د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

په افغانستان کې د فقر، بې‌وزلۍ او طبیعي پېښو په اړه د ملګرو ملتونو د ویبپاڼې ارزونه


د هرات یو شمېر زلزله ځپلې
د هرات یو شمېر زلزله ځپلې

د ملګرو ملتونو سازمان پر خپله ویبپاڼه په افغانستان کې د فقر، بې‌وزلۍ او وروستیو طبیعي افاتو د اغېزو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې په پیل کې راغلي چې د بې‌وزلۍ د له منځه وړلو نړیوالې ورځې د نمانځلو پر مهال د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش ویلي چې په ټوله نړۍ کې نږدې ۷۰۰ میلیونه خلک د ورځې تر ۲.۱۵ ډالرو پر کم عاید ژوند کوي او تر یو میلیارد زیات د خوړو، اوبو، روغتیايي خدماتو او ښوونې او روزنې په څېر لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري.

وروسته راغلي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي، شخړو، د اقلیم بحران، توپیري چلند په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې ستونزې لا ژورې کړي دي.

د ګوټېرېش په وینا، "د بې وزلۍ له منځه وړل زموږ د وخت یوه ننګونه ده، خو دا داسي ننګونه ده چې موږ یې ګټلی شو."

وروسته په مقاله کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د اکټوبر له اوومې راهیسې د افغانستان په هرات ولایت کې د زورورې زلزلې د لړۍ په غبرګون کې یو پلان پیل کړی دی.

اوچا په یوه تازه راپور کې ویلي چې په دغو زلزلو کې لږترلږه 1,480 کسان وژل شوي او 1,950 ټپیان شوي دي.

په مقاله کې راغلي، د سټلایټ انځورونه ښيي چې ۲۸۹ کلي سخت اغېزمن شوي او ډېر یې ویجاړ شوي دي.

د یکشنبې په ورځ تر ټولو وروستۍ زلزلې شاوخوا 30 نوي کلي اغېزمن کړل، کورنۍ یې دې ته اړې کړې چې په موقتي سرپناه یا غیر رسمي ځایونو کې شپې ورځې تېرې کړي.

د دې مقالې د معلوماتو پر اساس تر اوسه پورې په شپږو ولسوالیو کې نږدې ۶۶ زره کسان په مستقیم ډول د زلزلې له امله اغېزمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو اوچا ادارې ویبپاڼې هم په افغانستان کې د زلزله ځپلو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې لولو چې د بشري مرستو همغږي کوونکي ډینیل انډریس د هرات لپاره د نږدې 94 ملیون ډالرو ځوابي پلان اعلان کړ.

د دې هدف په چټکۍ سره د ژوند ژغورل او په راتلونکو شپږو میاشتو کې د بیا رغونې د لومړنیو هڅو ملاتړ کول ياد شوی دی.

په دې مقاله کې راغلي چې زلزلې زیان منونکې خلک ځپلي چې له مخکې لا د لسیزو جګړو او کم پرمختګ سره لاس او ګرېوان دي.

د لیکوال په وینا دا زلزلې په داسي حال کې شوي چې ژمی پیل شوی او په ډېرو مواردو کې د کورنیو خوراکي سرچینې خورا محدودې یا کمې وي.

د معلوماتو له مخې، د اوچا دا نوی پلان 114,000 خلک تر پوښښ لاندي راولي او پر هغو کسانو تمرکز کوي چې کورونه یې ویجاړ شوي یا سخت زیانمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG