د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

یونېسف: د ناچاوده ماینونو د تلفاتو شاوخوا ۸۵ سلنه افغان ماشومان دي


ارشیف: د چاودنې له کبله د یوه افغان ماشوم پښه پرې شوې ده.
ارشیف: د چاودنې له کبله د یوه افغان ماشوم پښه پرې شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ناچاوده ماینونه په‌کې شته او د دغو ماینونو ډېری قربانیان ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ماینونه او ناچاوده جنګي مهمات په کې شته او د دغو مهماتو او ماینونو تر ټولو ډېری قربانیان ماشومان دي.

یونېسف د سه شنبې په ورځ په خپله ایکس شبکه یا پخوانۍ ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودېدونکو مهماتو د تلفاتو شاوخوا ۸۵ سلنه ماشومان دي.

زمان الدین د بدخشان ولایت اوسېدونکی دی.

دا وايي چې له جګړې څخه د پاتې شوي ماين په چاودنه کې یې خوریه ووژل شو.

زمان الدين ازادي راډيو ته وويل چې څو مياشتې مخکې د دوى په كلي كې يوه دوکان ته څېرمه هغه مهال چاودنه وشوه چې هټيوال د زړو اوسپنو په پلورلو بوخت و، خوريه یې په دې چاودنه كې ټپي او وروسته يې ساه وركړه.

هغه زیاته کړه: "هلته ناستو کسانو وویل، هغه کس چې دا وسیله یې پلورله او خپل پېرودونکي ته یې ورکوله، له دې ماشوم 'زما د خور له زوی' سره ناست و او کله چې یې دا وسیله ورته ورکوله، چاودنه وشوه."

زمان الدین د ماین پاکۍ له موسسو څخه غواړي چې د ناچاوه توکو د پاکولو لپاره کار وکړي.

په افغانستان کې یو زیات شمېر ماشومان د ناچاوده ماینونو له کبله معلول شوي دي.
په افغانستان کې یو زیات شمېر ماشومان د ناچاوده ماینونو له کبله معلول شوي دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د 'ایم ډي سي' د ماین پاکۍ موسسې مشر شهاب حکیمي هم تاییدوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو او په افغانستان کې د ماین پاکۍ په برخه کې د مرستو له کمېدو وروسته د ناچاودو توکو په پېښو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله ډېره شوې چې ډېری یې ماشومان دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "هره میاشت موږ په ټول افغانستان کې شاوخوا یو سل شل تنه تلفات لرو. په ټول افغانستان کې زموږ کار دوام لري، خو دومره نه دی لکه په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې چې و، په هغه وخت کې زموږ د کارکوونکو شمېر ۱۵۰۰۰ وو، هغه وخت تلفات ډېر کم شوي وو، خو اوس چې موږ رسېدنه نه شو کولی نو یوازې هغه ځایونه پاکوو چې ورته پیسې پیدا کوو او ډېر مهم وي، زموږ کسان ورځي. هیله لرو چې ډونران ډېره پاملرنه وکړي څو تلفات راکم شي."

د روان کال د سرطان په میاشت کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپل راپور کې ویلي وو چې ناچاوده ماینونه په افغانستان کې د ملکي وګړو لپاره رښتینی ګواښ دی او ډېری ماشومان له دغو ماینونو او له جګړو څخه د پاتې شويو مهماتو له خطر سره مخامخ دي.

دغې کمېټې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د چاودنې له امله یو زره او ۹۲ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي چې ۶۰ سلنه یې یعنې ۶۴۰ کسه یې ماشومان دي چې د ماینونو او مهماتو په ۵۴۱ پېښو کې وژل شوي یا هم ټپيان شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د پخواني جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته د نړیوالو سازمانونو د مالي مرستو کمېدو د ماینونو او ناچاودو مهماتو د پاکولو په هڅو ډېر اغېز وکړ او د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته د ماینونو او مهماتو له امله مرګ‌ژوبله زیات شوې.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې وخت ناوخت په کې د جګړو له امله د پاتې شویو مهماتو د چاودنې له امله ملکي وګړي وژل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم د روان کال په اپرېل میاشت کې ویلي وو چې له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې د ماینونو او نورو ناچاودېدونکو توکو په چاودنو کې شاوخوا ۵۷ زره ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG