د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

اوچا: په افغانستان کې د بشري مرستو د بهیر ننګونې ۲۱ سلنه زیاتې شوي


په ارزګان کې د بشري مرستو د وېش یوه څنډه - تصویر له ارشیفه
په ارزګان کې د بشري مرستو د وېش یوه څنډه - تصویر له ارشیفه

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو بهیر له ګڼو ننګونو سره مخ شوی.

اوچا په هغه راپور کې چې د نومبر په ۲۷مه یې په خپله وېب پاڼه کې خپور کړی، ویلي دي چې سږ کال د بشري مرستو په بهیر کې ننګونې د تېر کال په پرتله ۲۱ سلنه زیاتې شوي دي.

په راپور کې راغلي دي چې سږ کال د بشري مرستو د رسولو په برخه کې ٩٩٩ ننګونې ثبت شوې دي چې له دې ډلې ١٠ سلنه يې په اکتوبر مياشت کې وې.

د اوچا په وینا ، اداري او بیروکراتیکې ستونزې د دوی د فعالېتونو په وړاندې لویې ننګونې وې.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په بیان کې لویه ننګونه په اکټوبر میاشت په هرات کې زلزله ځپلیو قربانیانو ته د مرستو رسول یاد شوي چې واکمنو چارواکو د اقتصاد ادارې او د علماو شورا ته په کې د مداخلې اجازه ورکړې وه.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اوچا په راپور کې د شویو ادعاوو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو تر دې وړاندې یې د مرستو رسولو په بهیر کې د خپل حکومت د اشخاصو او چارواکو د لاسوهنې ادعا رد کړې وه.

د اوچا د شریکانو په وینا، دوی په ۲۰۲۳ کال کې ۶۵۹ پروګرامونه د لنډمهال لپاره ځنډولي دي چې د تېر کال د ورته وخت په پرتله ۶۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

له دې ډلې ۷۷ پروګرامونه د روان کال په اکټوبر میاشت کې ځنډېدلي دي.

اوچا ویلي، د دغو ننګونو لویه برخه د مرستو د وېش په بهیر کې لاسوهنه او د مرستو د رسولو په بهیر کې د ښځو په کار بندیز و.

د اوچا د شمېرو له مخې، یوازې په اکتوبر میاشت کې د بشري مرستو د توزېع کوونکو او همکارو موسسو ۲۵ کارکوونکي نیول شوي دي.

همدا ډول د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د جرمني د GIZ موسسې څلور سیمه ییز کارکوونکي نیولي دي.

طالبانو تر اوسه د مرستندويه موسسو د کارکوونکو د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

کابل کې بشري مرستو ته په تمه یو شمېر مېرمنې - تصویر له ارشیفه
کابل کې بشري مرستو ته په تمه یو شمېر مېرمنې - تصویر له ارشیفه

په ورته وخت کې ځینې اړمن افغانان ادعا کوي چې که څه هم نومونه یې د مرستو په لېست کې لیکل شوي دي خو تر اوسه ورته کمې مرستې رسېدلي دي.

یوه اړمنه مېرمن چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته یې وویل چې د ژمي لپاره مناسبه سرپناه نه لري او د څو څاښته ډوډۍ په پیدا کولو کې هم له ستونزو سره مخ ده.

دغه مېرمنه وایي:

"تر اوسه کومه مرسته نه ده راسره شوې، یوازې په روژه کې یې نیمه بوجۍ اوړه، وريژي او غوړي راکړل، خو نور څه نه دي راکړل شوي، خاوند مې کاغذي دسمالونه خرڅوي، نن مو هم په کور کې اوړه نه درلودل، له ګاونډي مې پور کړل چې خپلو ماشومانو ته ډوډۍ پخه کړم."

د غور ولايت يو اوسېدونکى محمد که څه هم وايي چې مخکې د مرستو په بهیر کې روڼتیا نه وه، ترڅنګ یې اوس د دوی په سیمه کې د مرستو د وېش بهیر هم درېدلی دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"مرستې بندې شوي، خلک له ستونزو سره مخ دي، نه پوهیږو ولې داسې شوي؟ خلک بې وزله دي او ډېر سخت ژوند لري."

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو ځینو ادارو د بشري مرستو په بهیر کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو د مداخلې په اړه راپورونه ورکړي وو، خو د طالبانو حکومت ویاند تل دا ډول راپورونه رد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG