د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

ملګري ملتونه: ۸۵‌ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي


ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخکې ته بې وزله مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخکې ته بې وزله مېرمنې او ماشومان

نن سه‌شنبه د بې‌وزلۍ د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ ده.

نن د اکټوبر ۱۷مه د بې‌وزلۍ د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې اوسمهال د بې وزلۍ له امله په افغانستان کې میلیونونه وګړي له ستونزو او فشارونو سره لاس او ګرېوان دي.

که څه هم په دې وروستیو کې د بې‌وزلۍ سره د مخ کسانو د شمېر په اړه نوې شمېرې نه‌دي خپرې شوي، خو د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا 'یو این ډي پي' د روان کال د سرطان میاشتې په پای کې په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان ۸۵‌ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

دغه سازمان دا هم ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بياځلي واکمنۍ وروسته د افغانانو عایدات د پخوا په پرتله ۳۰ سلنه کم شوي دي.

د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي وايي، د بې‌کارۍ او د خوراکي توکو د بيو د لوړېدو تر څنګ د ژمي موسم رارسېدو دوی اندېښمن کړي چې څنګه خپل خواړه چمتو کړي.

د مزارشريف يوې اوسېدونکې مليحې ازادي راډيو ته وويل، پخوا يې په يوه دفتر کې کار کاوه، خو د طالبانو له‌خوا د ښځو پر کار د بنديز له امله اړ شوه، چې پيرکي پخولو ته مخه کړي.

هغې وویل: "ما په بل ځای کې کار کاوه، اوس پيرکي پخوم، که د ژوند یوه سر ونيسم، بل سر يې پاتې وي. زه د نن لپاره پیسې نه‌لرم، د ژمي لپاره هيڅ چمتووالی نه‌لرم."

ارشیف: په افغانستان کې بې وزله کونډې مېرمنې
ارشیف: په افغانستان کې بې وزله کونډې مېرمنې

په همدې حال کې د کابل اوسېدونکې خاطره چې د طالبانو له‌خوا د مېرمنو د کار له منع کېدو مخکې له خپل مېړه سره د کورنۍ لپاره ډوډۍ ګټونکې وه، وايي چې اوس يې دا او مېړه په کور کې بې‌کاره ناست دي او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "د تېر حکومت پر مهال مې مېړه او ما کار کاوه، د ژوند شرایط ښه وو، اوس موږ دواړه بې‌کاره یو، اقتصادي وضعیت خراب دی، ټولې ښځې په کورونو کې ناستې دي، مخکې مو په موسسو کې کار کاوه، هر څه يې له موږ واخيستل."

د ښځو تر څنګ نارينه هم وايي چې بې‌کاري ډېره شوې او د دې لامل شوې چې اوس دوی د خپلو کورنيو لپاره د نفقې پيدا کولو توان نه‌لري.

یو تن متقاعد، چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې ياد شي ازادي راډيو ته وویل، وروسته له هغه چې تقاعد شو، له دولت څخه يې معاش نه‌دی اخیستی او اوس له بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان دی.

هغه وايي: "ما یو څلوېښت کاله په حکومت کې خدمت کړی، د کور کرایه درې زره ده، کابو دوه کاله کېږي چې د کور کرایه مې نه‌ده ورکړې، هره ورځ د کور مالک ځي او راځي، نه ځمکه لرم، نه دوکان. زه هیڅ کار نه‌لرم، له هغې ورځې راهیسې چې زما په یاد دي زه په یوه کرايي کور کې یم."

دا په داسې حال کې ده چې، د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر یا اوچا د شمېرو له‌مخې په افغانستان کې ۲۹،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام هم ویلي چې دا مهال په دغه هېواد کې له ۱۵ میلیونو ډېر خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او دا اداره یوازې د بودیجې د نشتوالي له امله له درې میلیونه کسانو سره د مرستو کولو توان لري.

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ د شمېرو او له هغې سره د مبارزې د پلانونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې په افغانستان کې په وروستیو دوو کلونو کې سیاسي بدلونونو د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ پر زیاتوالي اغېز کړی او خلک یې تر بل هر وخت زیات بشري مرستو ته اړ کړي دي.

ارشیف: په کابل کې د یوې بې وزله کورنۍ دسترخوان
ارشیف: په کابل کې د یوې بې وزله کورنۍ دسترخوان

اقتصادي کارپوه عبدالناصر رښتیا ازادي راډیو ته وویل، له سیاسي بدلونونو او د موسسو د فعالیتونو له ځنډېدو او د پانګونې له کمېدو وروسته په افغانستان کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کچه لوړه شوې او د هېواد اقتصاد کمزوری شوی دی.

رښتیا وویل: "تر څو چې سیاسي ستونزه حل نه‌شي، په هېواد کې پانګونه او تولید ته لاره هواره نه‌شي، نو امکان نه‌لري چې د بشري مرستو پر مټ به د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ ستونزه هواره شي. دا هغه وخت دی چې پانګونه وکړو، کرنې ته وده ورکړو او کار پیدا کړو. کله چې کار پیدا شي، غربت به کم شي او اقتصاد به په ځان بسیا شي."

په همدې حال کې د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د بې‌وزلۍ د له‌منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت له دغې پدیدې سره پر مبارزې ټینګار کړی دی.

ملګرو ملتونو په خپله وېبپاڼه کې د ګوټېرېش له قوله لیکلي چې په دې نړۍ کې باید بې‌وزلي شتون ونه‌لري.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

په بیان کې راغلي چې په نړۍ کې نږدې ۷۰۰ ميلیون خلک د ورځې له ۲.۱۵ ډالرو څخه د کم عايد په ترلاسه کولو ژوند کوي.

ګوټېرېش ویلي، له یو میلیارد څخه زیات خلک له لومړنیو اړتیاو لکه، خوراکي توکو،اوبو، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو څخه بې‌برخې دي او په میلیاردونو نور د روغتیايي خدمتونو له نشتوالي او انرژۍ، کار، کور او ټولنیز امنیت شبکې ته د لاس‌رسي له نشتوالي سره مخامخ دي.

هغه زیاته کړې، شخړې، د اقلیم بحران، تبعیض او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې محروميت، د بې‌وزلۍ کچه لوړه کړې.

د ملګرو ملتونو په وینا، نږدې ۵۰۰ ميلیون خلک به تر ۲۰۳۰ز کال پورې لا هم په خورا سخته بې‌وزلۍ کې ژوند وکړي.

په ۱۹۹۳ کال کې ملګرو ملتونو د اکټوبر ۱۷مه د بې‌وزلۍ د له‌منځه وړلو د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.

دا په داسې حال کې ده چې د سره صليب نړيوال فدراسيون او د سرې مياشتې ټولنې د تېرې شنبې په ورځ په يوه راپور کې ويلي وو چې افغانستان په نړۍ کې يو بد بشري ناورين تجربه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG