د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

ماین اکش ریویو: د افغانستان په ۵۳ کیلومتره مربع ځمکه کې لا هم ماینونه شته


په بامیان کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې کارکوونکي د ماین پاکولو پر مهال. June 25 2021
په بامیان کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې کارکوونکي د ماین پاکولو پر مهال. June 25 2021

د ماین اکش ریویو په نوم سازمان وايي، افغانستان د هغو درېیو هېوادونو له ډلې دی چې ډېره ځمکه یې له ماینونو ډکه ده.

د ماین اکشن ریویو Mine Action Review په نوم سازمان د دوشنبې په ورځ په خپل ۵۷۶ مخیز راپور کې په ۲۰۲۳ کال کې د هغو هېوادونو وضعیت ته کتنه کړې چې د ماینونو له امله اغېزمن شوي دي.

په دې راپور کې راغلي چې افغانستان، عراق او کمبودیا هغه هېوادونه دي چې تر ۱۰۰ کیلو متر مربع ډېره خاوره یې په ماینونو ککړه ده.

'ماین اکشن ریویو' په دې راپور کې ویلي دي چې یوازې د افغانستان په ۵۳ کیلومتره مربع خاوره کې ماینونه شته.

دې سازمان همدا شان ويلي چې په ۲۰۲۲ کال یې د یو کیلو متر مربع ځمکې ماین پاکي ۲ کیلو متره مربع ته ډېره کړې ده.

ماین اکش ریویو لیکي، هغه سیمې چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې له ماینونو پاکې شوي، په هلمند او کندهار ولایتونو کې دي.

یاد سازمان د ماین پاکۍ په ګډون په دولتي او غیردولتي ادارو کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د کار په محدودیت هم اندېښنه ښودلې ده.

له دې سره د ماینونو د چاودنو ځینې قربانیان او د هغوی کورنۍ هم وايي، له کلونو تېرېدو وروسته لا هم له هغو ننګونو سره مخ دي چې د ماین چاودنې له امله یې لیدلي دي.

د کابل د پغمان ولسوالۍ یوه اوسېدونکې ناجیه وايي، په خواښې یې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په نږدې غره کې د خځلو راټولولو پر مهال ماین وچاودېد او له دې پېښې وروسته یې د سترګو دید له لاسه ورکړ او د یوه لاس ټولې ګوتې یې پرې شوې.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو لومړۍ واکمني وه چې ماین پرې وچاودېد. په غوږونو کڼه او په سترګو دید یې له لاسه ورکړ. لاس یې هم مات شو. په لرګیو پسې تله او لرګي یې راوړل چې ماین پرې وچاودېد."

په هلمند کې د ماینونو د چاودنو له کبله یو شمېر معلول کسان. 28 December 2022
په هلمند کې د ماینونو د چاودنو له کبله یو شمېر معلول کسان. 28 December 2022

د سمنګان اوسېدونکی خان نظر بیا وايي، نږدې ۳۰ کال وړاندې هغه مهال چې سرتېری و، ماین پرې وچاودېد. نوموړی چې د شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست دی، ازادي راډیو ته یې وویل: "زه سرتېری وم، د جګړې پر مهال په ماین وختلم، وروسته مې چپه پښه پرې شوه. زوی نه‌لرم، زه یم او شپږ کسیزه کورنۍ مې ده."

افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې د کلونو جګړو له امله یې ځینې سیمې په ماینونو پوښلې پاتې دي.

که څه هم د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، په جګړه کې د ماینونو ځای پر ځای کول جنګي جنایت شمېرل کېږي، خو ښکاري په افغانستان کې په جګړه کې ښکېلو لوریو دا اصل نه‌دی مراعت کړی.

تر ډېره د دې ډول پېښو قربانیان ملکي وګړي وو.

د طالبانو اوسنی رژیم چې په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته ورسېد؛ هم د تېرو ۲۰ کلونو د جګړې یو لوری و.

د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد مو وپوښتل چې ایا د جګړې د یوه لوري په توګه په وروستیو کلونو کې د ماینونو ایښودو تور مني که نه؟، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو دا پوښتنه ځواب نه‌ کړه.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي وو چې د افغانستان د ۴۰۱ ولسوالیو له ډلې دوه په دریېمه کې یې ناچاودېدلي توکي او ماینونه شته او هره میاشت ۶۰ تنه چې ډېر یې ماشومان دي، د دې ناچاوده توکو او ماینونو له امله وژل کېږي یا هم معلولېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG