د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

د هرات کارګران: له زلزلې وروسته بې کاري زیاته شوې


د هرات یو شمېر زلزله ځپلي
د هرات یو شمېر زلزله ځپلي

په هرات ولایت کې یو شمېر هغه کسان چې په ورځنیو مزدوریو بوخت دي وایي، په دې ولایت کې د وروستیو زلزلو امله وزګاره شوي.

احمد بهزاد چې د ساختماني چارو کارکوونکی دی وايي،د هرات له زلزلې مخکې به يې د ورځې ۲۰۰ افغانۍ عاید درلود، خو اوس وزګار دی.

هغه ازادي راډيو ته وويل، په زلزلو کې یې کور وران شوی او کار و بار هم نه لري.

نوموړی ادعا کوي او وایي:

"د زلزلې له پیل راهیسې موږ بې‌کاره یو، کار ته نه یو تللي، د وېرې او اندېښنې له امله اوس کاروبار بند دی، لګښتونه هم تاسو پوهېږئ کله چې کار نه وي، لګښتونه هم انسان راګيروي، نور نه‌شو کولی چې د خرڅ و خوراک لپاره څه پيدا کړو، ستونزې ډېرې دي، تر اوسه موږ سره هيڅ مرسته نه‌ده شوې."

د نور علي په نوم یوه کارګر ازادي راډيو ته وويل:

"موږ اوس بې‌کاره یو، کورونه مو وران شوي، په خیمو کې یو، تر دې نور زيات څه ووایم".

د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه
د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه

د احمد په نوم یوه بل کارګر وویل:

" ما د زلزلې له ورځې راهیسې خټګري نه‌ده کړې، ځکه چې هیڅ نه وو، نو هغه لګښتونه چې زه یې اوس کوم، کله یې له یو ملګري او کله له بل ملګري واخلم، له هټۍ په پور يو څه واخلم. له موږ سره د هيڅ ادارې له‌خوا مرسته نه‌ده شوې."

د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ د نواباد مودودي د کلي مشر ګل اغا هم وايي، چې د دغه کلي ډېر ځوانان په ورځنۍ مزدورۍ بوخت وه.

د ده په وينا، په هرات کې له زلزلې وروسته د دغو کسانو کارونه په ټپه درېدلي او د خوراکي توکو له ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي:

"د اوومې مياشتې له ۱۵مې نېټې څخه چې نن ۲۹مه نېټه ده هیڅ کارګر کار ته نه‌دی تللی، هغوی ته څوک کار نه ورکوي، ځکه چې زلزله ده، د اوس لپاره هيڅ ډول کار نه‌شته، د ژوند شرایط همداسې دي، یا هم ډوډۍ او چای خوري، یا يې له ګاونډويانو، ورور او پلار څخه په پور اخلي، چې هغوی هم يا يې لري او يا هم نه."

دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې له وروستۍ زلزلې وروسته دغلته له زلزله‌ځپلو سره د ډېرو مرستو خبر ورکړل شوی دی.

بې کاري په افغانستان کې یوه عامه ستونزه ده چې د نورو سیمو خلک هم ترې ځوریږي
بې کاري په افغانستان کې یوه عامه ستونزه ده چې د نورو سیمو خلک هم ترې ځوریږي

په‌دې وروستيو کې له زلزله‌ځپليو سره د نړیوالو سازمانونو، بنسټونو او خلکو د مرستو په اړه ډېر راپورونه ورکول کېږي.

خو په هرات کې له لومړۍ زلزلې څه باندې دوه اوونۍ وروسته هم د طالبانو حکومت او د مرستو په اړه جوړ شوي کمېسيون د مرستو اندازه نه ده په ډاګه کړې.

په دې راپور کې مو غوښتل چې د طالبانو د حکومت له ځايي ادارې څخه د دغو مرستو د اندازې په اړه وپوښتو، خو د هرات ولايت لپاره د طالبانو د حکومت ویاند نثار احمد الیاس او په هرات کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس احمدالله متقي د راټولو شویو مرستو په اړه څه ونه ویل.

خو د هرات لپاره طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رئیس احمدالله موتقي د مرستو رسولو بهیر په اړه وايي:

"هو، په زلزله‌ځپليو سیمو کې چې له پیله تر ننه پورې په کوم ځای کې چې زلزله شوې، د ورځنۍ اړتیا وړ توکي د اسلامي امارت، کورنیو او بهرنیو بنسټونو له‌خوا برابر شوي او د دوی د سرپناه د جوړولو چارې هم په همغږۍ ترسره شوي، هلته له سخت او توپاني وضعيت له امله کانتینرونه د خلکو لپاره اېښودل شوي، شاوخوا ٢١٤١ کورونه به جوړ شي چې د هر چا کور به د هغه د اړتيا سره سم جوړ شي."

هرات له زلزلې وروسته
هرات له زلزلې وروسته

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي وو چې د دوی مرستندویه سازمانونه پلان لري چې ۱۱۴ زره زلزله‌ځپليو ته مرستې ورسوي او د دغه پلان د عملي کولو لپاره ۹۳.۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

خو دغې ادارې د هرات د زلزلې له امله د زیانمنو شویو کسانو شمېر څه باندې ۱۵۴ زره او په زلزله کې د ویجاړو شویو کورونو شمېر ۲۱ زره او ۵۰۰ ښودلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG