د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۷

په هرات کې وروستیو زلزلو تاریخي ځایونو ته هم زیانونه اړولي

د هرات تاریخي منارونه
د هرات تاریخي منارونه

په هرات کې د تېرې اوونۍ بېلابېلو زلزلو د عامه ځايونو د ويجاړولو ترڅنګ تاريخي ځایونو ته هم زیانونه اړولي دي.

د افغانستان په هرات ولایت کې وروستیو زلزلې د عامه ځایونو د ویجاړولو ترڅنګ د دغه ولایت تاریخي او لرغوني ځایونه هم زیانمن کړي دي.

په دې زلزله کې چې د چهارشنبې په سهار رامنځته شوه د ريښتر په کچه شپږ اعشاريه درې درجې ښودل شوې وه چې له امله يې د نورو مالي او ځاني زيانونو ترڅنګ د هرات د جامع جومات، اختيارالدين کلا، د جومات منارې او د دغه ولايت ځينې نور تاريخي ځايونه زيانمن او ويجاړ کړي دي.

د هرات یوه اوسېدونکي احمد جاوید غزنوي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "په دې زلزله کې د هرات د ارګ د برجونو يوه برخه زيانمنه شوې، په هرات کې د منار يوه برخه ويجاړه شوې او د هرات د جامع جومات ګلدستې هم په دې زلزله کې زيانمنې شوې دي."

په هرات ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي هم په دغه ولایت کې د تاریخي ځایونو د ویجاړولو خبر ورکوي.

په هرات کې د طالبانو د حکومت ویاند نثار احمد الیاس په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه په کې ډېر ځاني او مالي زيانونه اوښتي، سربېره پر دې زمونږ تاريخي اثارو ته هم زيانونه اوښتي، لکه د اختيارالدين کلا، د هرات لوی جومات او په هرات کې ځينې څلي هم په‌کې شامل دي."

الیاس زیاتوي چې دوی به دغه ځایونه بیا ورغوي.

خو په هرات کې د تاريخي او لرغونو ځايونو ويجاړېدل فرهنګي کارپوهان هم اندېښمن کړي دي.

یو له هغو کارپوهانو څخه ولي شاه بهره چې د هرات د لرغونو اثارو په اړه یې یو کتاب هم لیکلی، ازادي راډیو ته وویل چې په طبیعي پېښو کې د لرغونو ځایونو ویجاړېدل د بې غورۍ له امله رامنځته کېږي.

ولي شاه بهره
ولي شاه بهره

نوموړي زياته کړه: "داسې ودانۍ د بوديجې د نشتوالي له امله په داسې پېښو کې زيانمنې کېږي او زموږ تاریخي ځایونو ته سخت زیانونه اوښتي، د هرات تاریخي لوی جامع جومات چې ۱۴۱۴ کاله لرغونتوب لري، له بده مرغه د بوديجې د نشتوالي له امله موږ نه‌شو کولی د بیارغونې په برخه کې اقدام وکړو. ګلدستې چې شاوخوا ٧٦ کاله وړاندې د مرحوم عبدالله خان ملکيار په وخت کې جوړ شوي وو، ټول ويجاړ شوي. زموږ د مقصود څلۍ او ختيځ څلۍ ټول زيانمن شوي، دوی نه رغول شوي او نه ساتل شوي دي."

د افغانستان لوېدیځ د دې اوونۍ د شنبې له ورځې راهیسې د سختو زلزلو او وروسته له زلزلې د وړو ټکانونو شاهد دی.

د المان د جيولوجيکي څېړنو مرکز خبر ورکړی چې په هرات کې د چهارشنبې د سهار د زلزلې کچه د تېرې شنبې د ورځې د خونړۍ زلزلې په شان ۶،۳ درجې و چې د هرات ښار شمال ته په ۳۴ کيلومترۍ کې رامنځته شوه.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په یوه نوي راپور کې ویلي چې د چهارشنبې ورځې زلزلې یوازې په دغه ولایت کې ۱۱۲ کلي زیانمن کړي دي.

د اوچا د راپور له مخې د افغانستان په لوېدیځ کې د روانې اونۍ زلزلې ۱۷ زره کسان زیانمن کړي دي.

لومړۍ زلزله د شنبې په ورځ د میزان په ۱۵مه د هرات په زنده جان ولسوالۍ او ځینو ګاونډیو ولسوالیو کې وشوه چې زرګونه کسان په کې مړه او ټپیان شول.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG