د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د خوړو نړیوال پروګرام: د ۷ میلیونه افغان اړمنو لپاره ۸۴۰ میلیونه ډالره بودیجې ته اړتیا لرو


یو شمېر بېوزله مېرمنې- تصویر له ارشیفه
یو شمېر بېوزله مېرمنې- تصویر له ارشیفه

د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) وايي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۸۴۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، څو په افغانستان کې له شاوخوا ۷ میلیونه زیاتو اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.

یاد سازمان، د شنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې په اکټوبر میاشت کې یې په افغانستان کې یوازې ۴.۴ میلیونه اړمنو کسانو ته د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کړې ده.

په دغه راپور کې ویل شوي چې له دې شمېر ۲ میلیونو غیر نغدي مرستې او یو میلیون کسانو د ژمي لپاره د ځینو اساسي توکو په ګډون نغدي مرستې هم ترلاسه کړې دي.

راپور زیاتوي چې د دې مرستو په بله برخه کې، د ښوونځیو ځینو زده کوونکو، ماشومانو، د شیدو ورکوونکو او امېدوارو میندو لپاره د تغذیې د توکیو برابرول هم شامل دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، هڅه کوي د مالي سرچینو د تامينولو په صورت کې، د ژمي په اوږدو کې، د افغانستان په ۳۸۶ سیمو کې له ۶،۵ میلیون خلکو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې هوا په سړېدو سره، په کابل کې یو شمېر اړمن کسان وايي چې د ژوند د لومړنیو توکو د پېرلو توان نه لري.

د دوی له ډلې محمد، ازادي راډیو ته وویل:

" پښه مې معیوبه ده، د پنجصد فامیلي په څلور لارې کې کراچۍ لرم، زما ستونزې ډېرې زياتې دي، نن مې لس روپۍ هم کار نه دی کړی چې د لارې کرایه ورکړم او کور ته لاړ شم."

یوې بلې اړې مېرمنې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو وویل:

" نه اوړه لرو او نه غوړي، خواشيني ډېره ده، ژمی راغی، لرګي او سکاره نه لرو، غواړم چې له ما سره مرسته وشي."

د خوړو نړیوال پروګرام له مرستو برخمنې شوې یو شمېر مېرمنې - تصویر له ارشیفه
د خوړو نړیوال پروګرام له مرستو برخمنې شوې یو شمېر مېرمنې - تصویر له ارشیفه

دغه کسان، په داسې حال کې د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه خبرې کوي چې د خوړو نړیوال پروګرام په خپل تازه راپور کې په هرات کې د زلزلې، اقتصادي فشارونو او هېواد ته د کډوالو د راستنېدو له امله د اړمنو کسانو د شمېر زیاتوالي ته اشاره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA)، د پخوانیو احصایو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې ۲۹.۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

خو اوچا زياته کړې چې د پاکستان په ګډون له ګاونډيو هېوادونو څخه، د سلګونو زرو بې اسناده افغان کډوالو ایستل به، په راتلونکي ژمي کې د اړمنو کسانو شمېر زيات کړي.

پاکستان د څه باندې ١.٧ ميليونه بې اسناده افغان کډوالو د ايستلو لړۍ پيل کړې ده چې ځينو يې له پاکستانه تر شړلو وروسته ازادي راډيو ته ویلي چې په پاکستان کې يې مال او شتمنۍ پاتې شوې او خالي لاس هېواد ته راستانه شوي او بشردوستانه مرستو ته سخته اړتیا لري.

راپور: ثنا کاکړ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG