د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

يونېسف: افغانستان په مهماتو ککړ او قربانيان يې ماشومان دي


ارشیف: په افغانستان کې د ماین پاکۍ یو سیار ټیم له لوري ماشومانو ته د ناچاوده مهماتو په اړه معلومات ورکول کېږي.
ارشیف: په افغانستان کې د ماین پاکۍ یو سیار ټیم له لوري ماشومانو ته د ناچاوده مهماتو په اړه معلومات ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وايي، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په مهماتو ککړ او ډېری تلفات یې ماشومانو ته اوړي.

یو شمېر کورنۍ چې د ماینونود چاودنې له امله یې ماشومان وژل شوي، غواړي چې د دوی سیمې له ماینونو او ناچاودېدونکو مهماتو پاکې شي.

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ اوسېدونکي علي احمد ازادي راډيو ته وویل، د ده ٩ کلن زوی او شپږ کلن وراره، څو میاشتې وړاندې کور ته نږدې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې وژل شوي دي.

نوموړی وايي: "د ماین د چاودنې غږ شو، ولاړم او ومې لیده چې وراره مې شهيد شوی او یو بل وړکی ماشوم زخمي شوی، وروسته خبر شوم چې زوی مې هم شهيد شوی. د افغانستان غرونه او ځمکه له ماینونو ډک دي، ځکه چې هلته ۴۰ کاله جګړه وه او هرې خواته ماينونه او مرمۍ دي."

فاروق کوچی چې په دې وروستيو کې يې زوی د ناچاودو مهماتو په چاودنه کې وژل شوی، له ماينونو او چاودېدونکو توکو څخه د سيمو پر پاکولو ټينګار کوي.

فاروق وايي: "ماشومانو له کور څخه بهر کوم نارنجک بم او یا کوم بل چاودېدونکي مواد راوړي و، هغه یو وټکاوه او چاودنه وشوه، زوی مې شهيد شو او مېرمن مې له ۴ ماشومانو سره زخمي شول. په دې سیمه کې ډېر ماينونه دي. درې يا څلور ماينونه ما ولیدل چې علامه پرې نه وه اېښودل شوې، موږ غواړو چې دا سیمه له ماینونو څخه پاکه کړي. خلک دلته اوسیږي، کوچیان په دې اړه پوهه نه‌لري او دلته چاودېدونکي توکي ډېر دي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وايي، د روان کال د جنورۍ او مارچ ترمنځ میاشتو کې د بمي چاودنو له امله ۱۳۴ ماشومان معلول او یا هم وژل شوي دي.

په افغانستان کې د یونېسف استازي فران اکیزا د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، افغانستان په نړۍ کې تر ټولو زیات په مهماتو ککړ هېواد دی او اکثره تلفات یې ماشومان دي.

د نوموړي په وينا، ډېری ماشومان په افغانستان کې کله چې کورنۍ يې په جګړه ځپلو سيمو کې د بې‌وزلۍ له امله دوی د اوسپنې راټولولو لپاره لېږي چې بیا یې خرڅې کړي، د چاودېدونکو توکو قرباني کېږي.

په افغانستان کې د یونېسف استازي زیاته کړه: "افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې جنګي مهمات په‌کې ډېر دي او قربانیان یې اکثره ماشومان دي. د سږ کال له جنوري څخه تر مارچ میاشتې پورې ۱۳۴ ماشومان د چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله معلول یا وژل شوي دي. ډېری معلول شوي یا وژل شوي ماشومان، هغه ماشومان دې چې د خرڅلاو لپاره يې زړې اوسپنې راټولولې."

اکیزا په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل، افغان ماشومان تر ټولو زیات د کړکېچ زیانونه ګالي.

هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې په افغانستان کې جګړه په پراخه کچه درېدلې ده، خو د لسیزو جګړو له امله د ماشومانو حقونه هره ورځ 'په خورا وحشتناک ډول' تر پښو لاندې کېږي.

د طالبانو حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد د افغانستان په ځينو سيمو کې د ماينونو، جنګي وسايلو او ناچاودو مهماتو شتون تاييدوي.

د طالبانو حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد

نوموړی وايي، په دې هېواد کې د ماين پاکۍ اړوند بنسټونو فعاليت بسنه نه‌کوي او په دې برخه کې بايد لا زياتې همکارۍ وشي.

مجاهد وويل: "ځینې سیمې ډېر مصرف، لټون او څېړنې ته اړتیا لري، چې توان یې نه‌لرو. خو په دې برخه کې باید همکاري وشي."

په افغانستان کې له څو لسیزو راهیسې د جګړو د بېلابېلو اړخونو له‌خوا ډېر ناچاوده ماینونه او مهمات ښخ شوي او د ماین پاکۍ د بنسټونو له کلونو هڅو سره سره لا هم په ځینو سیمو کې پاتې دي.

پخپله طالبان چې شاوخوا شل کاله په افغانستان کې د پخوانیو حکومتونو سره په پوځي مخالفت کې وو، تل د ماینونو او مهماتو په ښخولو تورن شوي چې په پایله کې یې ډېری قربانیان وژل شوي دي.

د " ام ډي سي" ماین پاکولو موسسې رییس شهاب حکیمي تقریباً یوه نیمه میاشت مخکې ازادي راډیو ته ویلي و، د ماینونو او د ناچاودو مهماتو د چاودنو په پېښو کې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي او د هغه په خبره اوسمهال به هره میاشت ١٢٠ تر ١٢۵ کسان د ماینونو د چاودېدو له امله وژل کېږي.

په افغانستان کې د یونېسف استازي فران اکیزا په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو او پاتې کېدو په برخه کې د یونېسف پر ژمنتیا ټینګار وکړ او له نړیوالې ټولنې یې د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه.

نوموړي وويل، چې یونېسف د دې ماشومانو لپاره یوازې ۲۲ سلنه بودجه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG