د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

نجیب اقا فهیم: په میاشتني ډول ۱۲۰ افغانان د ماینونو له امله وژل کېږي یا معلوليږي


د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم
د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم

په افغانستان کې د ماینونو او چاودېدونکو موادو پاکوالي په برخه کې له ۳۰ کلنو هڅو سره -سره د دغه هېواد طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې لا هم په‌دغه هېواد کې په۱۷۰۰کیلو متر مربع ځمکه کې ماینونه خښ دي.

د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم په افغانستان کې د ماینونو د ګواښونو او قربانیانو په اړه د عامه پوهاوي نړیوالې ورځې په لمانځ‌غونډه کې وویل:

"د هغه راپورونو پر اساس چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې خپاره شوي په میاشتني ډول ۱۲۰ تنه زموږ هېوادوال د ماینونو او چاودېدونکو توکه له امله مړه کېږي او یا هم د بدن د غړو د معلولیت لامل یې ګرځي."

افغانستان چې له څلورو لسیزو راپه‌دېخوا جګړه تېروي، په‌دې لړ کې بېلابېلو حکومتونو او د دولت مخالفو ډلو په پراخه توګه د انسان او وسایطو ضد ماینونه خښ کړي دي.

خو د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدنې وزیر وایي چې د ماین پاکانو او نړیوالې ټولنې په هڅو او مرستو ۳۱۰۰ کیلو متر مربع سیمې له ۱۹ میلیونه کړیو ماینونو پاکې شوي دي.

خو د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په کابل کې د عامه پوهاوي ورکړې د نړیوالې ورځې لمان‌ځغونډه کې له ماینونو او چاودېدونکو توکو له امله د اوختو تلفاتو شمېرې زړه بوږنونکې وبللې.

نوموړي وویل:

"دا د وحشت او د دغې خاورې پر خلکو د جګړو اغېز ښيې او کله چې په میاشت کې د ۱۲۰ کسانو د مړه کېدو نه خبرې کوو دا شمېرې زړه بوږنونکي دي او دا چې لاهم ۱۲۰ کیلو متر مربع سیمه کې ماینونه پاتې دي، دا هم یو ستره ستونزه ده. "

ښاغلي عبدالله د ماینونو د پاکوالي په برخه کې د یو شمېر هېوادونو په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو امریکا ستاینه وکړه او ویې ویل چې د کلنۍ بودجې په نیمايي کې هڅه کېږي چې یو څه پیسې د افغانستان د ماینونو د پاکوالي په برخه کې هم په نظر کې ونیسي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال توبي لایزر هم په‌دغه هېواد کې د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د ماینونو له خښونې لاس واخلي او د ملکي تلفاتو لامل ونه ګرځي:

"زما غوښتنه په حقیقت کې له ټولو ښکېلو اړخونو دا ده چې خپلې دندې وپېژني که تاسې طالبان یاست او یا هم د جګړې کومه بله ښکېله ډله، دا ستاسې مسؤلیت دی چې د جګړې په میدانونو کې ناچاوده مهمات راټول کړئ."

د ډېري افغانانو د کورنۍ غړي د ماینونو د چاودنو قربانیان دي چې له دې ډلې همیشه ګل چې د ۱۱ اولادونو پلار دی وایي، د کورنۍ څلور غړي یې د هاوان مرمۍ له امله وژل شوي او اووه ماشومان یې معلول شوي دي.

معلول افغان ماشومان د ماینونو د ګواښونو او قربانیانو په اړه د عامه پوهاوي د نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې.
معلول افغان ماشومان د ماینونو د ګواښونو او قربانیانو په اړه د عامه پوهاوي د نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې.

دی وايي:

"یو مرمۍ چې پټه وه او زما زوی ښوونځي ته روان و چې هغه یې راخيستې و او کورته یې راوړې و چې وچاودېده، څلور کسان شهیدان شول او اووه نور کسان د دوه زامنو مې دوه پښې پرې شوې، خو د نورو یوه -یوه پښه پرې شوه."

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وایي چې د نړیوالو ژمنو له مخې هوډ لري چې د ۲۰۲۳ میلادي کال تر پایه افغانستان له ماینونو پاک هېواد اعلان کړي.

خو دوی دغه هدف ته رسېدل له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو او ډونرانو د مرستو په شرط بولي او له ټولو نړیوالو همکارانو غوښتنه کوي چې په‌دې برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG