د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

د بغلان په ګډون د افغانستان شمال ځینې برخې پرلپسې زلزلو ولړزولې


د افغانستان په عمومي نقشه کې د بغلان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د بغلان ولایت موقعیت

د بغلان ولایت په ګډون د افغانستان د شمال ځینې برخې نن سهار دوه پرلپسې زلزلو ولړزولې.

په داسې حال کې چې نن په هرات کې د شوې مرګونې زلزلې اومه ورځ ده د افغانستان یوه بله برخه نن سهار دوه نسبتاً شدیدو زلزلو ولړزوله.

د امریکا د ځمک پېژندنې ادارې د راپور پر بنسټ د ریښتر په کچه ۴ عشاریه ۷ او ۴ عشاریه ۹ درجو زلزلو چې اوله یې نن سهار ۴ بجې او ۳۰ دقیقې او دوهمه یې ۵ او ۴۰ دقیقې رامنځته شوه د بغلان په ګډون د افغانستان د شمالي ولایتونو ځینې سیمې ولړزولې.

د دغو زلزلو مرکزونه د بغلان سویل او پلخمري ښار یاد شوي دي.

د پلخمري یوه اوسېدونکي سردار خان احمدزي ازادي راډيو ته وویل چې د زلزلو شدت خورا تېز وو، خو د ده په خبره زیان یې نه دی اړولی.

هغه زیاته کړه: "شدت یې ډېر تېز وو، خو وخت یې ډېر کم وو، که دوامداره شوي وای ښايي تلفات یې اړولي وای، خو اوس شکر تلفات نه لري."

د ازادي راډیو خبریال په بغلان کې د شویو زلزو په اړه کره معلوماتو ترلاسه کولو لپاره مو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت له ویاند جانان سایق وپوښت، خو ځواب یې تر لاسه نه کړ.

د ازادي راډیو خبریال دغه راز په دغه ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه‌ییزو مسوولانو سره هم په اړیکه بریالی نه شو.

دا په روانه اوونۍ کې څوومه زلزله ده چې د افغانستان بېلابېلي سیمې لړزوي.

له دې وړاندې په دوه مرګونو زلزلو کې د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ شاوخوا ۴ زره اوسېدونکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هرات په انجیل کې د زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو انځور. October 11, 2023
د هرات په انجیل کې د زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو انځور. October 11, 2023

د چهارشنبې په ورځ د هرات لپاره د طالبانو د حکومت د والي ویاند نثاراحمد الیاس ازادي راډیو ته ویلي وه چې په دغه ورځ زلزلې د هرات ولایت په رباط سنګي، انجیل، کرُخ، ګلران، غوریان، کوهسان او زنده‌جان ولسوالیو کې یو شمېر کلي ویجاړ کړي دي.

د ده په خبره ټپیان یې درلودل، چې روغتیايي ټیمونو روغتونونه ته لېږدولي دي.

په هرات کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمد الله متقي ازادي راډیو ته وویل، که څه هم په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي، خو د ده په خبره لا هم د هرات په بېلابېلو سیمو کې خلک د بلې احتمالي زلزلې د ویرې له امله خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.

نوموړي زیاته کړه چې د وروستیو شمېرو له مخې په دې مرګونو زلزلو کې زرو ډېر کسان مړه شوي او له دوه زره ډېر ټپيان دي، خو نوموړي یې دقیق شمېر شریک نه کړو.

نوموړي دغه شان وویل چې په دغه زلزلو کې لږ ترلږه ۱۳۵۰ کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

احمد الله متقي دا هم وویل چې په زیانمنو سیمو کې د یخې هوا او د پاکو اوبو د نه موجودیت له امله خلکو ته بېلابېلې ناروغۍ هم پیدا شوي دي.

متقي زیاته کړه: "دلته هوا هم یخه ده او خلک هم بې کوره شوي دي، خلکو ته ناروغۍ پیدا شوي دي، زکامونه او نس ناسته باندې خلک اخته شوي دي، خو دا ټولې ناروغۍ د پاکو اوبو د نه موجودیت له امله نه دي بلکې بېلابېل نور لاملونه لري چې یو یې د دوی بې ځایه کېدل دي."

په هرات کې د تېرو مرګونو زلزلو راوروسته اوس هم خلک له خپلو کورنیو بهر شپې تېروي. دلته د هرات ښار یوه څنډه کې خلک د زلزلې له وېرې سړک ویده دي.
په هرات کې د تېرو مرګونو زلزلو راوروسته اوس هم خلک له خپلو کورنیو بهر شپې تېروي. دلته د هرات ښار یوه څنډه کې خلک د زلزلې له وېرې سړک ویده دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف هم په یو بیان چې د دغه ادارې په ایکسپاڼه نن خپور شو ویلي چې په هرات کې د زلزلې له امله په زیانمنو سیمو کې خلک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه ادارې ویلي، دوی هڅه کوي چې خلکو ته د څښلو او نور استعمال لپاره پاکې اوبه ورسوي.

د یونېسف د بیان پر بنسټ، چې دوی تېره ورځ هم په زیانمنو سیمو کې لږ تر لږه ۱۸ زره کسانو ته پاکې اوبه رسولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو انکشافي ادارې په یوه اعلامیه کې چې تېره ورځ خپره شوه ویلي چې د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې د پاکو اوبو نه د موجودیت له امله خلکو ته د اسهال ناروغۍ پیدا شوي او دغه اداره د نورو ورته ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په هدف ۱۲ میلیونه ډالرو بشري مرسته تیارې کړي دي.

خو طالب چارواکي د هرات د زلزله ځپلو سره له نړیوالو د لا ډېرې مرستې غوښتنه کړې او ویلي دي چې اوسمهال خلک د سرپناه له ستونزې سره مخامخ دي چې باید نړیوال په دې برخه کې عاجلې مرستې وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG