د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

​​​​​​​هرات کې د زلزله ځپلو د سرپناه نشتوالی؛ ځینې کورنۍ: هوا سړه شوې او ژر دې مونږ ته کورونه جوړ شي


په هرات کې زلزله ځپلې کورنۍ اوس له خپلو کورونو بهر داسې ژوندي کوي او یا هم خیمو کې شپې او ورځې تېروي.
په هرات کې زلزله ځپلې کورنۍ اوس له خپلو کورونو بهر داسې ژوندي کوي او یا هم خیمو کې شپې او ورځې تېروي.

په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو د قربانیانو کورنۍ د طالبانو له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه غواړي چې دوی ته ژر تر ژره کورونه جوړ کړي.

د افغانستان په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو له امله د استوګنې د سلګونو کورونو له ویجاړېدو وروسته زلزله ځپلي د طالبانو له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه غواړي چې ژر تر ژره دې دوی ته د سرپناه غم وخوري.

دوی وايي چې د ژمي په رارسېدو سره بې کوره په ډاک ژوند ورته ستونزمن دی.

د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرحمن ازادي راډيو ته وویل: "زلزلې، طوفان او شدیدو بارانونو مونږ ته زیان اړولی، ان یوه خیمه نه لرو چې په کې کېنو، له کوم فرشه چې پرې کېناستلو او هغه کمپل چې ماشومانو پرې ځانونه تودول، یوه خیمه جوړه کړې، روغتيايي اسانتياوو او خوړو ته هېڅ لاسرسی نه لرو."

د هرات-اسلام قلعه په لاره د احمدي ښارګوټي اوسېدونکی محمد هم وايي چې وروستیو زلزلو یې کور وران کړی او د طالبانو له حکومته غواړي چې ژر تر ژره دې زیانمنو ته د کورونو جوړولو چارې پیل کړي.

د هرات زلزله ځپلې کورنۍ چې دا مهال په خیمو کې ژوند کوي.
د هرات زلزله ځپلې کورنۍ چې دا مهال په خیمو کې ژوند کوي.

هغه زیاتوي: "یوه کوټه بیخي ورانه شوې، دوه کوټې درز شوي او چت ښکته لوېدلی. زمونږ غوښتنه له دولت څخه دا دی چې همکاري وکړي او زمونږ کورونه جوړ کړي، په خیمه کې ژوند نه شو کولای، اوس هوا سړه شوې."

د طالبانو حکومت وايي چې په وروستیو زلزلو کې په هرات ولایت کې شاوخوا ۱۵۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او دوی ژمنه کوي چې د بیارغونې چارې به یې پیل کړي.

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د روان کال د وږي په ١٨مه په هرات کې په يوه ناسته کې وويل چې د قربانيانو کورونه به د پخوا نه هم په ښه توګه ورغول شي.

یو شمېر مرستندویه بنسټونه د کورونو جوړول د زلزله ځپلو خلکو اساسي اړتیا بولي او ژمنه کوي چې ډېر ژر به دوی ته کورونه جوړ کړي.

تېر کال د پکتيکا او خوست ولايتونو په يو شمېر ولسواليو کې د سختې زلزلې له امله زرګونه کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شول او زرګونه کسان بې کوره شول.

هغه مهال هم د طالبانو د حکومت او ځينو مرستندويه موسسو له خوا په يادو ولسواليو کې د زرګونو کورونو د جوړولو ژمنې شوې وې او ان د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ د دغو کورونو د جوړولو چارې پيل کړې وې.

په پکتیکا کې د زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور. June 24, 2022
په پکتیکا کې د زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور. June 24, 2022

خو ایا دا ژمنې عملي شوي او په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزله ځپلو لپاره سرپناه جوړه شوې ده؟

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په یوې اړوندې ادارې کې یوې باخبره سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه دا کار په بشپړه توګه نه دی ترسره شوی.

دغه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، زیاتوي چې دوی د پکتیکا ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو او د خوست په سپېره ولسوالۍ کې شاوخوا ۷۴۰۰ کورونه جوړول، چې له دې شمېر تر اوسه د یوازې شاوخوا ۴۵۰۰ کورونو جوړ شوي دي.

دغه سرچينه وايي چې د بودیجې کمښت، د زلزله ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو او بیا رغونې د چارو د نه بشپړېدو لامل دى.

په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو له امله زیانمن شویو کسانو سره دا اندېښنه هم شته، چې راټولې شوې مرستې ضایع نه شي.

دوی غواړي چې دا مرستې په سمه او پر وخت دوی ته د کورونو په جوړولو ولګول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG