د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

سيګار: د طالبانو واکمنۍ کې د امريکا د مرستې اندازه له ۲.۵ ميليارد ډالرو اوښتې


افغانسان بانک ته د نړیوالو د مرسته شویو پیسو د سپارلو له مراسمو یو انځور. 11 October 2021
افغانسان بانک ته د نړیوالو د مرسته شویو پیسو د سپارلو له مراسمو یو انځور. 11 October 2021

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر یا سیګارپه نوي درې میاشتنې راپور کې چې د امریکا کانګرس ته یې برابر کړی او پرون یې خپور کړی، د امریکا متحده ایالات پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دې هېواد ستر بشري مرستندویه بللی او ویلي یې دي چې د امریکا د بشري مرستو اندازه له دونیم میلیارد ډالرو اوښتې ده.

سیګار وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو دوه کاله وروسته امریکا د افغانانو تر ټولو لوی مرستندویه هېواد پاتې شوی دی.

سیګار د امریکا کانګرس ته په هغه درې میاشتني راپور کې چې پرون چهارشنبې یې خپور کړی ویلي چې متحدو ایالتونو په دې موده کې له افغانستان او افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۱۱.۱۱ میلیارډ ډالر ځانګړې کړي یا یې چمتو کړي دي.

سیګار په دې راپور کې په افغانستان کې د بشري ناورین، پر ښځو او نجونو د دوامداره فشارونو، د نړیوالو بسپنو د کمښت، په نادولتي موسسو کې د طالبانو د لاسوهنې په ګډون د یو لړ نورو موضوعاتو په اړه تازه معلومات خپاره کړي دي.

د امریکا کانګرس ته دا د سیګار درې میاشتنی ۶۱ راپور دی چې له افغانستان سره د امریکا د بیارغونې په شاوخوا ۱۴۴ میلیارد او ۷۱۰ ملیون ډالرو مرستې څرخي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې او د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۳ مالي کال لپاره د نږدې ۸۲۶ میلیون ډالرو بشري مرستې ژمنه کړې چې له نیمایي زیاته یې یعنې ۴۲۲ میلیون ډالر یې په افغانستان کې له میلیونونو اړو کسانو سره د خوړو د بېړنۍ مرستې لپاره د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکول کېږي.

نورې پیسې د افغان کډوالو، د راستنېدونکو او نورو زیانګالو سره د مرستې او همدارنګه دوی ته د معیشیت پر پروګرامونو، د مهارتونو او د سوداګرۍ پوهې د ترلاسه کولو په ګډون ځینو برخو ته ځانګړې شوي دي.

د امریکا مالي کال د اکټوبر له لومړۍ نېټې پیل او د سپټمبر په ۳۰مه پای ته رسېږي.

سیګار په دې راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې لا زیاتې شوي او د ملګرو ملتونو د راپور په استناد وایي چې په دې هېواد کې د هغو کسانو شمېر چې د ژوند ژغورنې په برخه کې مرستو ته اړتیا لري له ۲۸.۳ میلیون کسانو ۲۹.۲ میلیون کسانو ته لوړ شوی چې دا افغانستان د ټول نفوس نږدې اویا سلنه جوړوي.

سیګار وایي، د خوړو نړیوال پروګرام چې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې هره میاشت شاوخوا ۱۳ میلیون کسانو ته خواړه برابرول، د بودیجې د کمښت له کبله اړ شوی چې په سپټمبر په میاشت کې یوازې له درې میلیون وګړو سره د خوړو مرسته وکړي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر یا سیګار وایي، د بهرنیو چارو وزارت ورته ویلي چې په متوسط ډول په هرو لسو- څوارلسو ورځو کې د ملګرو ملتونو له خوا اتیا میلیون ډالره نغدې پیسې کابل ته لېږدول کېږي او زیاتوي، دغه پیسې نه د افغانستان مرکزي بانک ته لېږدول کېږي او نه هم طالبانو ته ورکول کېږي بلکې هغه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما د مالي څارنې او ارزونې د ځانګړي میکانیزم له لارې په دې هېواد کې پر بشري چارو لګول کېږي.

د راپور له مخې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دې کال د ډسمبر میاشتې نه تر د ۲۰۲۳ کال د جولای تر میاشتې پورې ملګرو ملتونو ۲.۹ میلیارد ډالره کابل ته لېږدولي او پر بشري چارو یې لګولي دي.

نړیوال بانک ویلي چې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال تر اګست میاشتې پورې شاوخوا ۱.۱ میلیارد ډالره افغانستان ته لېږدولي او تېر۲۰۲۲ کال کې یې ۱.۸ میلیارد ډالره نغدې پیسې دې هېواد ته انتقال کړې وې.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر یا سیګار وایي، د افغانستان د بیارغونې لپاره د ۲۰۰۲ او ۲۰۲۱ مالي کلونو ترمنځ د امریکا د مرستو اندازه ۱۴۴ میلیارد او ۷۱۰ ملیون ډالرو ته رسېږي. دا هغه کال و چې د اګست میاشتې تر پایه یې ټول امریکایي ځواکونه له دې هېواده ووتل.

سیګار وایي، د ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستانه سره په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د امریکا د مرستو اندازه څه باندې ۲ میلیارد او ۵۲۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG