د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب د زیاتېدو خبرداری ورکړل شوی


ارشیف: په افغانستان کې بې وزله مېرمنې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د خوړو نړیوال پروګرام یوه مرکز ته تللي دي.
ارشیف: په افغانستان کې بې وزله مېرمنې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د خوړو نړیوال پروګرام یوه مرکز ته تللي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، افغانستان د نړۍ یو له هغو اتو هېوادونو څخه دی چې د خوړو خوندیتوب نه لري.

یادو ادارو د جمعې په ورځ په یوه نوي ګډ راپور کې چې 'د ۲۰۲۳ له نومبر څخه د ۲۰۲۴م تر اپرېل پورې د خوړو د شدید نه خوندیتوب لومړنی خبرداری' په نوم خپور شوی ویلي، افغانستان، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، ایتوپیا، هایټي، پاکستان، سومالیا، سوریه او یمن هغه اته هیوادونه دي چې د خوړو د شدید نه خوندیتوب له امله د ډېرې لوړې اندېښنې لرونکو هېوادونو په توګه پېژندل شوي.

په دغه راپور کې په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب د زیاتېدو خبرداری ورکړل شوی دی.

د دې راپور په دوام کې په اندېښنې سره اټکل شوی، هغه خلک چې په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب له شدید ناورین سره مخ دي، تمه کېږي چې په راتلونکو میاشتو کې د دوی د ژوند ګواښونکي شرایط نور هم خراب شي.

جګړې، طبیعي پېښې او د اقلیم بدلون، اقتصادي رکود او نښتې په دغو هېوادونو کې د خوړو د نه خوندیتوب له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

بشري مرستو ته د لاسرسي محدودیتونه، د شدیدې خوارځواکۍ کچې، د ملي مبارزې ظرفیت نشتوالی او ناروغۍ د هغو لاملونو په توګه پېژندل شوي چې د خوړو د نه خوندیتوب کړکیچ لا پسې زیاتوي.

د خوړو د نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په ګډ راپور کې د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د بشري مرستو کمول او درول د اندېښنې وړ بلل شوې او ویل شوي، چې احتمالاً دا مسئله به د خوړو د شدید نه خوندیتوب د زیاتوالي لامل شي.

په همدې حال کې په افغانستان کې یو شمېر اړمن کسان هم وايي چې په بد وضعیت کې دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ارشیف: په ارزګان کې بې وزله کسانو د خوړو نړیوال پروګرام له لوري مرسته ترلاسه کړې او هغه خپلو کورونو ته لېږدوي. ارشیف
ارشیف: په ارزګان کې بې وزله کسانو د خوړو نړیوال پروګرام له لوري مرسته ترلاسه کړې او هغه خپلو کورونو ته لېږدوي. ارشیف

د کابل ښار یو اوسېدونکی عبدالرحیم چې وزګار دی او له اقتصادي ستونزو شکایت کوي، ازادي راډیو ته یې وویل چې ان ځینې شپې په لوږه سبا کوي.

هغه وویل: "قرضدار یم، اقتصاد مې ډېر کمزوری دی. داسې وختونه راغلي چې په شپو وږي پاتې شوي یو، کله کله ګاونډیان مونږ ته د خوړلو څه رالېږي. باید له خلکو سره مرسته وشي. زما په شان په زرهاوو خلک مرستې ته اړتیا لري. هېڅ کوم کار نه شته چې وې کړو. له بلې خوا ژمی راغی، نه د سون توکي شته او نه هم د خوړلو."

همدارنګه د کابل اوسېدونکی محمد رضا چې دا هم له ورته اقتصادي ستونزو سره مخ دی، وايي: "د غرمې لپاره يواځې وچه ډوډي شته، نور څه نه شته. که په کور کې څه وي پخوو يې، یوازې وريجې د کچالو او غوښې پرته. که کار پیدا شي د ورځې سل یا یونیم سل افغانۍ ګټم، که نه نو داسې وختونه هم کېږي چې په خالي لاس پرته له یوې روپۍ عایده کور ته ځم."

د 'ډبلیو ایف پي' او 'ایف اې او' په راپور کې دا هم راغلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۱۵،۳ میلیونه وګړي د خوړو له شدید نه خوندیتوب او له دې ډلې څخه ۶ میلیونه یې د لوږې له بېړني حالت سره مخ دي، د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د لوی کمښت له امله دې ته اړ شوی چې سږکال ۱۰ میلیون خلکو سره خپلې خوراکي مرستې ودروي.

په دغه راپور کې د لوږې او مړینې د مخنیوي لپاره د انسانانو د ژوند ژغورلو هدفي بشري اقدامات اړین او ډېر مهم بلل شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، د خوارځواکۍ له ۴ میلیونو څخه د زیاتو شدیدو پېښو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو پر فعالیتونو بندیز په هغو ماشومانو او مېرمنو سخت اغېز لري چې په روان کال کې مرستې او روغتیا پاملرنې ته اړتیا لري.

په راپور کې په افغانستان کې د وروستیو زلزلو یادونه هم شوې او ویل شوي چې دغو زلزلو د کورنیو توان کم کړی او خوراکي توکو ته یې د دوی په لاسرسي او د ژوند پر لارو چارو منفي اغېز کړی دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي ادارې یا اوچا ویلي وو چې اوسمهال په افغانستان کې ۲۹.۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

خو د طالبانو حکومت ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت دومره هم کړکېچن نه دی لکه څومره چې د نړیوالو سازمانونو په راپورونو کې ښودل شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG