د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

اوچا: افغانستان لا هم د ماینونو له ډېر ګواښ سره مخامخ هېواد دی


په هرات کې د ماین پاک کونې یو کارکوونکی - تصویر له ارشیفه
په هرات کې د ماین پاک کونې یو کارکوونکی - تصویر له ارشیفه

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، افغانستان د ماین پاکولو د بشر دوستانه عملیاتو مرکز دی.

دغه سازمان په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ماین پاکولو بشردوستانه عملیات په ۱۹۸۸ کال کې په افغانستان کې پیل شول او تر اوسه د اوچا همکارانو له ۱۳ میلیونو څخه زیات د جګړې پاتې چاودېدونکي توکي، څه باندې ۷۶۴ زره د پرسونل ضد ماینونه او ۳۳ زره ۴۶۰ د وسایطو ضد ماینونه پاک کړي دي.

اوچا زیاتوي چې له دې سره- سره افغانستان لا هم په نړۍ کې د ماینونو له پلوه، یو له ککړو هېوادونو څخه دی.

د OCHA د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ماینونه له ۲۰۰۱ کال څخه مخکې او وروسته د کلونو میراث دی او د ځمکې لویې سیمې او یو زیات شمېر مهمې زېربناوې په ماینونو ککړې دي.

د اوچا په وینا، د سختو فزیکي زیانونو سربېره، هغه کورنۍ چې په کرنه تکیه کوي د ماین چاودنې له خطر سره مخ دي.

اوچا ټینګار کړی چې ماینونه تر ډېره د افغانستان په هغو سیمو کې خښ شوي، چې اقتصاد یې کمزوری دی او باید په دې برخو کې ډېر کار وشي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ماینونو د قربانیانو یو شمېر کورنۍ د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي، چې د ماینونو کارول او د ملکي وګړو وژل دې ودروي.

رونا د کابل ښار له اوسېدونکو څخه ده، له درېيو کلونو راهيسې د خپلې خواښې پالنه کوي، هغه چې د ماين په چاودنه کې ټپي شوې وه.

نوموړې په کابل کې له خپل مېړه، خواښې او لسو ماشومانو سره ژوند کوي.

د رونا په خبره، درې کاله وړاندې یې خسر او خواښې له خيرخانې څخه قلعه زمان خان ته په ټکسي کې روان وو چې د ماين د چاودنې قرباني شول.

هغې ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې یې خسر ووژل شو او د خواښې یو لاس یې پرې شوی دی.

رونا زیاتوي:

" درد کوي، دومره خپل لاس ته ځوریږي. بیا مو ډاکټر ته یوړه ویې ویل سم نه دی پرې شوی. رګ یې سم نه دی پرې شوی، له همدې امله ډېر درد لري. خو دومره توان نه لرو چې نورو ډاکترانو ته یې ور وړو. "

په غور کې د ماین چاودنې یو قرباني
په غور کې د ماین چاودنې یو قرباني

د هرات اوسېدونکی نثار هم وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې د هرات – کابل پر لویه لار د ښخ کړل شوي ماین قرباني شو.

هغه وايي چې په دې پېښه کې يې پښه او لاس پرې شوي دي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

" زه بې وزله سړی او د خلکو مزدور وم. لوی موټر به مې چلوه. په همدې لار مې کار کاوه. په غزني کې ماین ووهلم. له کله چې په ۲۰۱۹ کال کې ماین ووهلم تر اوسه په کور ناست یم. ۴- ۵ ماشومان لرم. کونډه مور لرم. خدای مو چلوي کله ګاونډیان مرسته وکړي. زما لاس او پښه پرې شول."

تر دې مخکې "ماین اکشن رویو" په یوه راپور کې ویلي وو چې افغانستان، عراق او کمبودیا( کامبوج) د ماینونو له پلوه تر ټولو ککړ هېوادونه دي.

"ماین اکشن رویو" په دغه راپور کې ویلي، چې د افغانستان له ۵۳ کیلومتره زیاته خاوره په پرسونل ضد ماینونو ککړه ده.

اوچا نېږدې دوه اوونۍ مخکې هم ویلي وو چې د افغانستان د ۴۰۱ ولسوالیو دوه پر درېیمه برخه په ناچاودېدونکو موادو او ماینونو ککړه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG