلزلو ور اخوا ځینو برتانوي ورځپاڼو بیا د طالبانو له بند څخه د څلورو برتانوي وګړو په خوشې کېدو لیکنې خپرې کړي دي.

په دې لړ کې د ګارډین ورځپاڼه وايي، دا څلور برتانویان د سه شنبې په ورځ افغانستان کې د طالبانو له توقیف خوشې شول.

په دې اړه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو ، دا کسان د کوربه هېواد له قوانینو د سرغړاویو له امله نیول شوي وو او دوی د دې څلورو برتانوي وګړو د کورنیو په استازولۍ د افغانستان له اوسنیو واکمنو بخښنه غواړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت بیان کې د خوشې شویو کسانو د سرغړاویو په اړه جزییات نه وو ورکړل شوي.

خو ګارډین ورځپاڼې په دې اړه په راپور کې د خوشې شویو کسانو په اړه څه ناڅه معلومات خپاره کړي.

د ورځپاڼې په وینا، په دوی کې یو هم کیوین کارنویل و چې د جنورۍ په میاشت کې د نیول کېدو پر مهال یې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره کار کوه.

لیکوال وايي، هغه د طالبانو د استخباراتو د ادارې په یو ه چاپه کې نیول شوی و او د خپل هوټل په کوټه کې د غیرې قانونې وسلې په لرلو تورن و.

د کارنویل کورنۍ هغه مهال ویلي چې د طالبانو حکومت نوموړي ته د وسلې جواز ورکړی و. تر اوسه څرګنده نه ده چې ددې کسانو د خوشې کیدو لپاره د بریتانیا د حکومت او طالبانو ترمنځ کوم بل جوړجاړی شوی او که یوازې د بخښنې په غوښتو خوشې شوي دي.

XS
SM
MD
LG