د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

پاکستان نه د افغان کډوالو ډله ییز اېستل؛ د روغتیا او خوړو نړیوالې ادارې ولې ورته اندېښمنې دي؟


له پاکستانه یوه اېستل شوې افغانه کورنۍ
له پاکستانه یوه اېستل شوې افغانه کورنۍ

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، افغانستان ته له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اېستل، د نورو مسایلو تر څنګ په دغو ستنو شویو کې د ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتوي.

دغې ادارې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، په بېلابېلو هغو ساحو کې چې دغه افغانان ورڅخه را روان دي، په ماشومانو کې د پولیو وایروس د خپرېدو خطر هم شته.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغي په کې ختمه شوې نه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپله اعلامیه کې ویلي، دوی ۱۰ ملیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري، چې وکړای شي اووه لکه راستنو شویو افغانانو ته، افغانستان ته د ستنېدو پر مهال د روغتیايي څار خدمات برابر کړي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، تر اوسه یې له یولک او ۱۲زره راستنو شویو افغانانو سره د خوړو او نقدو پیسو مرسته کړې ده.

خو دغه اداره غوښتنه لري، له یو ملیون نورو راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۶ ملیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

بلخوا په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د ارتباطاتو یوه مسوول، ضیا الدین صافي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی د ژمي پر مهال تر ټولو د زیانګالو کسانو د لاسنیوي لپاره د ۴۰۰ ملیونه ډالرو په ارزښت نورې مرستې ته اړتیا لري.

افغانستان ته له پاکستانه تازه ستانه کړای شوي کډوال له ګڼو ستونزو شکایت لري
افغانستان ته له پاکستانه تازه ستانه کړای شوي کډوال له ګڼو ستونزو شکایت لري

نوموړي وویل:

" په زرګونو افغانان چې په پاکستان کې یې ژوند کاوه، افغانستان ته ستنېږي. د خوړو نړیوال پروګرام پر دغو کورنیو له راستنېدو سره غني شوي بسکویټ وېشي. د دوی د نومونو له ثبتولو وروسته د دوی د فوري اړتیاوو پوره کولو لپاره نقدي مرستې کوي، خو موږ د اړتیا وړ بودجه نه لرو. د خوړو نړیوال پروګرام روان کال مجبور شو، لس ملیونه افغانان له خپل پروګرامه لیرې کړي. د دې لپاره چې د ژمي پر مهال تر ټولو زیات زیانګالي ۷ ملیونه کسان ژوندي پاتې شي، د دوی د مرستې لپاره ۴۰۰ ملیون امریکايي ډالرو ته فوري اړتیا لري."

له پاکستانه ګڼو اېستل شویو افغانانو ویلي، دوی داسې وخت افغانستان ته ستانه کړای شوي، چې ژمی راروان دی او دوی لا هم نه پوهېږي خپل ژوند او کار و بار څنګه بېرته له سره پیل کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې یا (UN Women Afghanistan) پرون په خپله اېکس ټولنیزه شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، چې د روانې نومبر میاشتې له لومړیو له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو له ډلې ۸۰ فیصده یې ښځې او ماشومان دي.

دغې ادارې ویلي، د بشري اقدام لپاره د جنسیت کاري ډلې چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه یې رهبري کوي، د ښځو او نجونو د بېلابېلو اړتیاوو او لومړیتوبنو په اړه خپلې ارزونې برابرې کړې دي.

پاکستاني چارواکو مخکې ویلي وو، په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر څلورو ملیونو او څلور سوه زره کسانو ته رسېږي، چې یو ملیون او اووه سوه زره یې قانوني اسناد نه لري.

پاکستان د اکتوبر تر ۳۱مې دغو بې اسناده کډوالو ته مهلت ټاکلی و، چې له پوره کېدو سره یې د نوامبر میاشتې له لومړیو افغانستان ته د دوی د اخراج پروسه ګړندۍ شوه.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر په وروستیو کې ویلي وو، تر تېرې اوونۍ د تورخم او سپین بولدک له لارې تر ۳۰۰زره ډېر افغانان افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG