د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

د افغانستان د پرونۍ زلزلې په اړه د یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو بحثونه


په هرات کې یو شمېر خلک د زلزلې پر مهال
په هرات کې یو شمېر خلک د زلزلې پر مهال

ګارډین ورځپاڼه لیکي، چې د افغانستان په لویدیځ کې د شنبې په ورځ د ریښتر په کچه تر شپږ اعشاریه درې زلزلې وروسته څلور نورې زلزلې وشوې چې دا هم وړې نه وې.

ګارډین د سیمه ییزو چارواکو په وینا لیکي، چې د دې زلزلو ټکانونه په فراه او بادغیس کې هم احساس شوې دي.

ورځپاڼې وړاندې د پروسږکال جون میاشتې زلزلې ته اشاره کړې ده چې په پکتیکا او خوست کې یې تر زرو د ډیرو کسانو ژوند واخیست او شاوخوا یو نیم زر نور یې ټپیان کړل.

ګارډین د دې طبیعي پیښو په تړاو بیا لیکي، چې افغانستان هسې هم د طالبانو له بیا واکمنۍ راوروسته له بشري بحران سره مخامخ دی او تر ډيره د نړیوالو په بشري مرستو تکیه کوي.

میرر ورځپاڼې هم د پرونۍ زلزلې په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

د دې مقالې په سر کې راغلې دي، چې کله د شنبې په ورځ د سهار د یولسو بجو خواته خلکو په هرات ښار کې د زلزلې ټکانونه احساس کړل، له کورونو راووتل او دوکاندارانو دوکانونه پریښودل.

ورځپاڼه د امریکا د جیولوجي سروې د مرکز د راپور له مخې لیکي، چې د زلزلې مرکز د هرات ښار په شمال لویدیځ کې پنځه ویشت مایله لرې و او تر لومړۍ زلزلې وروسته پنځه نورې زلزلې وشوې چې یوه یې د ریښتر شپږ اعشاریه درې وه او د نورو شدت تر دې کم و.

میرر د هرات د زاړه ښار د یوه اوسیدونکي پنځه څلویښت کلن بشیر احمد خبرې راخیستې دي.

هغه فرانس پریس اژانس ته ویلي، دی په دفتر کې و چې ناڅاپه ټوله ودانۍ ولړزیده.

بشیر احمد زیاتوي، چې د دفتر د ودانۍ پلستر جلا شول، په دیوال کې درز پیدا شو او ځینې دیوالونه او د دفتر یوه برخه ونړیده.

بشیر احمد وویل، چې له زلزلې سره سم مخابراتي اړیکې قطع شوې چې کور ته زنګ ووهي.

ورځپاڼې د طالبانو د طبیعي پیښو په وړاندې د مبارزې د ملي ادارې د یوه ویاند ملا جان صاحب خبرې هم رااخیستې دي، چې ویلي یې دي د هرات په لرې پرتو سیمو کې په ځینو ځایونو کې مځکه ښوییدلې ده.

میل انلاین خپرونې هم د افغانستان د شنبې د ورځې د زلزلې په اړه لیکنه خپره کړې ده، خو دې خپرونې لیکلي دي چې په یوه ورځ په نړۍ کې درې زلزلې وشوې، یوه په پاپوا نیوګیني کې، بله په مکسیکو کې او دریمه په افغانستان کې.

دا زلزې د نړۍ په درېیو قارو کې شوي، په استرالیا، اسیا او امریکا کې.

XS
SM
MD
LG