د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

د هرات د زلزله ځپلو کیسې؛ زاهدالله: د کورنۍ ۷ غړي مې مړه شول، دا دوه ورځې مې هېڅ نه دي خوړلي


د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه
د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه

په هرات ولایت کې د ویجاړوونکې زلزلې نن شپږمه ده، خو لا هم ډېر زلزله ځپلي په بدو شرایطو کې شپې سبا کوي.

دا زلزله داسې وخت وشوه، چې ملګروملتو او لویو مرستندویو موسسسو مخکې تر مخکې له افغانستان سره د بشري مرستو د کمېدو خبرداری ورکړی و.

له بلې خوا د چارو ځینې کتونکي وايي، چې زلزله ځپلي د منځني ختیځ وروستي کړکېچ تر سیوري لاندې راوستل.

ډېری زلزله ځپلي، چې شپې په خیمو او ځینې یې حتي تر شنه اسمان لاندې په کنډوالو کې تېروي، اندېښنه لري چې ژمی په راتلو دی.

اوس هم هوا په سړېدو ده، پرون په هرات ولایت کې توپان او شدید باد و.

د زلزلو د یوه قرباني جنازه
د زلزلو د یوه قرباني جنازه

خپلواک عکاس هادي ثابت، چې په زنده حان ولسوالۍ کې یې زلزله ځپلي سیمې لیدلي، سي ټي وي نیوز شبکې ته ویلي چې په دې ولسوالۍ کې روغ کور نه دی پاتې.

ده همداراز ویلي، په زنده جان کې د ورانو کورونو او زلزله ځپلو د عکسونو اخیستل د ده د ژوند تر ټولو بده تجربه وه ځکه چې داسې بوږنوونکې صحنې یې کله هم نه وې لیدلې.

زلزله ځپلو، چې د خپلو عزیزانو ترڅنګ د ژوند ټول وسایل له لاسه ورکړي، خواړه او د څښاک اوبه نه لري.

۳۹ کلن زاهد الله، چې د کورنۍ ۷ غړي یې په زلزله کې مړه شوي، د جاپان نایکي شبکې ته وویل، دوه ورځې کېږي چې هېڅ یې نه دي خوړلي او لوږه هم نه احساسوي.

یوه بل سړي، چې شاوخوا اویا کلن ښکارېده، وویل چې ټول زلزله ځپلې وږي دي او په فوري ډول خوړو ته اړتیا لري.

اروپايي اتحادیې درې نیم میلیون یورو مرسته اعلان کړې ده.

د زلزلې د دوام له وېرې یو شمېر خلک پر لارو کوڅو ویدیږي
د زلزلې د دوام له وېرې یو شمېر خلک پر لارو کوڅو ویدیږي

د طالبانو حکومت ویلي چې ۱۰۰ میلیون افغانۍ یې زلزله ځپلوته ځانګړي کړي.

افغان سوداګر میرویس عزیزي ۲۰۰ میلیون افغانۍ مرسته اعلان کړې، چین د څلور میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې، خو سترو مرستندویو هېوادونو تراوسه د پام وړ مرسته نه ده کړې.

د سیاسي چارو شنونکی ډاکتر هاشم دانش وايي، په منځني ختیځ کې وروستۍ شخړې د هرات له زلزلې پام په بله اړولی دی.

نوموړی وایي:

" د هرات زلزلې یو ستر ناورین رامنځته کړی، متاسفانه په منځني ختیځ کې د حماس او اسراییل جنګ دا زلزله تر شعاع لاندې راوسته او سترو قدرتونو مرسته ونه کړه."

له څو ورځو راهیسې د فلسطین د حماس ډلې او اسراییلو ترمنځ جګړو د ګڼو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو مشران ځان سره بوخت کړي
له څو ورځو راهیسې د فلسطین د حماس ډلې او اسراییلو ترمنځ جګړو د ګڼو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو مشران ځان سره بوخت کړي

د کډوالو لپاره د ملګروملتو لوی کمیشنر فیلیپ ګراندي پرون پر خپله ایکسپاڼه د هرات د زلزلې د مرګ ژوبلو او ورانیو پراخوالي ته په اشارې د فوري بشري مرستو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د سره صلیب او سره میاشت ټولنو نړیوال فدراسیون پرون په یوه بیان کې له نړیوالو د مرستې غوښتنه وکړه، ویې ویل چې دوی ۱۲۰ میلیونه سویسي فرانکه، چې څه باندې ۱۳۲ میلیون امریکايي ډالره کېږي، غوښتې وې چې یوازې په سلو کې ۳۶ یې ورکړل شوي دي.

په همدې حال کې یونسیف پرون د هرات د زلزله ځپلو لپاره د ۲۰ میلیون ډالرو فوري مرستې غوښتنه وکړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG